د دې اونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې به واورئ چې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ناوړه اقتصادي وضعيت د دې لامل شوی چې افغانان د نشه يي موادو په کاروبار کې نور هم ښکېل شي.
په يوه بل راپور کې به واورئ، چې په فراه ولایت کې د معتادینو د درملنې سل بستريز روغتون د مالي ستونزو له امله د تړلو له خطر سره مخ دی.
د دې اونۍ په مرکه کې د هیرویینو د استعمال د زیانونو په اړه یو ډاکټر معلومات ورکوي.
دغه راز د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: