د دې اوونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې به واورئ چې ملګري ملتونه وايي، سږکال به افغانستان د نشه يي موادو د نړیوال بازار برخلیک ټاکي.
په یوه بل راپور کې به واورئ، چې د معتادینو د درملنې د مرکزونو چارواکي وايي، د بهرنیو مرستو له لږوالي سره د معتادینو د درملنې اسانتياوي تر نيمايي کم شوي دي.
دا چې د امېدوارۍ پرمهال نشه کول څنګه او ولې د مور په ګېډه کې د ماشوم د نقصان لامل کېږي، په دې اړه له ډاکټر واحدالله کوشان سره مرکه شوې.
دغه راز په دې خپرونه کې د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: