د دې اوونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې به واورئ چې بزګران وايي، د کوکنارو د کښت نوی فصل پيل شوی، خو موږ ته بديل معيشيت نه دی راکول شوی.
په يوه بل راپور کې به واورئ چې، په نيمروز ولايت کې له نژدې دوه زره زنداني شويو معتادانو څخه پنځه سوه يې ازاد شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو د رول په اړه د یوې خصوصي رسنۍ له مسئوول سره مرکه لرو. د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ: