د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

روم کې د خوراکي موادو او کرنې کنفرانس؛ د روسيې پر وړاندې غبرګونونه وښودل شول


د ایټالیا د باندنیو چارو وزیر لویجي دي مایو
د ایټالیا د باندنیو چارو وزیر لویجي دي مایو

د ایټالیا د باندنیو چارو وزیر لویجي دي مایو پرون (چهارشنبې – د جون ۸ مه) په روم کې د ملګروملتو د خوړو او کرنې د پروګرام کنفرانس ته وویل، د روسيې لخوا د غنمو د صادراتو بندول د نړۍ د ميليونونه ښځو، ماشومانو او نارينو يرغمل کول دي.

نوموړي وويل: "غواړم په زغرده ووایم چې موږ له روسیې د یوې نښې تمه لرو ځکه چې د غنمو د صادراتو بندول د میلیونونو ماشومانو، ښځو او نارینه وو د یرغمل کولو او په مرګ محکومولو معنا لري. ایټالیا به د حللارو د موندلو او د غذايي امنیت د تضمینولو په لومړۍ کرښه کې وي."

د ملګروملتو د خوراکي موادو او کرنې کنفرانس به د روان جون تر اوولسمې پورې د ایټالیا په پلازمېنه روم کې دوام لري.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویجي دي مایو همدا راز وویل، هغه سیمې چې د اوکراین د جګړې عواقب یې زیات زیانمنوي، د مدیترانې له هېوادونو پیلېږي او ایټالیا د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې د پروګرام په ملګرتیا هڅه کوي چې د یوه نړیوال غذايي ناورین مخه ونیول شي.

لوېدیځ هېوادونه وايي چې روسیې په تور سمندرګي کې د اوکراین بندرونه محاصره کړي چې د دغه هېواد د میلیونونو ټنه غلو صادراتو مخه ونیول شي.

د اروپايي شورا ريیس شارل میشل او د اروپايي کمېسیون رييسې اورسلا وان دیرلین هم پر اوکراین د روسیې د بې موجبه یرغل له کبله د نړۍ د غذايي بحران په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

د اروپايي شورا ريیس شارل میشل
د اروپايي شورا ريیس شارل میشل

شارل میشل پرون په بروکسل کې د اروپا پارلمان ته وویل، روسیه له خوراکي موادو د وسلې په توګه کار اخلي او خپل اعمال د پخواني شوروي اتحاد د دورې په دروغو توجیه کوي.

نوموړي وويل: "کریمیلین له غذايي موادو د وسلې په جوړولو بوخت دی او د شوروي په سبک د دروغو په شبکې د خپلو اقداماتو ملاتړ کوي. موږ باید د دغو جعلیاتو د شنډولو لپاره لاسونه سره ورکړو. دا روسي بېړۍ او راکټونه دي چې د کرنیزو محصولاتو د صادرېدو مخه نیسي. د روسیې ټانکونه، بمونه او ماینونه د اوکراین د محصولاتو د کښت او حاصل مخه نیسي."

د اروپايي کمېسیون رييسه اورسلا وان دیرلین
د اروپايي کمېسیون رييسه اورسلا وان دیرلین

اورسلا وان دیرلین ویلي چې روسیه په وحشیانه ډول اوکراین ویجاړوي او له همدې کبله موافقه شوې چې د اروپايي اتحادیې له قوانینو سره سم د روسیې د تحریم شویو موسسو او افرادو د شتمنیو مصادره و ارزول شي.

XS
SM
MD
LG