پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو له پیله تر دې دمه یوازې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لسګونه فرمانونه خپاره شوي چې د افغان ښځو ژوند یې تنګ کړی دی.
"دا ښځې دې داسې ځي ها ښځې دې داسې ځي…" دا د پخواني حکومت د ارزګان ولایت ولایتي شورا مشر امان الله هوتکي خبرې دي چې په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو او عام ژوند کې د افغانانو ترمنځ ډېرې خوله په خوله کېږي.
د هوتکي د دې خبرو هدف د طالبانو پر هغو فرمانونو او لارښوونو نیوکه او یادونه ده، چې په دې وروستیو کې یې پر ښځو بندیزونه زیات کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا لس میاشتې تېرېږي خو په دې موده کې یې یوازې د ښځو په اړه لسګونه فرمانونو، احکام او توصیې خپرې کړي چې افغان ښځې او نجونې یې له بېلابېلو بندیزونه سره مخ کړې دي.
که څه هم د مېرمنو په اړه د طالبانو له لوري د خپرو شویو فرمانونو دقیق شمېر نه دی مالوم خو یو شمېر سیمه ییزو افغان رسنیو د ځینو طالب سرچینو له قوله د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د امر بالمعروف وزارت په ګډون د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت له لارې شاوخوا ۲۷ فرمانونه او لارښوونې خپاره شوي، چې یو شمېر نجونې او ښځې یې له تعلیم، تحصیل، کار او د ازاد او ټولنیز ژوند کړۍ پرې تنګه کړې ده.
د کندهار ولایت اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې مروه وایي، طالبانو په دومره موده کې هېڅ شرعي او قانوني دلیل وړاندې نه کړای شو چې ولې یې پر دوی د ښوونځي د تګ بندیز لګولی دی.
هغې وویل: "دوی له ۶ ټولګیو پورته نجونو ته د تعلیم اجازه نه ورکوي، ولې؟ایا نجونې د تعلیم حق نه لري؟ایا دوی د اسلام او قانون له مخې موږ ته داسې کوم دلیل وړاندې کولای شي چې ولې ښووونځیو ته نشو تللی؟په دې ډول بندیزونو سره په ټولنیز ژوند کې یې د ښځو ونډه کمرنګه کړې، د ښځو قشر له پامه غورځول کېږي."
مخکې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د نجونو زده کووونکو او ښوونکو د لباس د نوې طرحې تر جوړېدو له شپږم ټولګیو پورته د ښوونځیو د بندیدو اعلان کړی خو ازادي راډیو ته د دې وزارت بار بار ویلي، چې په دې اړه د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي_هغه څه د دوو میاشتو په تېرېدو تر اوسه هم نه دی صادر شوی.
د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو پر مخنیوي افغانانو او نړیوالو سختې نیوکې کړي دي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځینه او نارینه محصلینو ټولګي هم جلا کړل.
اوسمهال درې ورځې ښځینه محصلینې او درې ورځې نارینه محصلین پوهنتونونو ته د تلو اجازه لري.
دغه شان طالبانو په یوه رسمي فرمان کې چې د دوی د مشر لهخوا تایید شوی په افغانستان کې د ښځو لپاره حجاب کول د شرعي او رسمي امر په توګه اعلان کړی.
په دې فرمان کې د حجاب مراعتول جبري ګڼل شوي او دا هم په کې راغلي، هغه مېرمنې چې حجاب نه مراعتوي د طالبانو د حکومت په ادارو کې باید دندو ګوښه کړل شي.
د طالبانو له لوري د حجاب مشخص تعریف نه دی ذکر شوی خو په دې وروستیو کې یې ان په تلوېزیونونو کې د ښځینه ویاندویانو د مخ پټول جبري کړل.
د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې او په کاناډا کې پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخېل وایي، ورځ بلې ته پر افغان ښځو د بندیزونو زیاتول به نه یوازې د ښځو او نجونو راتلونکی به تیاره شي بلکې د هېواد په کچه سیاست او اقتصاد ته به هم نه جبرانېدونکی زیان واوړي.
کړوخېل زیاتوي: "زه فکر کوم د دې بندیزونو لګول د افغان ښځو او نجونو سره یوه ستر جفا ده، همدارنګه دا د طالبانو حکومت سره خپل بله ستره جفا ده ځکه که چېرې نړیواله ټولنه وغواړي طالبانو سره ډیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې وساتي، مرستې وکړي او یا هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره زړه ښه کړي، نو دل ټول بندیزونه د دې لامل کېږي چې د دوی نظر بدل شي."
که څه هم د کار، تعلیم، سفر، سوداګرۍ او په دولتي او حکومتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو په غبرګون کې په کور دننه او بهر غوښتنې، نیوکې او ان اعتراضونه ترسره شوي خو د ښځو یو شمېر فعالینې وایي طالبانو په دې بندیزونو سره د افغان ښځو ژوند له ستونزو او نا څرګند او تیاره برخلیک سره مخ کړې دي.
د ښځو د حقونو فعالې نفیسې دانش په دې اړه وویل: "د طالبانو له لوري وار په وار د بندیزونو لګول هغه هم یوازې پر ښځو د افغان نجونو او ښځو راتلونکی یې له ګواښ او تیارې سره مخ کړی دی، که ښځې او نجونې لوستې وي، کار او ارام ژوند ولري یو سالم نسل به وروزي، له دوی مو غوښتنه دا ده چې د ښځو او بیا د ټول راتلونکي نسل پر برخلیک دې لوبې نه کوي."
خو د ښځو د حقونو ځینې نورې فعالانې د دې بندیزونو د ماتولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ونډه اغېزمنه بولي.
د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعاله صایمه خوږیاڼۍ وایي، طالبانو تر دې دمه له زیاتو غوښتنو او په کور دننه اعتراضونو او نیوکو ته غاړه نه ده ایښې نو له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو دې د افغان مېرمنو د حقونو مراعتولو لپاره فشار راولي.
هغه زیاتوي: "نړیواله ټولنه او ملګري ملتونو سازمان د دې مسوولیت لري چې د افغان ښځو د اساسي حقونو غوښتنه وکړي له زیانمنو ښځو ملاتړ وکړي او طالبانو باندې فشارونه وارد کړي تر څو د ښځو د حقونو درناوی وکړي."
هڅه مو وکړه د دغو ښځو د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر واخلو خو زموږ پوښتنو ته ځواب ونه ویل شو.
خو وړاندې طالب ویاندویانو او چارواکو یې په خپلو ویناوو کې ژمنې کړي، چې د ښځو حقونو د ورکړې زمینه به برابروي- هغه څه چې برعکس دي او ورځ بلې په بېلابېلو برخو کې بندیزونه اضافه کېږي.
د یادوونې وړ ده، چې د ښځو د ټولو ټولنیزو او سیاسي حقونو ورکول د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندو او اړیکو پیلولو لپاره له مهمو شرایطو دي.