د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

طالبانو له پاکستانه د افغانستان هوايي حريم د کنټرولېدو راپورونه رد کړل


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د افغانستان د رادار سیستم د خرابوالي له امله د دې هېواد هوايي ترانسپورت له پاکستانه کنترولیږي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي اوس مهال د دې هېواد د رادار سیستم په بشپړ ډول رغول شوی او د ملکي الوتنو ټول خدمتونه د دوی له لوري تر سره کېږي.

د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکې د افغانستان د رادار سیستم د خرابوالي له امله پاکستان د دې هېواد هوايي حریم ته لاس رسی پیدا کړی دی.

نوموړي وويل: "

کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتل، رادار يې ویجاړ کړی وو، اوس بېرته ورغول شو

، ټولې الوتنې چې ترسره کېږي، خدمات يې موږ خپله وړاندې کوو، داسې نه ده چې زموږ هوايي حریم د کوم بل هېواد له لوري کنترولیږي."

خو دا چې د افغانستان رادار سیستم دقیق کله بیا ځلې ورغول شو، له دې وړاندې د رادار د خرابوالي پر مهال د افغانستان هوايي حریم څنګه کنترولېده نوموړی يې په اړه څه نه وايي، خو وړمه ورځ یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د افغانستان د رادار سیستم د خرابوالي له امله د دې هېواد هوايي حریم د پاکستان له لوري اداره کېږي.

د طالبانو د ترانسپورت وزارت ویاند دا هم وايي، افغانستان د نړیوالو ملکي هوايي سازمانونو غړیتوب لري، چې پر بنسټ يې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د همېشنۍ او متقابلې همکارۍ هوکړه لیکونه لري.

دی واي اوس مهال د افغانستان له هوايي حریمه هره ورځ له پنځوس تر اتیا نړیوالې الوتکې عبور کوي چې له هرې تېرېدونکي الوتکې ۷۲۰ ډالره حق العبور اخیستل کېږي او له دې درکه هر کال افغانستان ۶۵ میلیونه ډالره عاید کوي.

د طالبانو حکومت وايي، اوس مهال د افغانستان له هوايي حریمه هره ورځ له پنځوس تر اتیا نړیوالې الوتکې عبور کوي
د طالبانو حکومت وايي، اوس مهال د افغانستان له هوايي حریمه هره ورځ له پنځوس تر اتیا نړیوالې الوتکې عبور کوي

خو د اقتصادي چارو د یو شمېر کارپوهانو په نظر دا شمېرې ښايي ځکه غلتې وي چې که که د ورځې په منځني ډول شپیته نړیوالې الوتکې د افغانستان له فضا تېرې شي د میاشتې ۱۸۰۰ پروازه کېږي چې ټول میاشتني عواید يې یو میلیون دوه لکه ۹۶زره ډالره او ټول کلني عواید يې شاوخوا پنځلس نیم میلیونه ډالره کېږي.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال بیا د افغانستان له فضا په ورځني ډول له ۳۵۰ تر ۴۰۰ د عبوري الوتکو راپور ورکول کېده چې کلني عواید يې نږدې اویا میلیونه ډالره اټکل شوي وو.

د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل د دې هېواد د رادار سیستم د ویجاړېدو راپورونه ورکول شول، چې له امله د افغانستان هوايي ټرانسپورت له ستونزو سره مخ شو.

طالبانو څو ورځې مخکې د کابل هوايي ډګر په ګډون د دوه نورو هوايي ډګرونو تړون له يو عربي شرکت لاسليک کړ.
طالبانو څو ورځې مخکې د کابل هوايي ډګر په ګډون د دوه نورو هوايي ډګرونو تړون له يو عربي شرکت لاسليک کړ.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو حکومت د کابل د هوايي ډګر په ګډون د کندهار او هرات د هوايي ډګرونو د ځمکنیو خدماتو د وړاندې کولو هوکړه د ګک په نوم د متحده عربي اماراتو له یو شرکت سره تمدید کړه.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، د دغه هوکړه عملي شوې او اوس مهال د یاد شرکت کارکونکي د افغانستان په دریو هوايي ډګرونو کې ځمکني خدمات وړاندې کوي.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ یاد شرکت له وړاندې د افغانستان په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې خدمات وړاندې کول چې د طالبانو حکومت ورسره څو ورځې وړاندې د ځینو شرایطو په بدلون یاد تړون تمدید کړ.

XS
SM
MD
LG