د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۴

تاشکند او عشق اباد له طالبانو سره څه ډول اړیکې پالي؟


تاشکند او عشق اباد له طالبانو سره څه ډول اړیکې پالي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:41 0:00

ترکمنستان او ازبیکستان د منځنۍ اسیا دوه هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د نورو هېوادونو په مقایسه متفاوتې اړیکې لري. څو اونۍ مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ترکمنستان پلازمېنه عشق‌اباد کې یې د افغانستان سفارت ته ګومارل شوی شارژدافیر فضل محمد صابر معرفی کړی دی. همدارنګه ازبیکستان مخکې له دې چې افغانستان کې طالبان بیا واکمن شي، له طالبانو سره اړیکې پاللي او اوس هم ظاهرا داسې ښيي چې ګوندې له طالبانو سره په یو شمېر شریکو اقتصادي پروژ و کې همکاري کوي. د طالبانو تر واک لاندې کابل د تاشکند او عشق اباد سره د څه ډول اړیکو په لټه کې دی؟ ترکمنستان او ازبکستان په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته په کومه سترګه ګوري؟ په دې منځ په سیمه کې د هغو سترو اقتصادي پروژو لر لید څه دی چې د ترکمنستان، ازبیکستان او افغانستان ترمنځ شریکې دي؟ په دې پوښتنو ددې اونۍ د مثلث په بحث کې د ازادي راډیو د ترکمني څانګې مشر فرخ یوسفي ، د تاجکي څانګي منیجینګ ایډیټر سراج الدین اسلام او له ازادي راډیو اجمل اند خپلو کې بحث کوي.

XS
SM
MD
LG