د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې پر نشه يي موادو د نړیوال کنټرول ستراتيژۍ په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.
په دې راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او هيرويينو او ښیښې د جوړولو دوام په اړه اندېښنه ښودل شوې او دا يادونه هم شوې چې اوس هم له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته هغه کېمياوي مواد قاچاقېږي چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځینې اخيستل کېږي.
د امريکا متحده ايالاتونو ويلي، د تېر ميلادي کال د اګسټ په مياشت کې په کابل کې د دوی د سفارت له تړلو سره، د امريکا د غير بشري مرستو له بندېدو سره سم، له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې د دوی مالي مرستې او تخنيکي همکاري هم درېدلې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې ويل شوي، دې ټکي ته په کتو سره چې طالبانو پخوا د نشه يي موادو د کاروبار له لارې پيسې ګټلې، اوس امريکايان او ملګري يې د طالبانو د حکومت کړنې څاري چې بيا د نشه يي موادو د کاروبار له لارې پيسې ترلاسه نه کړي او له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د دې اندېښنو په اړه ازادي راډيو ته وويل چې د دوی حکومت له نشه يي موادو سره مبارزې ته ژمن دی، خو مالي ستونزې د دې سبب شوي چې دا مبارزه تر اوسه دومره موثره نه وه.
دی وايي:" اسلامي امارت د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د توليد مخنيوي لپاره له خپل ظرفيت او امکاناتو څخه کار اخيستی دی، خو تاسې پوهېږئ چې په افغانستان کې بزګران بې وزله دي او د بديل کښت په برخه کې له هغوی سره مرسته نه ده شوې، په دې اړه امريکا او نور هېوادونه هم مسئوليت لري، د اسلامي امارت توانايي لږ ده، له همدې امله تر اوسه په دې برخه کې موثر ګامونه نه دي اخيستل شوي، خو اراده شته. "
د امريکا له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ويلي چې د دوی د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې پر خپلو مالي او تخنيکي همکاريو له سره غور کوي.
په دې راپور کې ويل شوي، په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې له پروګرام سره د مرستې يوه لاره دا ده چې دا مرستې د ملګرو ملتونو او نادولتي ټولنو له لارې وشي.
په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتونو د سياسي او نظامي حضور له پایته رسېدو سره سم، ډېری هغه ادارې وتړل شوې او يا يې لږ تر لږه فعاليتونه کم شول چې نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې يې فعاليت کاوه او د امريکا له خوا يې مالي او تخنيکي مرستې ترلاسه کولې.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته هم اشاره شوې چې د پخواني حکومت پرمهال به يې هره مياشت د نشه يي موادو تر سلو ډېر قاچاق کوونکي محاکمه او زنداني کول، خو د امريکا د مرستو له بندېدو سره که څه هم دا مرکز بيرته فعال شوی، خو په تېرو شپږو مياشتو کې يې د نشه يي موادو د قاچاقو يوه قضیه هم نه ده څېړلې.
د يادونې وړ ده چې د امريکا متحده ايالاتونو له ۲۰۰۳ ميلادي کاله بيا تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله پورې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ۹.۵ ميليارډه امريکايي ډالر لګولي دي.
ددې راپور غږیزه بڼه دلته واورئ: