د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۸

د جرمني صدراعظم ایران ته: د اټومي موافقې په اړه پیل شوې خبرې مه خرابوئ 


ارشیف؛ د اټومي تړون مذاکرات
ارشیف؛ د اټومي تړون مذاکرات

د جرمني صدراعظم اولاف شولز پرون د مونشن یا مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل، اوس د واقعیت وخت رارسېدلی او ایران دې روان مذاکرات نه خرابوي.

هغه دغه راز خبرداری ورکړ، که ایران د یورانیمو پخولو یا غني کولو ته دوام ورکړي او د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې څارنه وځنډوي، دا به د نړۍ قدرتونو ته د «نه منلو» وړ کار وي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز د مونشن کنفرانس ته په خبرو کې وویل، د ویانا د مذاکرو د ناکامۍ خطر شته.

اولاف شولز د مونشن کنفرانس ته په خبرو کې وویل، د ویانا د مذاکرو د ناکامۍ خطر شته.
اولاف شولز د مونشن کنفرانس ته په خبرو کې وویل، د ویانا د مذاکرو د ناکامۍ خطر شته.

شولز وایي:" موږ اوس دا چانس لرو، څو پر داسې موافقه سلا وکړو، چې د بندیزونو لغو کېدو ته اجازه ورکوي. په عین حال کې که په چټکۍ بریالي نه شو، د دغو مذاکرو د ماتې خطر شته. د واقعیت شېبه رارسېدلې او د ایران رهبرۍ اوس یو انتخاب لري."

جرمني، فرانسه، بریتانیا، روسیه او چین په مستقیم ډول خو د امریکا متحد ایالاتونه په غیرمستقیم ډول په ویانا کې له ایران سره په مذاکرو کې برخه لري.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸کال کې له اټومي تړونه د وتلو او پر ایران د لا سختو اقتصادي بندیزونو لګولو اعلان وکړ چې دې مسئلې د ایران پولي واحد ته سخت ګوزار ورکړ.

د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۱۵کال اټومي تړون ته له ستنېدو سره لېوالتیا ښوولې ده.

غربي ډیپلوماتانو څو ورځې مخکې ویلي و چې د اټومي تړون د بیا احیا لپاره مذاکرې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي او موافقه ممکنه ده.

بل خوا د ایران رهبر ایت الله علي خامنه اي تېره پنج شنبې ویلي و چې ایران اټومي وسلې ته نه، بلکې اټومي انرژۍ ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG