افغانستان
د پخواني اجراییه ریاست د لومړي مرستیال زوی او یو ساتونکی وژل شوی

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د پخواني حکومت د اجراییه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان په کور کې د ډزو په پېښه کې د نوموړي زوی او یو ساتونکی وژل شوي دي او مېرمن یې او یو بل کس ټپیان دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر ټویټر لیکلي دي چې دا پېښه د یوې کورنۍ لانجې په پایله کې شوې ده.
هاخوا د پخواني حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله دا پېښه د یوې کورنۍ پر حریم برید بللی او غندلی یې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو حکومت د هند او پاکستان ترمنځ پر ترینګلتیا اندېښنه وښوده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیا پر زیاتېدو اندېښنه وښوده ویې ویل چې دا وضعيت د سيمې په ګټه نه بولي.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.
سره له دې چې پاکستان د طالبانو کلیدي متحد انګېرل کېده، د دغه هیواد او طالبانو اړیکې په ځانګړي ډول وروسته له دې خړپړې شوې چې تېر کال پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه.
د دې خلاف بیا له هند سره د طالبانو اړیکې نژدې شوې دي. دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د هند او طالبانو اړیکې ډېرې ترینګلې وې.
ایراني رسنۍ : امیرخان متقي راتلونکې اونۍ تهران ته سفر کوي

یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، به د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړي.
د مهر خبري آژانس د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) راپور ورکړ چې د طالبانو د پلاوي او ایراني چارواکو ترمنځ به په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو ګټو په اړه خبرې وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه تهران ته د متقي د دې احتمالي سفر په اړه څه نه دي ویلي.
ایران د هغو لږو هېوادونو له ډلې څخه دی چې له د طالبانو له حکومت سره تعامل لري او د دوی د ډیپلوماټانو استازیتوب یې منلی دی.
په لسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او احتمالي سیلابونو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په لسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او له کبله یې د احتمالي سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن (چهارشنبه) به خوست، پکتیا، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پروان، بدخشان، نورستان، کاپيسا او کابل ولایتونه د سختو ورښتونو شاهدان وي، چې ورسره د سیلابونو د راوتلو احتمال هم شته.
تمه ده، چې د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ ميليمتره پورې وي.
همداراز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هېواد په مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د نسبتاً تندو بادونو د لګېدو امکان شته، چې چټکتیا به یې په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومتره وي.
دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د تېرې جمعې په ورځ د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د سیلابونو له امله لږترلږه پنځه تنه مړه شوي وو.
په بدخشان کې وروستیو سیلابونو کرنیزې ځمکې، استوګنیزې ودانۍ ویجاړې کړې وې او ځینې لارې یې هم تړلې وې.
حامد کرزی: پاکستان دې د افغان شخصیتونو نومونه د راکټونو پر ځای په علمي مرکزونو کېږدي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان غوښتي چې د افغان شخصیتونو نومونه دې د وسلو او راکټونو پر ځای پر خپلو علمي او فرهنګي مرکزونو کېږدي.
ښاغلي کرزي دا څرګندونې پر خپل ایکس/ پخواني ټویټر وروسته له هغې کړې، چې تېره اونۍ پاکستان د «ابدالي» په نوم یو نوی بالستیک توغندی وازمویه.
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې، پاکستان له دې وړاندې هم خپل راکټونه «غزنوي» او «غوري» نومولي، حال دا چې" همدا اوس هلته مېشت افغانان له بد او ځورونکي چلند سره مخ دي."
د حامد کرزي په وینا، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په خپله غېږه کې زیات شمېر علمي، فکري او فرهنګي شخصیتونه، ویاړلي مبارزین او پاچاهان روزلي، چې " نړۍ یې په درنښت یادوي او له نومونو یې په مناسبه توګه استفاده کېږي. "
د هند د وچو مېوو د شورا مشر له افغانستانه د مېوو د وادرولو لپاره د هوايي دهلېز غوښتنه وکړه

د هند د وچو مېوو شورا له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه هند ته د وچو مېوو د لېږد لپاره دې یو هوايي دهلېز جوړ کړي، ځکه چې له پاکستان سره د هند پوله تړل شوې ده.
هندي رسنیو نن (سې شنبې) د یادې شورا د مشر، ګونجن جېن، له قوله ویلي چې دوی دا مهال له حکومت څخه همدا غوښتنه کوي. افغانستان ډېر ممیز، اینځر او زردالو تولیدوي، خو اوس چې پولې تړل شوې دي، دا محصولات هند ته نه شي رارسېدای.
د اپرېل په ۲۲مه، د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې ۲۷ سیلانیان ووژل، چې له امله یې د هند او اسلاماباد اړیکې نورې هم ترینګلې شوې او هند خپلې پولې له پاکستان سره وتړلې.
هند تور پورې کړ چې حمله کوونکي له پاکستان څخه ورغلي وو، خو پاکستان دا تور ردوي.
یو ان اچ سي آر: اپریل میاشت کې په سلګونو زره افغانان په سختو شرایطو کې خپل هیواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو د نامعلوم برخلیک په اړه اندیښمنه ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو د نامعلوم برخلیک په اړه اندیښمنه ده.
دې کمیشنرۍ د دوشنبې په ورځ، د غویي په ۱۵مه، یو راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو چې یوازې په اپریل کې، ۲۸۰ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي او بیرته راستنیدو ته اړ ایستل شوي دي.
ددې سازمان په وینا، د اپریل په میاشت کې له پاکستان څخه له راستانه شوي ۱۴۴زره کسانو څخه، ۳۰ زره یې شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ( یو ان اچ سي آر) وایي،
ډېری دا کسان څو لسیزې مخکې له افغانستانه وتلي وو، او اوس چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي، نه پوهېږي چې چیرې ولاړ شي او څه وکړي.
د ملګرو ملتونو اداره زیاتوي چې ډېری بېرته ستانه شوي کسان نه پوهېږي چې څنګه په داسې هېواد کې د خپلو ماشومانو پالنه وکړي، چېرې چې فقر او بېکاري په وروستیو کلونو کې ډېره شوې او نیمایي وګړي یې د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره په بهرنیو مرستو پورې تړلي دي.
ایران کې دوه افغانان اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور له مخې، په دې وروستیو کې په دې هیواد کې دوه افغانان اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور له مخې، په دې وروستیو کې په دې هیواد کې دوه افغانان اعدام شوي دي.
دغه سازمان، چې له ایران څخه بهر فعالیت کوي، د دوشنبې په ورځ، د غویي په ۱۵مه، راپور ورکړ چې د دغو دوو افغان اتباعو او څلورو نورو بندیانو د اعدام حکم تېره چهارشنبه د کرج په قزل حصار زندان کې عملي شوه.
اعدام شوي کسان د قتل، د مخدره توکو قاچاق او جنسي تیري په تور تورن شوي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان زیاته کړه چې په تیرو پنځو کلونو کې په دې هیواد کې د مخدره توکو د قاچاق پورې اړوند اعدامونه د پام وړ زیات شوي دي.
دغه سازمان چې په ایران کې د اعدامونو مخالفت کوي، ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې په ایران کې ۳۹۵ کسان په مختلفو تورونو اعدام شوي دي.
یو ان اف پی ای: قابله ګانې په افغانستان کې د اړینو روغتیایي خدماتو ۹۰ سلنه چمتو کوي

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ( یو ان اف پی ای) د قابله ګانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ، وایي چې قابله ګانې په افغانستان کې د اړینو روغتیایي خدماتو ۹۰ سلنه چمتو کوي.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ( یو ان اف پی ای) د قابله ګانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ، وایي چې قابله ګانې په افغانستان کې د اړینو روغتیایي خدماتو ۹۰ سلنه چمتو کوي.
د ملګرو ملتونو ادارې نن دوشنبه، د غویي ۱۶مه، په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې په بحراني حالتو کې د روغتیايي پاملرنې ځانګړې اړتیا، په تېره د امیندوارۍ او زیږون پر مهال، بنسټیزه ده، او دا قابلهګانې دي چې د دغو خدمتونو په وړاندې کولو سره د ډېرو خلکو ژوند ژغوري.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق تر دې مخکې هم ویلي وو، چې افغانستان د میندو او نوې زیږېدلو ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره له ۱۸ زرو څخه ډېرې قابلهګانو ته اړتیا لري، خو د نجونو د زدهکړو بندیز او د صحي انسټیټوټونو تړل کېدو په دې برخه کې سخت کمښت رامنځته کړی دی.
د قابلهګانو نړېواله ورځ داسې مهال رارسېدلې چې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۳ کال د قوس په میاشت کې په افغانستان کې د نیمه عالي انسټیټوټونو کې د قابلګۍ په برخه کې زدهکړې منع کړې. دغه پرېکړه د نړېوالو ادارو سخت غبرګون راپارولی او دا یې د افغان ښځو پر روغتیا یو سخت ګوزار بللی دی.
د طالبانو یو پلاوی د نشه يي موادو پرضد د مبارزې په اړه د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی

د کورنیوچارو وزارت د مخدروموادو پرضد د مبارزې معینیت وايي چې د دې وزارت یو پلاوی له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلی دی.
دې معینیت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې د معین ملا عبدالحق آخوند همکار په مشرۍ پلاوی به د دې سفر پرمهال له قطري چارواکو سره د نشه یي توکو د کنټرول لپاره د ګډو هڅو پر اساس د نظر تبادله وکړي او د همکاریو د پراختیا په اړه به خبرې وکړي.
طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو د کر او د نشه يي موادو د تولید او قاچاقو د له منځه وړلو ژمنه کړې خو په عین حال کې د ملګروملتونو ویلي چې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره یوې همغږې ستراتیژۍ ته اړتیا شته.
د ملګروملتونو د مخدروموادو پرضد د مبارزې ادارې په تېره کب میاشت کې وویل، دا ستراتیژي باید قاچاقي شبکې په نښه کړي او په داسې ډول یې له منځه یوسي چې د افغان بزګرانو د ژوند د ښه کیدو لپاره پانګونه وشي.
UNHCR وايي، خپل هېواد ته راستنېدونکې افغانې نجونې او ښځې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري UNHCR وايي چې په تېره اپریل میاشت کې ۲۵۰ زره افغان کډوال په ډېر بدحالت کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون (د غويي ۱۴مه) پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې په راستنیو شویو افغانانو کې هغه ښځې او نجونې هم شاملې دي چې د نجونو او ښځو پر تعلیم، کار او د تګ راتګ پر آزادیو د لګېدلو محدودیتونو له کبله له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ دي.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ غوښتنه کړې چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.
یو ان ایچ سي آر له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان مخ په زیاتېدو بشري ناورین له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو په جبري ستونې سره نور هم پراخېږي. د ملګروملتونو دې ادارې د اپریل په ۲۹ مه په یوه بیان کې وویل چې سلګونه زره افغانان په جبر سره د خطر په لور استول کیږي.