د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې اووم مقام ترلاسه کړ.
د کرکټ نړیوالې شورا په یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ د نړۍ د شلو لوبډلو مقامونه اعلان کړل.
د دې درجه بندي له مخې لومړی مقام د نیوزیلنډ او بیا د استرالیا د لوبډلې دی او شلم ځای د عربي متحد اماراتو د ټیم دی.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه بیان کې چې په خپلې فیسبوکپانې کې یې خپور کړی دی ویلي دي چې دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله د پنځوس اووره سیالیو په درجه بندي کې تر دې مقامه رسیږي.
د دې نوې درجه بندي له مخې د افغانستان د کرکټ ټیم په پنځوس اووره لوبو کې تر انګستان او ویسټ اینډیز لوبډلو مخکې شوی دی.