د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۹

امریکا کې په یوه ورځ د متا شرکت ونډه ۲۶سلنه راښکته شوه

د امریکا بیرغ
د امریکا بیرغ

د متا شرکت اسهام په یوه ورځ دومره ټیټ شول چې د امریکا د متحد ایالاتونو په تاریخ کې کله هم یوه شرکت ته د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې دومره زیان نه دی اوښتی.

د متا شرکت اسهام د پنجشنبې په ورځ ۲۶ په سلو کې ښکته شول چې د دې ورځې په ترڅ کې یې تر دوه سوه شل میلیارډه ډېر ډالر له لاسه ورکړل.

د دوه زره یو ویشتم کال د وروستیو درېیو میاشتو د ګټو له اعلان وروسته معلومه شوه چې دې شرکت هغومره ګټه نه ده کړې چې وړاندوینه یې شوې وه، وار له مخه داسې اټکل کېده چې د دې درېیو میاشتو عواید به دیرش میلیارډه ډالر وي، خو دا عواید د اووه ویشت او نهه ویشت میلیارډه ډالرو ترمنځ کچې ته ورسېدل.

همدا راز په تېرو اتلس کلونو کې د فیسبوک د کاروونکو شمېر د پروسږکال په وروستیو درېېو میاشتو کې نژدې نیم میلیونه کم شو چې دا هرڅه د دې باعث شول چې د متا په نوم د فیسبوک، انسټاګرام او وټساپ د شرکت هر سهم له درې سوه درویشت ډالرو دوه سوه نهه دیرش ډالر ته د پنجشنبې په ورځ ښکته شي.

د پروسږکال د وروستیو درېیو میاشتو د کاروونکو شمېر نژدې نیم میلیونه کم شوی چې اوس یو میلیارډ او نهه سوه دیرش میلیونه پاتی دی.

متا شرکت وایي، سږکال به په لومړۍ نیمایي کې له ګواښونو سره مخامخ وي.

  • 16x9 Image

    احمد شیبر

    چک جمهوریت، پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغان څانګې خبریال

This item is part of
XS
SM
MD
LG