پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ډیریو سوداګرو ښځو کډوالي د دې لامل شوه چې یادې سوداګرې مېرمنې خپله سوداګرۍ له لېرې لارې یا په انلاین توګه پر مخ یوسي.
د هرات ولایت اوسیدونکی ۳۸ کلنه مریم جامع اوس مهال په جرمني کې اوسېږي.
اغلی جامع له ۱۷ کلونو راهیسې د بانو په نوم د یوه سوداګریز شرکت رئیسه ده.
مریم وایي چې له ۵۰ زره افغانیو پانګې یي سوداګري پیل کړه او له درېیو کلونو وروسته یې وکړای شوای چې خپلې سوداګرۍ ته په مسلکي توګه وده ورکړي خو په خبره یې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د امنیتی ستونزو له امله هېواد پرېښود.
اغلی جامع ازادي راډیو ته وویل چې جلا وطني او شته ستونزو له سوداګرۍ سره د دې مینه نه ده کمه کړې.
نوموړې وایي:" له نیکه مرغه ټولنیزي شبکې په ځانګړي ډول واټس اپ او تلګرام له لېرې لارې د سوداګرۍ د مدیریت لپاره ګټورې ثابتېږي، زه خپل سوداګریز پروګرامونه او د شرکت چارې له همدې لارې مخته وړم. دغه شان غواړم چې خپل تولید شوي توکي دلته هم وپلورم او د دې ځای په بازارونو کې ښه رقابت ولرو."
صفیه محیطي بله سوداګره مېرمن ده چې په افغانستان کې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله اوس په البانیا کې ده او کډوالۍ په یوه کمپ کې اوسېږي.
اغلی محیطي له ۱۳۹۵ کال راهیسې بیا د طالبانو تر دویم ځل واکمنۍ د هوټل جوړولو او صنایعو په برخه کې پر کار بوخته وه.
صفیې محیطي ازادي راډیو ته وویل چې د خپلې سوداګرۍ د پرمخ بیولو لپاره به مبارزه کوي.
اغلې محیطي وایي:" سوداګري داسی کار نه دی چې په وړاندې یي خنډ موجود وي، د پیغمبر مېرمنې هم سوداګري کوله او خپله سوداګري یې له خپل میړه او له یو ډله خلکو سره مخته وړله. زه غواړم د دې بې عدالتیو په وړاندې مبارزه وکړم او دا ثابته کړم چې که ښځه په کور هم کېنول شي نو کولای شي کار وکړي."
خو شرایط او حالات د ټولو لپاره یو شان نه دي.
د سمیرا نوري په نوم ځوانه سوداګره وايي چې له ۱۷ کلنۍ یې د جامو او درملو انلاین سوداګري پیل کړه او د سوداګرۍ په ودې سره یې دوه کاله وړاندی عملاً پلورنځی جوړ کړ.
د مینه برند مالکه سمیرا نوری چې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې د خپلې کډوالۍ د غوښتنلیک د منل کېدو په تمه ده، ازادي راډیو ته یې وویل، د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د څو میاشتو لپاره هڅه وکړه چې خپلې سوداګرۍ ته په انلاین بڼه دوام ورکړي، خو په خبره یې د اقتصادي ستونزو له امله بریالۍ نه شوه.
اغلې نوري وایي:" موږ مجبوره یو فروشګاه بنده کړو، ځکه زیان کوو، له کرایې نیولې تر برښنا ټول تاوان دی. زما لپاره به دا ډېره ځورونکي وي، ځکه پرته له دې چې واورې یا باران ته فکر وکړم د فروشګاه د جوړولو په مهال د هرې خښتې او تیږې د کېښودو په وخت کې حاضره وم، ترڅو فروشګاه مې جوړه شي. خو اوس زه بېرته همغه پنځه کاله پخوا ته ورګرځم او اړه یم چې له صفره یې پیل کړم."
اوس مهال چې په نړۍ کې ځیني ستر سوداګریز شرکتونه خپل توکي په انلاین ډول پلوري، داسې ښکاري چې افغان مېرمنې به هم په نږدې راتلونکي کې وکولای شي چې خپله سوداګري په دې بڼه مخته یوسي.
د افغان مېرمنو د سوداګرۍ خونې رئیسه منیژه وافق وایي، دوی هڅه کوي چې په راتلونکي کې یوه انلاین پاڼه جوړه کړي چې په هغې کې به هره سوداګره مېرمن یوه پاڼه ولري او له همغې لارې به خپله سوداګري کوي.
اغلې وافق وایي:" اوس مهال د انلاین خرڅلاو د یوه وېب سایټ پر جوړولو کار کوم چې په هغې کې به د هرې سوداګرې میرمنې توکي مجازي دکان ولري،هره مېرمن به په دغه سایټ کې خپل محصولات نندارې ته ږدي، ځانګړی نوم به پرې ږدي او د خپلو محصولاتو ځانګړنې به بیانوي اونړیوالو ادارو ته به یې وړاندې کوي. موږ به هڅه وکړو چې دا وېب پاڼه تر امریکا، اروپا، استرالیا، کاناډا او هغو هېوادونو معرفي کړو چې په کې افغاني محصولاتو ته لیوالتیا او بازار موجود وي. موږ هیله مند یو چې د مارچ تر اتمې د ښځو د پیوستون تر نړیوالې ورځې دا وېب پاڼه پرانېزو."
که څه هم چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته او د دوی د حکومت له لوري د ښځو پر فعالیتونو د محدودیتونو له رامنځته کېدو سره ډېری سوداګرو مېرمنو و نه کړای شول چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو طالب چارواکي وایي چې په افغانستان او له افغانستانه بهر د ښځو له سوداګرۍ سره هېڅ ستونزه نه لري.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، ښځې کولای شي د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره سوداګري وکړي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي:"هغه ښځې چې سوداګري کوي، د سوداګرۍ خونه له ډېری هغو سره په اړیکه کې ده او هغه ښځې چې د سوداګرۍ لپاره سفر کوي نو باید شرعي محرم ولري او په کومو ځایونو کې چې سوداګري کوي باید اسلامي ارزښتونو سره برابر وي. موږ په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه لرو."
خو د افغان مېرمنو د سوداګرۍ خونې رئیسه منیزه وافق په دې باور ده چې د طالبانو حکومت نجونو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه ورکوي او هغو ښځو چې دولتي دندې یې درلودې په کور یې کېنولې، نو د سوداګرو مېرمنو په وړاندې به هم ورته چلند وکړي.
د افغان میرمنو د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو له واکمنۍ مخکې په افغانستان کې ۲۳۷۱ مېرمنو رسمي او ۵۶۰۰ مېرمنو هم غیر رسمي سوداګري کوله او د لاسي او ماشیني صنایعو، د قیمتي ډبرو، خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د پلور په برخه کې یې فعالیت درلود.
د یادې خونې د مسؤلانو په خبره، د دغو مېرمنو په نوښت په پیل شویو سوداګریزو فعالیتونو کې د ۷۵ زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.
خو دا چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته څه شمېر ښځو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی، دا نه ده معلومه.