د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د ایران د اټمي تړون د بیا احیا لپاره مذاکرات ودرول شول


ارشیف، د ایران د اټمي تړون د بیا احیا لپاره ویانا کې مذاکرات
ارشیف، د ایران د اټمي تړون د بیا احیا لپاره ویانا کې مذاکرات

د ایران د اټمي تړون د بیا احیا لپاره د مذاکرو اتم پړاو چې په ویانا کې روان و، پرون ماسپښین د نوي میلادي کال د پای د رخصتۍ له کبله د درېیو ورځو لپاره وځنډول شو.

په دغو خبرو کې د ایران ترڅنګ د بریتانیا، جرمني، فرانسې، روسیې او چین ډیپلوماتانو برخه درلوده.

غربي ډیپلوماتانو دغه خبرې عاجلې او ایران هغه مثبتې ارزولې دي.

د ایران د هیئت مشر علي باقري د مذاکرو تر ځنډېدو مخکې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مرستیالې انریکه مورا سره وکتل.

په دغو خبرو کې د روسیې استازي میخایل اولیانوف په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ویانا د مذاکرو په چوکاټ کې غیر رسمي سلا مشورې روانې دي. د ایران هیئت دغه خبرې مثبتې ګڼلې دي.

د ویانا په مذاکرو کې د امریکا هیئت هم حضور درلود، خو په خبرو کې یې په مستقیم ډول برخه نه‌درلوده.

تهران په دغو خبرو کې د امریکا له‌خوا د لګول شویو بندیزونو د لیرې کېدو ترڅنګ نوې غوښتنې مطرح کړې دي.

بل‌خوا د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ چې د ایران پر اټمي ظرفیتونو اندېښنه لري، د سې شنبې په ورځ ویلي و، هېواد یې د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو ترمنځ د ښې موافقې مخالف نه‌دی، خو شک لري چې د تازه خبرو پر مهال دې داسې کومه موافقه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د مذاکرو د پرمختګ په اړه خبرې به اوس تر وخت مخکې وي.

د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ اټمي تړون په ۲۰۱۵م کال کې لاسلیک شو چې ایران د ځینو اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې خپل اټمي پروګرام محدود کړی و.

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې له دغه تړون څخه د واشنګټن د وتلو او پر ایران بېرته د بندیزونو لګولو اعلان وکړ.

د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ

ایران له هغې وروسته له خپلو هغو ژمنو چې په اټمي تړون کې یې کړې وې، سرغړونه پیل کړه.

تهران په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې د څه باندې ۶۰ فیصده یورانیمو غني کول‌یې پیل کړي دي، دا په اټمي تړون کې د ۳،۶۷ فیصدو تر ټاکل شوي حد خورا زیات غني شوي یورانیم دي.

ویل کېږي، له ۹۰ فیصده غني شویو یورانیمو په اټمي وسلو کې کار اخیستل کېدای شي.

د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلامي په تهران کې تېره شنبه ویلي و، که په ویانا کې د مذاکرو تازه پړاو ناکام هم شي، ایران نه‌غواړي د خپلو غني شویو یورانیمو اندازه له ۶۰ فیصدو واړوي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو پرون پنجشنبه د ایران له‌خوا فضا ته د نوي توغندي پر توغولو اندېښنه وښوده او ویې‌ویل، دغه توغول د ایران د میزایلو له پروګرام سره مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې وویل، دا تحول داسې وخت راځي چې ایران هڅه کوي اټمي تړون ته د ستنېدو لپاره د ډیپلوماسۍ لار تعقیب کړي.

د ایران سیمرغ فضايي میزایل
د ایران سیمرغ فضايي میزایل

ایران پرون وویل چې د یوه توغندي په مرسته‌یې درې تحقیقاتي وسیلې فضا ته وتوغولې.

ایران نور توضیحات نه‌دي ورکړي چې دغه وسایل د ځمکې مدار ته ورسېدل که نه، خو ویې‌ویل دا مدار ته د سټلایتونو د ځای پر ځای کولو د هڅو لپاره یوه ازموینه ده.

XS
SM
MD
LG