د جدي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل.
د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل له ورځې سره برابره ده چې سږ کالیې ۴۲مه کلیزه ده.
د سرو پوځونو د یرغل د ورځې په اړه طالبان او پخواني مجاهدین یوه خوله دي.
دوی د جدي شپږمه غندي او په افغانستان کې یې د جګړو پیلامه ګڼي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "شپږم د جدي د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ورځ ده، دا ورځ د افغانستان لپاره توره ورځ وه، دا د ۴۰ کلنې غمیزې د پیل ټکی و، نو ځکه دا ورځ د غندنې ده او افغانان ترې نفرت لري."
پخوانی مجاهد کریم خرم هم د دغې ورځې په اړه ورته نظر لري.
خرم وایي: "د جدي شپږمه د افغانستان د غمیزې د پیل ورځ وه او په افغانستان کې د بهرنیو د مداخلې او د دوی د پوځیانو د مداخلې پیلامه وه چې دا بده سلسله بیا متأسفانه ډېره زیاته وغځېده او موږ یې له اغېزه تر اوسه پورې هم نهیو خلاص شوي."
د ښاغلي خرم په تازه کتاب "۴۰ کاله په توپان کې" چې په دې وروستیو کې چاپ شوی دی د جهاد د دورې خاطرې پهکې دي.
په افغانستان کې د پخواني شوروي د ځواکونو د یرغل په ترڅ کې د حفیظالله امین په مشرۍ نظام ړنګ او ببرک کارمل واک ته ورسول شو.
امین د خلق ګوند او کارمل د پرچم ګوند مشران وو چې دا دواړه ګوندونه بیا د خلق ډيموکراتیک ګوند په نوم یوځای او د ۱۳۵۷کال د ثور په اوومه نېتهیې د سردار محمد داوود خان جمهوري نظام ړنګ کړ.
یو شمېر افغان سیاسي شنونکي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په اړه بېلابېل نظرونه لري.
سیاسي شنونکی او هغه مهال خبریال فاروق فردا وایي:. "د جدي د شپږمې نېټې مسئله چې په هېواد کې د روسانو د مداخلې مفهوم وړاندې کوي، راګرځي د خلق ډيموکراتیک ګوند په خپلمنځي اختلافاتو باندې، د ګوند یو اړخ د حذف او ځپلو په حالت کې واقع کېږي او بې له دې چې د افغانستان سیاسي وضعیت او مخالفو ډلو د تشکل موضوع ته پاملرنه وشي، له رهبر سره نا منصفانه چلند کېږي، په دې توګه شوروي ځواکونو ته د مداخلې زمینه برابره شوه چې د افغانستان د جګړې پیل ګڼل کېږي."
خو د همبستګي نهضت ګوند مشر اسحاق ګیلانی بیا وایي، که داوود خان خپلې د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره یوه نېټه ټاکلې وی، ډیموکراتیک ګوند واک ته نهرسېده او د دې ګوند د واکمنۍ تېروتنو به د روسانو د راتګ لپاره زمینه سازي نهکوله.
د ښاغلي ګیلانې په باور دغه تېروتنه د دې لامل شوه چې افغانستان تر دې مهاله په جګړو اخته وي.
ګیلاني وایي: "فکر کوم چې بنیاد یې داوود خان کېښود چې شاهي نظامیې ړنګ کړ، بیا یې ونهشو کولای چې د انتخاباتو نېټه وټاکي او انتخابات وکړي او هغه شخصیتونه چې هغه مهال ژوندي وو او عالي جناب شخصیتونه وو واک ته ورسبږي او جمهوریت ټينګ کړي، نو بنیاد له همغه ځای خراب شو."
لیکوال او سیاسي شنونکی علم ګل سحر بیا وایي، د افغانانو خپلمنځي ستونزې او بېاتفاقي د شوروي ځواکونو د یرغل لامل شو.
سحر زیاتوي: "داسې ډېر دي، خو زه فکر کومه لوی لاملیې د افغانستان د خلکو بېاتفاقي ده/ د خلق ډیموکراتیک ګوند داخلي ستونزې وې. که د افغانستان تاریخ ته وګورو له دې ډک دی چې یو ورور د بل ورور د ځپلو لپاره له بهرنیانو استفاده کړې ده، نو پهکار ده چې په دې اړه فکر وکړو."
ښاغلی سحر د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره د افغانانو په یووالي ټینګار صص کوي.
د جدي شپږمه هغه ورځ ده چې له ډېرو افغانانو یې قربانۍ اخیستي او کډوالۍ تهیې اړ کړي دي.
یو شمېر دوی د هغه مهال ترخې خاطرې بیانوي.
محمدالله وایي هغه مهال اته کلن و چې د ژمي په یوه سړه شپه کې ناپېژانده خلک د دوی کور ته ورغلل او د ده پلار یې له ځان سره بوتلو، اوس چې له هغه مهاله ۴۲ کاله اوښتي د خپل پلار په اړه معلومات نهلري او د پلار په اړه چې دی کوم تصویر په ذهن کې لري هغه د هماغې شپې تصویر دی.
محمدالله وایي: "زه وړوکی ومه او نهپوهېدم، کور کې ټګ ټک وشو/ پلار مې لاړو چې ور خلاص کړي، خو له هغه ورځې تر اوسه زما د پلار مړی او ژوندی ورک دی/ زما پلار هېڅ کوم سیاسي فعالیت نهدرلود او نه هم دولت کې و."
کفایتالله نبيخېل د افغانستان د حزب اسلامي ګوند د بنسټ ایښودونکي محمد یونس خالص وراره دی.
د نوموړي تره کلونه د شوروي ځواکونو پر وړاندې جنګېدلی.
ښاغلی نبيخېل، د هغو ورځو په اړه وایي چې دی د خپلې کورنۍ له ښځو او ماشومانو سره د تورخم له لارې خېبر پښتونخوا ته کدوال شو.
نوموړی زیاتوي: "زه ډېر وړوکی وم د هجرت په دوران کې، د کور کوچنی زه وم، مور ته مې ژړل چې ما ته ډوډۍ راکړه/ زموږ په کور کې نه ډوډۍ وه او نه پیسې وې چې له باندې مې اخیستې وی/ د هغه دورې دغه حالت زما هېڅکله له یاده نهوځي."
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل نهه کاله دوام وکړ او بالاخرهیې جنوا د پرېکړې له مخې چې د ۱۹۸۸ میلادي کال د اپرېل میاشتې په ۱۴مه نېټه ترلاسه شوه د ډاکتر نجیبالله د واکمنۍ پر مهال د حیرتانو له لارې خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل چې دې بهیر یو کال وخت ونیوه یعنې د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبروري د میاشتې په ۱۵مه نېټه بشپړ شو.
جنرال ګروموف د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو وروستی قوماندان چې له افغانستان ووت، نو د پولې په څنډه کې یې په خپلو شونډو کې څه وویل خو هېڅکله په تاریخ کې افشا نهشول.
مورخین وایي، ګروموف چې کله افغانستان پرېښود، نو ترخه موسکا یې په شونډو راغله.
هغه موسکا چې د یوه مات جنرال په څېره کې را څرګنده شي.