د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

جرمني د کرونا ویروس له بې‌سارې مثبتو پېښو سره لاس او ګرېوان شوی


ارشیف، جرمني کې په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال
ارشیف، جرمني کې په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال

جرمني د کرونا ویروس له بې‌سارې مثبتو پېښو سره لاس او ګرېوان دی او په اروپا کې نور هېوادونه هم د دې وبا د نوې څپې د مخنیوي لپاره د جدي ګامونو د اخیستو په هڅه کې دي.

د جرمني رابرټ کوخ انستتیوت نن راپور ورکړ چې په تېرو اوو ورځو کې د کرونا وبا پېښې د مخکېنیو اوو ورځو په پرتله ۵۰ فیصده زیاتې شوې دي، یعنې په هرو یو لک کسانو کې په تېرو اوو ورځو کې ۳۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په جرمني کې د کرونا وبا څلورمه څپه د انتقال په حال کې د حکومت یوه کلیدي موضوع شوې ده. درې ګوندونه په خبرو دي چې نوې کابینه جوړه کړي.

په جرمني کې په سپټمبر کې انتخابات وشول.

جرمني کې د سپټمبر میاشتې انتخابات
جرمني کې د سپټمبر میاشتې انتخابات

سوسیال ډیموکرات ګوند، زرغون ګوند او ډیموکرات خپلواک ګوند (اېف ډي پي) پر دې غور کوي چې کله حکومت جوړ کړي جدي ګامونه واخلي، خو تر اوسه دا څرګنده نه‌ده چې دوی به څه کوي.

ټاکل شوې ده چې هغې لایحې لپاره رایې واچول شي چې «درې جي» رول ورته ویل کېږي او هر څوک چې له عامه ترانسپورټ څخه کار اخلي باید د 'کووېډ-۱۹' منفي ټسټ ورسره وي یا یې واکسین کړی وي، همداراز د کار په ځای کې یا د واکسین پاڼه ورسره وي یا د 'کووېډ-۱۹' منفي ټسټ.

د جرمني پارلمان به دې لایحې ته رایې ورکړي چې مخکې تر دې په قانون بدله شي چې په جرمني کې بېړنی حالت چې د نومبر په ۲۵مه ختمېږي، نافذ شي.

د دې عام قانون ترڅنګ د نوي قانون له مخې به د جرمني په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې شي.

په دې اړه هم په جرمني کې خبرې روانې دي چې پر هغو کسانو بندیزونه ډېر شي چې واکسین شوي نه‌دي، د زرغون ګوند مشر ویلي دي چې پر هغو کسانو دې یو مخ بندیز ولګول شي چې واکسین شوي نه‌وي.

ارشیف، جرمني کې د کرونا ویروس د تطبیق لړۍ
ارشیف، جرمني کې د کرونا ویروس د تطبیق لړۍ

په جرمني کې د واکسین شویو کسانو شمېر ۶۷ فیصدو ته رسېږي.

په یوه میاشت کې به په ایټالیا کې هم د کار په ځای کې واکسین حتمي شي او استریا لومړی اروپایي هېواد دی چې پر هغو کسانو یې بندیز لګولی دی چې واکسین شوي نه‌وي.

په ورته وخت کې فرانسې د ماسک اغوستل اجباري کړي او له بهرنیو هېوادونو یې د خلکو ورتګ سخته کړی دی، هالنډ د ژمي په لومړیو کې د محدودیتونو د لګولو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG