د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې نن په یو خبري کنفرانس کې له افغانستانه د خبریالانو د ویستلو په پروسه کې په فساد اندېښنه وښوده.
دغه ټولنې وویل چې د رسنیو یو شمېر بنسټونو د خبریالانو له نوم ناوړه ګټه اخیستې او له افغانستانهیې د خپلو کورنیو غړي او ملګري ویستلي دي.
د خبریالانو ملي ټولنې په دې اړه د کوم ځانګړي بنسټ یا شخص نوم وانهخیست، خو ویېویل چې په دې اړهيې پرلهپسې شکایتونه ترلاسه کړي دي.
د دې ټولنې ویاند مسرور لطفي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۱۸» ازادي راډيو ته وویل: "موږ د دغه وضعیت په اړه اندېښمن یو او غوښتنه مو دا ده چې باید د یوې هوکړې پر بنسټ او د یو مېکانیزم له مخې له خبریالانو ملاتړ وشي، کومې مرستې چې کېږي باید د یوې ځانګړې برنامې له مخې خبریالان تشخیص او ورته ورسېږي، موږ په دې برخه کې له نورو بنسټونو سره همکاري کوو."
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د راپورونو پر بنسټ په دې هېواد کې په سلو کې ۷۰ رسنیو خپل فعالیتونه درولي او زیات شمېر خبریالانو د ژوند د پر مخ وړلو په هدف نورو کارونو ته مخه کړې ده.
یو له دوی حسیبالله یوسفي دی چې مخکې یې د خورشید ټلوېزیون سره د تصویر اخیستونکي په توګه کار کاوه.
اوسیې چې د کابل په یوه څنډه کې لاسي کراچۍ درولې او کېلې خرڅوي، وايي هڅه کوي چې خپلو ماشومانو ته یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړي.
نوموړي پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې ۱۵ کاله له خورشید ټلوېزیون سره کار کړی، خو د مخکېني حکومت له ړنګېدو وروسته د لسګونه نورو خبریالانو په څېر بېدندې شو.
ښاغلي یوسفي ازادي راډيو ته وویل چې د بېکارۍ له امله اړ شو چې د ښار په یوه څنډه کې له خپل ورور سره یوځای د تازه مېوې د پلور کار پیل کړي.
دی زیاتوي: "دوه میاشتې بېکاره وم، وروسته مې پرېکړه وکړه چې یوه کراچۍ واخلم او کېلې پرې وپلورم، په سړک اوس دا کار کوم، بس ورځ او شپه مو پرې تېرېږي، بېکاري زیاته ده، نه زموږ په غم کې څوک شول او نه خپله کوم خوا ته په وتلو وتوانېدو."
څو ورځې وړاندې د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې اعلان وکړ چې په دې هېواد کې ۷۰ په سلو کې رسنیو خپل فعالیتونه درولي او دغهشان ۷۰ په سلو کې خبریالان بېکاره شوي دي.
یو شمېر نور خبریالان چې له هڅو سره سره نهدي توانېدلي له افغانستانه ووځي بیا د خبریالانو د ویستلو په پروسه انتقاد کوي.
حسیبالله مستنصر چې مخکې يې له یوې نړیوالې رسنۍ سره د خبریال په توګه دنده درلوده اوس بېکاره شوی دی.
دی وايي له تېرو څو میاشتو راهیسې يې بېلابېلو ادارو ته اېمېلونه کړي، خو تر دې دمهيې له افغانستانه د وتلو د پروسې په اړه کوم مثبت ځواب نهدی ترلاسه کړی.
دی وايي: "زما په شان لسګونه نور خبریالان چې له نړیوالو او کورنیو رسنیو سرهيې کار کاوه او اوس په افغانستان کې پاتې دي، په وړاندې يې ګواښونه ورځ په ورځ زیاتېږي، خو تر دې دمه مو له دې هېواده د ویستلو په اړه هېڅ مثبت ځواب نهدی ترلاسه کړی او لا هم همدلته پاتې یو."
خو په افغانستان کې بېکاري یوازې د خبریالانو ستونزه نهده، بلکې دا شپې ورځې د ټولنې هر قشر له ورته برخلیک سره مخ دی.
دا اندېښنې داسې مهال دي چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د کام ایر هوايي شرکت د اګسټ په ۳۰مه د خبریالانو په نوم ۱۵۵ کسان چې د دغه شرکت د کارکوونکو د کورنیو غړي وو، متحده عربي اماراتو ته انتقال کړي دي.
دغهشان د خبریالانو او رسنیو په نوم د جعلي کارتونو او اسنادو جوړېدل د خبریالانو بله اندېښنه ده.