د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

یو.اېس نیوز: افغانستان د سیاسي پاشلتیا لور ته روان دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډپلوماټ مجله

ډپلوماټ مجلې د هغو افغان ترجمانانو په اړه لیکنه خپره کړې چې پخوا یې په افغانستان کې له ترکي پوځیانو سره کار کاوه.

د خپرونې له مخې، له افغانستانه د ترکي پوځیانو له وتلو او د طالبانو له واک ته رسېدو څه باندې دوې میاشتې وځي، خو هغه ترجمانان چې له دوی سره یې کلونه – کلونه کار کړی دی، په نامعلوم حالت کې شپې ورځې تېروي.

دوی شکایت کوي چې ترکیه د نورو هېوادونو په شان د ترجمانانو د ایستلو کوم پلان نه لري.

تر دې وړاندې څو تنو افغان ترجمانانو چې له ترکي پوځیانو سره یې کار کړی وو، ازادي راډیو ته ویلي وو له ترکیې غواړي چې د امریکا، بریتانیا، جرمني او نورو هېوادونو په شان چې د خپلو پوځیانو ترجمانان یې وایستل، دوی هم وباسي.

  • یو.اېس نیوز

یو.اېس نیوز خپرونې د افغانستان پر بد اقتصادي وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په سر کې د یوه سویډني چارواکي په قول راغلي: افغانستان ترهغه څه چې اټکل کېده د سقوط لور ته چټک درومي.

د الکساندر کارنویل په قلم په دې لیکنه کې د سوېډن د نړیوالې پراختیايي همکارۍ د وزیر په قول ویل شوي چې افغانستان د سیاسي پاشلتیا لور ته روان دی چې ورسره دا خطر تړلی چې دا هېواد په یوه نوي سیاسي بحران کې ښکېل شي.

د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو وروسته لوېدیځ او په مجموع کې نړیوالې ټولنې له دې هېواد سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ودرولې.

د سویډن د نړیوالې پراختیايي همکارۍ وزیر پیر اولسن فرید ویلي، د ده اندېښنه دا ده چې افغانستان د سقوط په درشل کې دی او دا سقوط تر هغه څه چې دوی مخکې فکر کاوه، چټک را روان دی.

فرید خبرداری ورکوي چې د افغانستان اقتصادي پاشلتیا به تروریستي ډلو ته لار هواره کړي.

دې ته ورته اندېښنې ځینو نورو لوېدیځو چارواکو هم څرګندې کړي دي.

د اروپايي اتحادیې ۲۷ غړیو هېوادونو چې سویډن هم په کې شامل دی، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي، خو له دې هېواد سره یې د پرمختیايي چارو لپاره مرستې درولي دي. دې ته ورته اقدام ګڼو نورو هېوادونو او نړیوال بانک هم کړی دی.

سویډن او نور هېوادونه وايي چې افغانانو ته مرستې د طالبانو په لاس نه رسوي بلکې په مستقیم ډول یا د مرستندویو موسسو له لارې اړو افغانانو ته مرستې ورکوي.

XS
SM
MD
LG