پر افغانستان د طالبانو واکمني او د اکتوبر پنځلسمه، د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ راورسیده.
یو شمېر کلیوالو ښځو ازادي راډیو سره خبرو کې د خپل ژوند پر وړاندې د شته ستونزو کیسې کړي.
دوی وایي، که څه هم د طالبانو په راتګ سره پر ښځو نوي بندیزونه لګېدلي دي خو په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالو مرستې هم دوی ته نه دي رسېدلي.
حمیده نورګل د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده. دا چې پر بزګرۍ بوخته ده وایي، افغانستان سره چې په دې تېرو شلو کې نړیوالو مرستې کړي، دا ټولې د هغو کسانو جېبونو ته تللي چې حقدار یې نه وو.
نوموړې زیاتوي: "له بده مرغه له موږ کلیوالو مېرمنو سره مرستې نه دي شوي تل پر بزګرۍ او سختو کارونو بوختې یو، تل زموږ په نوم شوې مرستې زورواکو اخیستې دي."
نرګس هم د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده وایي، افغان مېرمنو ته د نړیوالې ټولنې له مرستو سره بیا هم کلیوالې ښځې د یوې مړۍ ډوډۍ اړې دي:"موږ بې وزله بزګرې یو، کله چې د غرمې ډوډۍ وخورو دې ته حیرانه پاتېږو چې شپې ته به ډوډۍ له کومه کړو؟ موږ د نورو خلکو پټیو ته ورځو هلته کار کوو چې ځان ته ډوډۍ ومومو."
خو هغه مېرمنې هم چې په تېرو شلو کلونو کې یې د نړیوالې ټولنې له مرستو په یو ډول برخمنې شوې هم دي د طالبانو له راتګ وروسته د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښمنې دي.
ګل غنچه د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې ده، نوموړې ۳۵ کاله عمر لري او په دغه ولایت کې د شاتو د مچیو فارم لري.
ګل غنچه وایي، دا کار او بار یې د متحدو ایالاتو د پراختیا نړیوالې ادارې یا 'USAID' په مالي ملاتړ پیل کړی دی، خو په خبره یې د طالبانو په راتګ سره د محصولاتو د خرڅلاو لپاره یې بازار نشته: "د تېر حکومت له لوري له ماسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او ډېرو دفترونو هم له موږ سره د همکاریو ژمنې کړې وې، خو مرستې یې ونه کړې، د 'USAID' دفتر له مو سره پروژې درلودې او ژمنې یې کړې وې چې په راتلونکي کې به هم له موږ سره مرستې کوي، د طالبانو په راتګ سره له بده مرغه د بېلابېلو توکو نرخونه لوړ شوي او د شاتو بازار هم کم رنګه دی، موږ هیله مند یو چې اسلامي امارت د ښځو کار او بار ته پاملرنه وکړي."
له دې سره د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج چې څو موده مخکې د ټایمز مجلې له لوري د نړۍ له ۱۰۰ غوره څېرو معرفي شوه او اوس په کابل کې اوسېږي ازادي راډیو سره یې خبرو کې وویل چې هیله منده ده هغه لاسته راوړنې چې ښځو په تېرو شلو کلونو کې درلودلې، له لاسه لاړې نه شي.
نوموړې وايي: "په رښتیا هم له افغان کلیوالو مېرمنو سره مرستې نه دي شوي، زه هیله منده یم چې که له دې وروسته ښځو سره مرستې کېږي په سمه توګه دې ورته ورسېږي او باید ووایم چې دامهال ټولې افغان مېرمنې په داسې یو حالت کې دي چې نه یوازې ښځې بلکې نارینه هم له بد اقتصادي حالته سر ټکوي."
له دې سره د افغانستان د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي چې اوس د اروپایي ټولنې د سخاروف جایزې ته هم نومانده ده وایي، د کلیوالي ښځو په ځان بسیاینه به پر اقتصادي پراختیا او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې مستقیمه اغېز ولري.
اغلې سرابي زیاتوي: "یو څه چې ډېر مهم دي کلیوالې ښځې باید دا پیاوړتیا ولري چې له خپل حقه دفاع وکړي ځکه چې حق غوښتل کېږي، نه دا چې ورکړل شي، هغه سرچینې چې له دوی سره مرستې کوي دا کلیوالې ښځې باید ځان ورته ورسوي."
ازادي راډیو وغوښتل څو په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ولري، خو له هڅو سره-سره بیا هم ونه توانېده.
د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۰۷ کال کې په دسمبر میاشت کې د کلیوالو ښځو د فعالیتونو د ملاتړ لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د اکتوبر میاشتې ۱۵مه نېټه هرکال د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
دا ورځ د کښت او بزګرۍ د پراختیا، د خوړو د امنیت او له ټولنو د بې وزلۍ د کمېدو په برخه کې د کلیوالو ښځو د مهم رول لوبولو لپاره نمانځل کېږي.