ښاغلي مسلمیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر وروستیو شېبو ورته ویل شوي وو چې هر څه سم دي او افغانستان به د باعزته سولې خاوند شي.
له فضل هادي مسلمیار سره هیلۍ اسدمرکه کړې او په سر کې یې ترې د جمهوریت د ړنګېدو سبب پوښتلی دی.
مسلمیار: افغانستان کې هر څه د پردې تر شاه وشول
د طالبانو له واکمنیدو راهېسې نژدې دوه میاشتې پوره شوې خو لا هم دا چې ولې د افغانستان پخواني دولت د پراخو امکاناتو د لرلو سربېره څو ورځو کې سقوط وکړ روښانتیا نه شته. د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د پخواني دولت له مهمو چارواکو څخه و. له نوموړې سره په دې اړه هېلۍ اسد مرکه کړې چې دلته یې کتلئ شئ.