کله چې طالبانو افغانستان په بشپړ ډول ونيو، نو د نشه يي موادو د نیولو په اړه يې هېڅ راپور نه دی خپور کړی، خو په دې موده کې د سيمې ځينې هېوادونو ته له افغانستان څخه نشه يي مواد قاچاق شوي دي.
هندي چارواکو تازه اعلان کړی چې دوی د دې هېواد په ګجرات ایالت کې درې ټنه نشه يي مواد نيولي دي.
دوی وايي چې دا مواد د شوکاڼي په نوم قيمتي ډبرو سره يوځای په کانټينرونو کې پټ ايښودل شوي وو.
د ګجرات ايالت د کورنیو چارو وزير هارش سنګهوي رسنیو ته وويل، دا مواد چې مجموعي بيه يې تر دوو ميلياردو امريکايي ډالرو ډېره ده، لومړی له افغانستانه ايران ته او بيا د ايران له بندر عباس څخه هند ته قاچاق شوي وو.
سنګهوي زیاته کړه: "زموږ د عايداتي سرچينو د کشف ادارې تر دوه ټنه ډېر هيروئين نيولي او په دې تور د دوو ایرانيانو په ګډون اووه تنه هم نيول شوي دي. تراوسه چې کومې څېړنې شوي ښيي چې افغانان هم په دې قاچاق کې لاس لري او د دوی د نيولو هڅې هم روانې دي. "
ازادي راډیو وغوښتل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې د طالبانو د پروګرام او مافيايي ډلو په اړه د طالبانو د مقام نظر هم وپوښتي،خو له پرله پسې اړيکو سره-سره بيا هم بريالۍ نه شوه.
که څه هم پخواني حکومت به هره مياشت د څو ټنو نشه يي موادو او ددې موادو د قاچاق کوونکو د نيولو او محاکمه کولو په اړه راپور ورکاوه، خو کله چې طالبان واک ته رسېدلي، تردې مهاله يې د نشه يي موادو او قاچاق کوونکو د نيولو په اړه کوم راپور نه دی خپور کړی.
د سياسي چارو شنونکی عباس فراسو وايي چې مافيايي ډلې د افغانستان د اوسني ناڅرګند سياسي او امنيتي وضعيت څخه ګټه پورته کوي.
ښاغلی فراسو وايي چې طالبان او د سيمې هېوادونه بايد په ګډه له نشه يي موادو سره مبارزه وکړي.
فراسو زیاتوي: "ناڅرګند وضعيت چې له څه مودې راهيسې افغانستان کې واکمن شوی، مافيايي ډلو له دې وضعيته ډېره ګټه اخيستې ده، که افغانستان کې واکمنه ډله پر خپلو پولو کنټرول ډېر کړي، کولی شي چې د مافيايي ډلو د فعاليتونو مخه ونيسي، د دې ترڅنګ که ګاونډي هېوادونه هم پر خپلو پولو کنټرول ډېر کړي، د سيمې په کچه د نشه يي موادو د قاچاقو مخه نيول کېدای شي."
که څه هم د منځنۍ اسيا ځينې هېوادونو له افغانستان سره پر خپلو ګډو پولو څارنه ډېره کړې، خو د راپورونو له مخې، مافيايي ډلو له پاکستان او ايران سره په سرحدي سيمو خپل فعاليتونه ډېر کړي دي.
ددې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: