په کابل کې یو شمېر ښځو د طالبانو لهخوا د ښځو چارو وزارت د بندولو او زدهکړو ته نجونو د محدود لاسرسي په غبرګون کې لاریون وکړ.
دوی چې شمېر یې کم و، په خپلو شعارونو کې د زدهکړې او کار ته د تګ غوښتنه کوله.
دوی د "ازادي، زدهکړه او کار" زموږ حق دی شعارونه ورکول او وايي، ښځې دې له ټولنیزو فعالیتونو نه منع کېږي.
له لاریون کوونکو یوهیې ترنم سعیدي وايي، طالبان نهشي کولای دوی له کار او زدهکړې منع کړي او مجبور دي چې غوښتنې یې ومني.
مېرمن سعیدي وايي: "موږ د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو کمېسیون او هغه نړیواله ټولنه څه کوو چې زموږ په درد نهخوري. هغه مهال چې هېڅوک نهشي کولای له موږ دفاع وکړي، موږ خپله خپل غږ پورته کوو، خپله راځو اعتراض کوو، یا به وژل کېږو یا به خپل حق غواړو."
په وروستیو کې په افغانستان کې ورځ تر بلې، د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب غږونه مخ په پراخېدو دي.
دا غوښتنې وروسته تر هغې پراخېږي چې طالبانو د جمعې په ورځ د ښځو چارو وزارت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر په نوم ونوماوه او دغهشان یې لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدهکړو او ښځو ته د کار اجازه اجازه نهده ورکړې.
په ورته وخت کې د افغانستان د موج تحول په نوم یو سیاسي ګوند د ښځو په اړه د طالبانو دا پرېکړه د اسلام او قانون خلاف بولي.
دې ګوند چې مشري یې د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله او د قطر په تېرو بینالافغاني خبرو کې د جمهور رئیس غني د حکومت د سولې د مرکچي پلاوي یوه غړې فوزیه کوفي کوي، نن د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۲۸» طالبان تورن کړل چې له نجونو او ښځو یې هغه حقونه اخیستي چې اسلام او قانون ورکړي دي.
د دې خوځښت غړې مرضیه احمدي وايي، له کومه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، د ښځو پر وړاندې پرېکړې یې د اسلام او قانون سره په ټکر کې دي.
اغلې احمدي زیاتوي: "له کار څخه د ښځو لیرې کول او له دوی سره تبعیضي چلند د اسلام مبارک دین، د نړۍ د اسلامي هېوادونو له کړنو او د افغانستان د کلتور خلاف دي. له همدې امله دوی ته د کار اجازه او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې، په ځانګړي ډول د نوي جوړښت په رهبرۍ کې یې ونډه د مبارزو ښځو له بنسټیزو غوښتنو یوه ده."
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو یوه لویه اندېښنه د دوی د تېرو ۲۰ کلنو لاسته راوړنو ساتنه ده.
زدهکړې او دنده د افغان ښځو هغه دوه مهمې غوښتنې دي چې په دې وروستیو کې یې د خوندیتوب لپاره غږونه پورته شوي دي.
یو له دغو کسانو چې د خپلو زدهکړو دوام ته اندېښنه لري سلګۍ باران ده، هغه نجلۍ چې د ۱۳۹۹ زېږدیز کال کانکور ازموینه کې یې د ۱۷۰ زره زدهکوونکو په منځ کې لومړی ځای خپل کړ، خو اوس بېبرخلیکه ده.
سلګۍ د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل کېدو اندېښمنه کړې. دا له طالبانو غواړي چې نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.
سلګۍ وايي: ''له طالبانو مې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي، ترڅو نجونې هم ښوونځيو، پوهنتونونو او کورسونو ته ولاړې شي، که طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي د اندېښنې ځای نهدی، خو که عمل پرې ونهکړي دا د اندېښنې ځای دی."
طيبه بیا د خپلې کورنۍ يوازنۍ لور ده، دا هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.
طیبه وايي، هيلهيې لرله چې زدهکړې وکړي او پوهنتون ته د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالۍ شي، خو اوسيې ټولې هيلې نيمګړې دي.
دا وايي: "له اول ټولګي مې چې تر ننه زدهکړې کولې له ډېرو ستونزو سره مخ شوم، څو مياشتې کېږي چې د کانکور چمتووالي کورس مې لوست څو وکولای شم پوهنتون ته لار پيدا کړم، خو اوس بېبرخلیکه يم، نهپوهېږم چې راتلونکی به مې څنکه شي، طالبانو ژمنه کړې وه چې مېرمنو ته به د زدهکړو او کار اجازه ورکوي، خو اوس دا کار نهکوي."
د طالبانو دا پرېکړه د ټولنيزو رسنيو د کارکوونکو له غبرګون سره هم مخ شوې ده.
دوی "د نجونو له شتون پرته ښوونځي بايد تحريم شي" تر نوم لاندې کمپاين په لاره اچولی دی.
که څه هم طالبانو لا د شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدهکړو او ښځو ته دندو ته د تګ اجازه نهده ورکړې، خو ژمنه کوي چې د ښځو حقونو ته درناوی لري.
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی ښځو ته په روغتیا او پوهنې وزارتونو او د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې دننه د کار اجازه ورکړې او ژر به د دوی د زدهکړو او په نورو ادارو کې د دوی د کار کولو په اړه پرېکړه وشي.
ښاغلی کریمي وايي: "په نورو برخو کې هم کار روان دی، تر اوسه پورې پروسه ټوله بشپړه شوې نهده. البته د ښوونځیو په اړه هم پرېکړه تر کار لاندې ده چې هلته د دوی لپاره ترانسپورټي مسایلو او تعلیمي چاپېریال د خوندیتوب لپاره یو منظم پلان برابر شي. هیله لرم چې دا مرحله هم ژر بشپړه شي."
له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه هم د ښځو حقونو ته درناوی او د دوی ټولنیز فعالیت ته اجازه ورکول دي.
که څه هم د طالبانو لهخوا د افغانستان تر نیول کېدلو وروسته، د دولتي ادارو ډېری کارکوونکې ښځې او فعالینې له افغانستان ووتې، خو هغه چې پاتي، غوښتنې یې معلومې او د خپل راتلونکي ګونګ برخلیک په اړه اندېښمنې دي.