د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۲

طبي ډاکتران: په ماشومتوب کې نشه کول د لویانو په پرتله ډېر خطرونه لري


ارشیف، افغان ماشومان چې پلار یې د هغوی په مخکې نشه‌یي مواد کاروي او معتاد دی، ډاکتران وايي په داسې حالاتو کې د کورنۍ ماشومان هم په نشه‌یي موادو اخته کېږي او معتاد وي.
ارشیف، افغان ماشومان چې پلار یې د هغوی په مخکې نشه‌یي مواد کاروي او معتاد دی، ډاکتران وايي په داسې حالاتو کې د کورنۍ ماشومان هم په نشه‌یي موادو اخته کېږي او معتاد وي.

په افغانستان کې پر جګړو او بې‌وزلۍ سربېره، د کورنيو ترمنځ بې‌اتفاقي او جلا کېدل د دې سبب شوي چې لسګونه ماشومان بې‌سرپناه او د کورنيو له سيوري څخه بې‌برخې پاته شي، وروسته همدا وضعیت هغوی دې ته اړ باسي چې نشو ته مخه کړي.

رويا د هغو افغان ماشومانو له ډلې څخه ده چې په جګړو کې يې مور او پلار وژل شوي دي، کله چې دا د مور او پلار له پالنې، مهربانۍ او ملاتړ څخه بې‌برخې شوه، نو د معتادينو په دام کې ونښته.

رویا وايي: "مور مې وفات شوه، پلار او کورنۍ مې نه‌درلوده، له داسې خلکو سره اوسېدم چې هغوی نشې کولې، زه وړه ومه، کله چې به دوی نشې کولې بوی يې ما هم احساساوه، ښه راباندې لګېده، له همدې امله زه هم ورسره معتاده شوم. مجبوره ومه چې غلا او نور بد کارونه وکړمه. که مور، پلار او کورنۍ مې درلودای ښايي هېڅ وخت نه‌وی معتاده شوې."

د عامې روغتيا وزارت د اټکل له مخې، د افغانستان د بې‌سرپناه معتادينو له هرو ۱۰۰ څخه درې يې ماشومان او زلموټي دي.

په ماشومتوب کې نشه کول د لویانو په پرتله ډېر خطرونه لري او درملنه‌يې هم د لويو معتادينو په پرتله ګران کار دی.

ارشیف، کابل کې د «مور کمپ» په نوم د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې په نشه‌یي موادو یو اخته ماشوم
ارشیف، کابل کې د «مور کمپ» په نوم د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې په نشه‌یي موادو یو اخته ماشوم

د معتادينو د درملنې ډاکتره ماه رخ صافۍ وايي چې هغه ماشومان او نوي ځوانان چې مشر او سرپرست ونه‌لري، اسانه نشو ته لاره پيدا کولای شي، د دغه ډول ماشومانو يوه ستونزه دا ده چې درملنه‌يې ډېر ګران کار دی.

ډاکتر صافۍ زیاتوي: " نشه چې هر څومره په ماشومتوب کې پيل شي، هغومره‌يې صحي زيانونه ډېر او درملنه‌يې هم ګران کار دی، ځکه چې د ماشوم د وجود ټول حُجرات د ودې په حال کې دي، نشه‌يي مواد لومړی اعصابو ته زيان رسوي چې په نتيجه کې یې قضاوت او سم فکر نه‌شي کولای."

په کور کې د مور او پلار نشې کول د دې سبب کېږي چې ماشومان هم په نشو اخته شي او هغه ماشومان او نوي ځوانان چې مشر او سرپرست ونه‌لري، د اوږدمهال لپاره همداسې معتاد پاته کېږي.

بلقیس هغه ځوانه نجلۍ ده چې د مور او پلار د اعتياد له امله درنو او سختو کارونو ته اړ ایستل شوې ده، دا چې د نشه‌يي موادو په اړه‌يې معلومات نه‌درلودل، د نشه‌يي موادو مافيايي ډلو دا هم نشو ته وهڅوله.

بلقیس وايي: "لومړی مې پلار معتاد و، بيا مې پلار مور هم معتاده کړه. کار مو ډېر کاوه، ما ته ويل کېده چې که نشه وکړې نه ستړې کېږې او ډېر کار کولای شې، بس هغه و چې ما هم نشه پيل کړه."

که څه هم د اعتياد د درملنې په روغتيايي مرکزونو کې د علاج موده ۴۵ ورځې ده، خو د معتادينو د درملنې کارپوهان وايي چې دا موده ان دا چې تر يوه کال هم ډېره ده او په دې پړاو کې د کورنۍ هر اړخيز ملاتړ ته ډېره اړتیا ده.

ارشیف، هرات کې د ښځینه معتادینو او ماشومانو د درملنې یو مرکز
ارشیف، هرات کې د ښځینه معتادینو او ماشومانو د درملنې یو مرکز

په دې اړه ډاکتره هما منصوري وايي چې که کورنۍ د تداوي شوي شخص ملاتړ ونه‌کړي، امکان لري چې دا شخص ان دا چې څو کاله وروسته بېرته په نشو اخته شي.

ډاکتر منصوري زیاته کړه: "موږ د ناروغانو له کورنيو سره اړيکې لرو، ځينې يې پوهاوی لري او له خپلو ناروغانو سره مرسته کوي، خو ځينې کورنۍ بيا پوهاوی نه‌لري، که پوهاوی ولري له ناروغانو سره مرسته کولای شي. هغه ناروغان چې کورنۍ يې ملاتړ کوي درملنه‌يې هم مؤثره ده، خو هغه ناروغان چې کورنۍ يې ملاتړ نه‌کوي درمنله يې هم نيمګړې ده."

ماشومان او نوي ځوانان د نشه‌يي موادو مافيايي ډلو له‌خوا د دې لپاره ګومارل کېږي چې پر معتادينو نشه‌يي مواد وپلوري، له همدې امله د هغوی لاس ته ډول ډول نشه‌يي مواد ورځي، د دې ډلې ډېری ماشومان په ماشومتوب کې په هيروئينو، ښیښې او نشه‌يي ګولیو معتاد شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG