د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۷

ملګري ملتونه: افغانستان سیمه کې د ښیښې جوړولو په مرکز اوښتی


ښیښه
ښیښه

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره په افغانستان کې د د نشه يي بوټو د کښت او نشه يي موادو توليد د اندېښنې وړ بولي او ټينګار کوي چې بايد نړیواله ټولنه له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې پر خپلو ژمنو له سره کتنه وکړي.

له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې مشرې 'ګاډا ويلي' د دې سازمان د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وضعيت په اړه وويل، که څه هم په افغانستان کې د تارياکو بیه راټيټه شوې، خو بيا هم په افغانستان کې د کوکنارو کښت دوام لري.

مېرمن ګاډا ویلي افغانستان کې د تارياکو تولید په سيمه کې د ښیښې جوړولو د سرچينې په توګه د افغانستان نقش نور هم پياوړی کوي
مېرمن ګاډا ویلي افغانستان کې د تارياکو تولید په سيمه کې د ښیښې جوړولو د سرچينې په توګه د افغانستان نقش نور هم پياوړی کوي

مېرمن ګادا ويلي وايي چې افغانستان اوس په سيمه کې د تارياکو د تولید له امله د ښیښې په مرکز اوښتی دی.

ګادا زیاته کړه: "په افغانستان کې د تارياکو تولید په سيمه کې د ښیښې جوړولو د سرچينې په توګه د افغانستان نقش نور هم پياوړی کوي، د بېلګې په ډول هغه نشه يي مواد ډېر شوي چې له افغانستانه ایران ته قاچاق او نيول کېږي. په مجموع کې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې نيول شوي نشه يي مواد په سلو کې تر لسو لږ وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې دا فصیدي ۹۰ ته لوړه شوې ده. په نړۍ کې د سولې بهيرونو او تاريخ ښودلې چې تارياک او نامشروع اقتصاد، امنيت او د يوه هېواد سوله، ان دا چې د سولې تر بريالۍ کېدو ورسته هم سوله ګواښلی شي."

د 'UNODC' په هغه تازه راپور چې د ملګرو ملتونو د امنیت غونډې ته وړاندې شو راغلي چې د یوه کيلو ګرامو تارياکو بیه له دوو سوو ډالرو څخه تقريباً څلوېښتو ډالرو ته راکښته شوې ده، خو بیا هم په تېر شمسي کال کې چې په افغانستان کې ۶۳۰۰ ټنه تارياک توليد شوي وو، د نړۍ په سلو کې اتیا تارياک ځېنې جوړېدل.

په دې راپور کې راغلي، د کوکنارو د بيې د ټيټوالي له امله د کوکنارو له کښت سره د بزګرو علاقه مندي کمه شوې، ځکه نو اوس اړتیا ليدل کېږي چې بايد له بزګرو سره د کوکنارو د کښت کمولو لپاره د بديلو کښتونو مرستې وشي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره له افغانستان سره د مالي مرستو کمولي په لړ کې د اعتياد په برخه کې هم د مرستو د کمېدو په اړه خبر ورکوي او وايي چې افغان ځوانان د کېمياوي نشه يي موادو له جدي ګواښ سره مخ دي.

له بلې خوا بیا په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحده ايالاتونو استازې لینډا ګرینفیلد د سيمې له هېوادونو څخه غواړي چې له افغانستانه نړیوالو بازارونو ته دې د نشه يي موادو د رسېدو مخه ونيسي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحده ايالاتونو استازې لینډا ګرینفیلد
په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحده ايالاتونو استازې لینډا ګرینفیلد

نوموړې زیاته کړه: "دا کار د هر هېواد په ګټه دی چې نړیوالو بازارونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيسي. د کوکنارو کښت، تارياکو توليد او نشه يي موادو قاچاق کولای شي چې په افغانستان او نړۍ کې کورنۍ د بربادۍ کندې ته ور واچوي، له همدې امله د امريکا امتحده ايالاتونه وياړي چې په پرله پسې ډول له افغانانو سره د بديل معيشت په برخه کې، په تېره بيا ښځو ملاتړ يې کړی دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت معلومات ښيي چې طالبان د نشه يي موادو له لارې په کال کې تر څلور سوه ميليونه امريکايي ډالرو ډېر عوايد لري، خو په هغه راپور کې چې تازه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شو راغلي چې طالبانو يوازې تېر شمسي کال د کوکنارو د عُشر له امله څلوېښت ميليونه امريکايي ډالره ګټه وټه درلوده.

ددې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG