د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

امریکا کې د کرونا ویروس د نوېو پېښو شمېر تر ټولو ټیټې سطحې ته راکم شوی


ارشیف، امریکا کې په تېرو اوو ورځو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو شمېر هم په اوسط ډول د ورځې ۳۰،۰۰۰ ته راکم شوی
ارشیف، امریکا کې په تېرو اوو ورځو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو شمېر هم په اوسط ډول د ورځې ۳۰،۰۰۰ ته راکم شوی

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر دومره کم شوی چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

روغتیايي متخصصانو پرون شنبه (د غبرګولي ۱مه) وویل، تېره اوونۍ د بستر شوېو او مړینو شمېر هم په کمېدو وو.

امریکا کې په تېرو اوو ورځو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو شمېر هم په اوسط ډول د ورځې ۳۰،۰۰۰ ته راکم شوی چې دا د ۲۰۲۰میلادي کال د جون میاشتې له ۱۸مې راهیسې تر ټولو ټیټ شمېر دی.

روغتیايي متخصصانو بیا هم خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د ماتولو لپاره لا هم په کافي اندازه امریکايي وګړو واکسین نه دی کړی چې دا کار په بالقوه ډول د ویروس د بدلې شوې بڼې د خپرېدو او د بحران د غځېدو سبب کېدای شي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې د مرکزونو مشرې راشل والینسکي (Rochelle Walensky) پرون شنبه (د غبرګولي ۱مه) په یوه کنفرانس کې وویل، د هرې اوونۍ په تېرېدو سره موږ یو پرمختګ وینو چې دا یوه هیله راکوي.

د کرونا ویروس د ماتولو لپاره لا هم په کافي اندازه امریکايي وګړو واکسین نه دی کړی
د کرونا ویروس د ماتولو لپاره لا هم په کافي اندازه امریکايي وګړو واکسین نه دی کړی

هغې زیاته کړه: "څومره چې نور خلک واکسین کېږي، ورسره د مثبتو پېښو شمېر کمېږي او خلک خوندي کېږي."

د ناروغیو د کنټرول او وقایې اداره وايي، د امریکا په متحدو ایالاتونو کې تر ۱۸ کلنۍ د لوړ عمر لرونکو کسانو له ډلې ۶۰ فیصدو یې لږ تر لږه د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده.

د دې ادارې په وینا، په امریکا کې نږدې ۵۰ فیصده وګړي، په بشپړ ډول واکسین شوي دي.

خو روغتیايي چارواکو اندېښنه ښوولې چې د امریکا په زیاتو برخو کې د واکسین لپاره تقاضا راکمه شوې، ځکه ګڼ کسان نه غواړي چې واکسین ولګوي.

  • فرانسه کې د کرونا ویروس پېښې

هاخوا په فرانسه کې هم په تېرو اوو ورځو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې راکمې شوي چې پرون په کې دغه پېښې تر ۱۴۰۰۰ کمې وې.

خو د اپرېل میاشتې په نیمايي کې د ورځې په اوسط ډول تر ۴۲،۰۰۰ زیاتې پېښې ثبتېدې.

  • برازیل کې د کرونا ویروس پېښې

برازیل چې کرونا ویروس سخت ځپلی، ښی اړخی ولسمشر، ژایر بولسونارو په کې په یوه عمومي مناسبت کې د روغتیايي خوندیتوب د مقرراتو د نه رعایت له کبله جریمه شوی دی.

د مارانیائو والي فلاویو دینو وویل، روغتیايي چارواکو د ولسمشر پر خلاف دوسیه پرانیستې چې په دغه ایالت کې یې داسې غونډه رابللې وه چې د خوندیتوب معیارونه په کې پام کې نه وو نیول شوي.

ښی اړخی ولسمشر، ژایر بولسونارو جریمه شوی
ښی اړخی ولسمشر، ژایر بولسونارو جریمه شوی

اوس بولسونارو د استېناف لپاره ۱۵ ورځې وخت لري، تر هغه وروسته به د جریمې اندازه وټاکل شي.

  • هند کې د کرونا ویروس پېښې

هلته د هندوستان په ځینو برخو کې د کرونا ویروس خپرېدل یو څه ثابت پاتې دي، خو پرون په کې په دې ویروس د ۴۱۹۴ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

کرونا ویروس اوس د هندوستان په لېرې پرتو سیمو کې په خپرېدو دی چې روغتیايي خدمات په کې کمزوري او تر فشار لاندې دي.

د مې میاشتې په لومړیو کې په هندوستان کې په کرونا ویروس د ورځې د ۴۰۰،۰۰۰ کسانو اخته کېدل هم ثبت شوي، خو اوس دا شمېر کم شوی، پرون شنبه حکومت په دې ویروس د ۲لکه ۵۷زره ۲۹۹ کسانو اخته کېدل ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG