په نيمروز ولایت کې د واټونو پر غاړه، په تېره بیا د زرنج ښار په تفریحي ځایونو کې خيرن او شوړېدلي څادرونه ليدل کېږي چې تر دې څادرونو لاندې هغه معتادین ناست دي چې له ایرانه په زور راشړل شوي دي، خو دا ټول معتادین د نيمروز ولايت نه دي، بلکې ځينې يې د افغانستان د نورو ولايتونو اوسېدونکي دي.
په دوی کې یو د بلخ ولایت اوسېدونکی ابراهیم دی او بل د دایکنډي اوسېدونکی غلام دی.
دوی يو کال مخکې له ايرانه هرات او نيمروز ولایتونو ته په زور راشړل شوي. دا چې دې ولايتونو کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي، ځکه نو دوی خپلو اصلي ولايتونو ته ستانه نه شول او دلته په نيمروز کې پاتې شول.
۳۵ کلن ابراهیم یې په اړه وايي: "ما په ایران کې له يوه شرکت سره کار کاوه او د شرکت مشر په نشو اخته کړم. همالته د ملا تکليف راته پېښ شو، د شرکت مشر نشو ته وهڅولم."
غلام بیا وايي ۲۲ کاله یې نشه کړې: "د نشې کولو لامل مې دا دی چې کار او سرپناه نه لرم. که رښتیا ووايم نو نشه مې نه خوښېږي، د چا نه خوښېږي چې ښه او پاک کالي يې اغوستي وي او له خپلې کورنۍ سره یوځای ژوند وکړي. زه له حکومته غواړم چې موږ و نه ځوروي، حکومت د نشه يي موادو له اصلي خرڅوونکو سره کار نه لري، راځي موږ وهي او په زور مو کار ته بیايي."
ابراهیم او غلام د نورو معتادينو په ډول د اعتياد علت بې کاري بولي او وايي چې اوس هم کار نه ورته پيدا کېږي.
د نیمروز ولایت اوسېدونکي وايي چې د معتادينو لپاره کاري فرصتونه نشته او ځینې معتادين د کار کولو وس هم نه لري، له همدې امله د نشه يي موادو د پيسو پيدا کولو لپاره په غلا او نورو جرمونو لاس پورې کوي.
بهرام حقمل یې په اړه وايي: "هغه خلک چې له ګاونډيو هېوادونو نیمروز ته په زور راشړل کېږي ډېری يې معتادین دي، خو له بده مرغه چې دوی دولت نه دي ټول کړي، زه له دولته هیله کوم چې دوی لږ تر لږه د خپلو کورنيو غړو ته ور وسپاري."
ميرويس رخشاني بیا معتادین په ناامنۍ کې په لاس لرلو تورنوي وايي: "دولت باید تر پخوا ډېر معتادين راټول او دې برخه کې خپل امکانات ډېر کړي چې له دې لارې نور د نيمروز په بازارونو او کوڅو کې زموږ ژوند په خطر کې نه وي."
د هرات، نیمروز او فراه روغتيايي چارواکي له دې ډول معتادینو څخه تنګ شوي وايي، یوه ستونزه دا ده چې دوی له ایران سره ګډه پوله لري، ټول هغه معتادين چې د ایران د حکومت له خوا په زور افغانستان ته راشړل کېږي د دوی ولایتونو ته راځي، خو له بلې خوا دوی دومره امکانات نه لري چې د ټولو معتادينو درملنه وکړي او يا سرپناه ورته برابره کړي.
په دې اړه د نيمروز ولایت د معتادينو د درملنې مسؤل سيد خلیل کاظمي وايي د نيمروز د معتادينو د درملنې مرکزونه په کال کې يوازې د ۷۰۰ معتادينو د بستري کېدو لپاره ځای لري او په وینا هره میاشت لسګونه معتادین له ایران څخه په زور راشړل کېږي.
کاظمي زیاته کړه: "د معتادينو د درملنې پر درېيو مرکزونو علاوه موږ په کورونو کې د معتادینو د درملنې پروګرامونه هم لرو، موږ د معتادينو په کورونو کې د هغوی درملنه کوو، د هغوی کور ته په منظم ډول درمل ور رسېږي او دوسيې يې په منظم ډول څېړل کېږي."
نيمروز، فراه او هرات د افغانستان له هغو ۲۲ ولايتونو څخه ګڼل کېږي چې د نشه يي موادو کښت، تولید، قاچاق او استعمال په کې ډېر دی او له بلې خوا معتادينو ته نشه يي مواد هم اسانه او ارزانه په لاس ورځي.
ددې راپور غږیزه بڼه ددې لېنک له لارې اورېدلی شئ: