نن د اپريل ۲۲ مه د ځمکې نړيواله ورځ ده. په افغانستان کې جګړې د نورو برخو ترڅنګ چاپیریال هم ځپلی.
څلوېښت کلنې جګړې سره له دې چې ځنګلونه او طبیعي بوټو ته تاوانونه اړولي، خو د مخنیوي او ساتنې لپاره څومره کارونه شوي؟
ګل ناور همدم په خوست ولایت کې د (دوه منده) ولسوالۍ د ځنګلونو د ساتنې مسؤل دی.
هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، اوس ښه دی، په دغه ولسوالۍ کې له پخوا کلونو پرتله اوس خلک د ځنګلونو په ساتنه کې له اړوندو ادارو سره همکاري کوي: " زموږ ځنګلونه چې دلته دي، ډېر ښه ساتل کېږي او رنګارنګ ونې په کې شته، لکه چهار مغز ، نښتر، جلغوزي او ساتنه یې هم سمه کېږي. "
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سره له دې چې جګړې ځنګلونو ته زیات زیان اړولی، خو په وروستیو کلونو کې ځنګلونو زیاته وده کړې.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په افغانستان کې ځنګلي ځمکه یو میلیون او ۹ سوه زره هکتاره ده خو د جګړې له امله یو میلیون ۳ سوه زره ته راښکته شوی: " د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت هدف په روان کال کې ۱ اعشاریه ۹ میلونه هکتاره ده چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره به سږ کال ۶ اعشاریه ۳ میلیونه رنګارنګ ونې او بوټې لکه د چهار مغزو، پستې او جلغوزيو په ساحه کې وکرل شي، دغه شان د غیر مثمر بوټو له اړخه هم په زرګونو جریبه ځمکه د بیارغونې په حال کې ده. "
ښاغلی رستمي وايي، اوس مهال د ځنګلونو د ساتنې او رغونې له امله افغانستان شااوخوا ۱ میلیونو ۶ سوه زره هتکاره ځمکه ځنګلونه لري.
په ورته وخت کې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، سره له دې چې د افغانستان په طبیعي چاپیریال کې تر ډېره لاسوهنه نه ده شوې خو ښاري چاپیریال ته زیات زیان اوښتی.
د دې ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې مشر جلال الدین ناصري ښاري چاپیریال ته د زیانونو دلایل داسې روښانه کوي: " نا امني، د ځنګلونو قطع کول، د شنو سیمو کمښت، د نفوس زیاتوالی، په ښارونه کې د خلکو زیات مېشتېدل، له ځمکو څخه په بېلابېلو پلمو کار اخېستل لکه له زراعتي ځمکې څخه د استوګنې لپاره استفاده، په ټوله کې د یو منظم ټرانسپورټي سیسټم نشتون هغه جدي ستونزې دي چې افغانستان ورسره لاس او ګريوان دی. "
خو له دې ټولو اندېښنو سره-سره ښاغلی ناصري وايي، په افغانستان کې د ځمکې وضعیت له پخوا کلونو اوس مهال د ښه کېدو په حال کې دی.
دی وايي، دغه هېواد کې د ځنګلونو پراختیا، له سکرو څخه کمه ګټه اخېستنه، د نیالګیو کینول، د فلټرونو نصبول او دیته ورته یو شمېر نور پروګرامونه د ځمکې د وضعیت د ښه کېدو لپاره په پام کې نیول شوي دي.
خو د چارو يو شمېر پوهان د افغانستان د ځمکو وضعیت د اندېښنې وړ ښيي، د چاپیریال ساتنې ادارې پخوانی معین او د چاپیریال په برخه کې پوه ولي مدقق وايي:" موږ په خپل هېواد کې له بده مرغه سوکه سوکه د دې شاهدان یو چې د ځمکو حالت ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دی، یعنې ښارونه په غیر پلاني ډول د پرختیا په حال کې دي، په ځانګړي ډول په لویو ښارونو کې زموږ ښې زراعتي ځمکې په صنعتي او استوګنیزو ځمکو بدلېږي، له بده مرغه په ځیني ځمکو کې چاودېدونکي توکي او وچکالي بیا هغه دلیلونه دي چې زموږ د هېواد د ځمکو حالت ورځ تر بلې خرابۍ خواته بیايي. "
که څه هم د ځمکې د ساتنې برخه کې حکومت زیات مسؤلیت لري، خو یو شمېر عام افغانان بیا د خلکو نه پاملرنه دې برخه کې بله جدي ستونزه یادوي او وايي چې ټول باید د ځمکې د ساتنې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.