د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۵

ملګري ملتونه: د کرونا خپرېدو سره سم نشه يي توکو هم انسان ته زيانونه اړولي


کابل کې یو شمېر معتادین
کابل کې یو شمېر معتادین

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ۶۴مه غونډه جوړه شوه. دا غونډه د اپريل د مياشتې پر ۱۲مه نېټه پيل او پر ۱۶مه نېټه پای ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رئيسې دې غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له خوا د يوه مشترک مېکانېزم پر جوړېدو ټينګار وکړ، د دې مېکانېزم هدف يې دا وباله چې په دې ډول د بېلابېلو نوېو نشه يي توکو د دودېدو او کارېدو مخه نيول کېدای شي.

د دې ادارې مشرې مېرمن ګاډا دې غونډه کې وويل، د کرونا له امله راپيدا شوې بې وزلي او بې کاري د دې لامل شوي چې خلک نشه يي موادو ته مخه کړي، خلکو دا کار ځکه کړی چې روا او قانوني درمل په واک کې نه لري.

کابل کې په نشه يي یو روږدی
کابل کې په نشه يي یو روږدی

اغلې ګاډا زیاته کړه: "د کرونا له خپرېدو سره سم د نشه يي موادو قاچاقو او خرڅولو وضعیت هم بدلون موندلی دی. د کرونا له خپرېدو سره سم انسانانو ته د نشه يي موادو له لارې زيان رسېدل هم ډېر شوي دي. د کرونا په موسم کې د بل هر درمل پرتله نشه يي موادو ډېر خلک وژلي دي. په سلو کې ۶۹ خلک د درملو او نشه يي موادو د استعمال د ګډوډۍ له امله مړه شوي دي."

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي چې نړۍ کې د بې وزلۍ او بې کارۍ ډېروالی د دې لامل شوی چې خلک د نړۍ په ځينو سيمو کې د نشه يي بوټو کښت او قاچاقو ته مخه کړي.

په اتریش کې د افغانستان سفيرې منيژې باختري دې غونډه کې وويل، که څه هم ډېری کوکنار افغانستان کې کرل کېږي، خو د دې تارياکو د قاچاقو له لارې چې هر کال ۶۰ ميليارډه ډالر ترلاسه کېږي يوازې دوه ميلیارډه يې افغان قاچاق کوونکو ته رسېږي، نورې پيسې د نړيوالو مافیايي بانډونو جېبونو ته ځي چې د دې پيسو له لارې د افغانستان جګړه هم دوام کوي.

په اتریش کې د افغانستان سفيره منيژه باختري
په اتریش کې د افغانستان سفيره منيژه باختري

د افغانسنتان د ولسي جرګې غړی ډاکټر محمود خان نصرت د نشه يي بوټو په کښت او نشه يي موادو په تولید کې کموالی د نړيوالې ټولنې له همکارۍ او نړيوال بازار کې د غوښتنې کمولو پرته ناممکن کار بولي.

د ده په باور د نشه يي موادو نړيوالې شبکې د تارياکو په قاچاقو او کوکنارو د کښت لپاره د بزګرو په هڅولو کې لوی لاس لري.

ښاغلي نصرت زیاته کړه: "افغانستان کې د نشه يي موادو د قاچاقو بل اړخ بهرنی اړخ دی. په بهرني اړخ کې زموږ ګاونډي هېوادونه او نړيواله ټولنه هم شامله ده. کله چې کورني قاچاق کوونکي د نشه يي مواد لوی کاروانونه د افغانستان پولو ته رسوي، هلته بیا د ګاونډیو هېوادونو یا نورو بهرنيو هېوادونو قاچاق کوونکي دا مواد له هغوی څخه اخلي او له بېلابېلو لارو څخه يې ګاونډيو هېوادونو او يا اروپا او امریکا ته وړي."

ښاغلي نصرت وايي، افغانستان کې د نشه يي موادو د قاچاقو بل اړخ بهرنی اړخ دی
ښاغلي نصرت وايي، افغانستان کې د نشه يي موادو د قاچاقو بل اړخ بهرنی اړخ دی

که څه هم پروسږکال افغانستان کې تر درېیو زرو ډېر قاچاق کوونکي نيول شوي، خو افغان دولت وايي چې دوی يوازې د نشه يي موادو ستونزه نه شي حلولای، ځکه څو چې په نړيوالو بازارونو کې د نشه يي موادو غوښتنه نه وي کمه شوې، افغانستان کې به هم د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو تولید او قاچاق لږ نه شي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG