له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ضربالاجل لپاره معکوس شمېر.
نیوزیلند پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې خپل ۲۰ کلن مأموریت پای ته ورساوه او له دې هېوادهيې وروستي سرتېري هم ایستلي دي.
نیوزیلند د امریکا لومړنی متحد دی چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې ۳،۵۰۰ سرتېري لرل، خو د ټاکل شوي وخت نهیې دمخه خپل ځواکونه له افغانستان نه وایستل، په دې موده کې یې ۲۰ سرتېري ووژل شول.
که څه هم په افغانستان کې د نیوزیلند د سرتېرو وروستی شمېر۶ کسه وو، خو ایا د دوی وتل کولای شي د بهرنیو ځواکونو د وتلو کونجي شي؟
د افغانستان مخکېنی جنرال عتیقالله امرخېل د نیوزیلند د شپږو پوځیانو وتل نا محسوس ګڼي، خو ټینګار کوي چې د امریکا او نورو هېوادونو پوځیان چې د دې هېواد د ځواکونو په روزلو او تجهیزولو کې مهم رول لري، باید په بېړه او غیر مسؤلانه توګه له افغانستانه ونهوځي.
ښاغلی امرخېل زیاتوي: "افغانان په دې متکي دي چې امریکایي اکمالات وکړي او د لزوم په وخت کې له هوايي ځواک نه هم کار واخلي. دا د افغانستان وسلهوالو لیکو کې یوه تقویه کوونکې برخه ده. که دوی په بېړه او غیر مسؤلانه توګه له افغانستانه ووځي، واضح ده چې د افغانستان د مخالفو وسلهوالو مورال لوړېږي."
اوس په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت په نوم د ناټو ۹ زره ۵۹۲ سرتېري شته چې د امریکا پهکې ۲۵۰۰، د جرمني ۱۳۰۰، د ایټالیا ۸۹۵ او د بریتانیا ۷۵۰ سرتېري دي.
دغهشان په دغو سرتېرو کې د ناټو د یو شمېر نورو غړو هېوادونو سرتېري هم شته.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نوې مشرتابه تر اوسه پورې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه روښانه دریځ نهدی ښودلی.
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د پنجشنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې وویل، امریکا د مې د لومړۍ نېټې د وتلو مهلت نهرعاتوي، خو دا یې هم وویل، دا تصور نشي کولای چې په راتلونکي کال کې په افغانستان کې خپل پوځیان ولري.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، اوس څه باندې ۹۰ سلنه عملیات په مستقله توګه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لهخوا ترسره کېږي.
ښاغلی امان زیاتوي: "د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه اوس دې مرحلې ته رسېدلي چې کولای شي په یوازې ځان د افغانستان له خاورې دفاع وکړي. همدا اوس چې له تاسې سره خبرې کوم، څه باندې ۹۰ سلنه عملیات د افغانستان د دفاعي او امنیتي خواکونو لهخوا اجرا کېږي."
دغه وزارت ټینګار کوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم د ناټو او متحدینو مالي او فني ملاتړ ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې اداره (سیګار) د راپور له مخې، د ۲۰۲۰ م کال له ډسمبر وروسته د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه خپل یوازې ۲۰ سلنه تجهیزاتي کارونه کوي حال دا چې د افغان ځواکونو د ځان بسیاینې لپاره ټاکل شوی هدف، ۸۰ سلنه و.
له بلې خوا د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره د امریکا له هوکړې وروسته، د افغانستان د پوځي برخې د پیاوړتیا لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت له ۱۷ شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړل چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې به دوام وکړي.
اوس په افغانستان کې ۱،۸۰۰۰ شرکتونه شته چې د تړونونو پر بنسټ کار کوي او له دې شمېر ۶،۳۵۰ یې امریکایي دي.
پوښتنه دا ده چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د دغو شرکتونو او نیمګړو پروژو برخلیک څه کېږي؟
سياېناېن د امریکا د دفاع وزارت د مالي برخې د مخکېني افسر«دوو زخیم» له قوله لیکلي چې هر تړون د قضايي دوسیو نه د ډکو بوشکو په څېر دی،خو که پنټاګون وغواړي هر څومره پیسې چې قراردادي شرکتونه وغواړي، د حساب تصفیه ورسره وکړي.
ښاغلي زخیم ویلي که امریکا له تړونونو مخکې افغانستان پرېږدي، باید کلونه کلونه ځواب ووايي.
له دې ټولوسره سره طالبانو خبرداری ورکړی چې که امریکا د هوکړې سره سم د مې تر میاشتې پورې خپل پوځونه له افغانستان نه ونهباسي، پایلې بهیې ناوړه وي.
اوس ولیدل شي چې په بهر کې د امریکا تر ټولو اوږد او له لګښتونو ډک جنګ به په ټاکلي وخت پاې ته ورسېږي که نه؟