په افغانستان کې ګرځنده کوچیان۱۴مه پېړۍ د کوچیانو لپاره د ناورین پېړۍ یادوي.دوی وايي، کوچیان په دغه پېړۍ کې په اقتصادي، کلتوري، تعلیمي ټولنیزه او هر اړخیزه توګه ځپل شوي دي.
دوی په تېره پیړۍ کې له حکومتونوهم ګیله مند دي وايي، د دوی ژوند او محصولاتو ته یې هېڅ بازار نه دی موندلی.
یو شمېر کوچیان د نوې پېړۍ نوی کال په ښه بخت نیسي، خو تېره ۱۴ هجري پېړۍ د خپل ژوند، کلتور، اقتصاد، د څړ ځایونو د غصب، پرله پسې وچکالیو، د دولتونو له لوري نه پاملرنه او د خپلو وګړو د انساني زیان لپاره تر ټولو بده پېړۍ یادوي.
دوی وايي، د حج سهمیه، نمونهیي جوماتونه، ګرځنده کلنیکونه، ګرځنده ښوونځي، د مېشتېدنې ځایونه، د لوړو زدکړو زمینه، تذکرې، رایه ورکونه، په سیمه ییزه او مرکزي حکومتوالۍ کې سهم، سرپناه، ژورې څاګانې، کوچیاني ښارګوټي هغه څه دي چې کوچیان په اوسني پرمختللې نړۍ کې لا هم ورڅخه بې برخې دي.
د دوی په خبره، دې پيړۍ کې کوچیان له ډېری نورو ستونزو سره مخ شوي، نه يې ښه روغتیا، نه ښه اقتصاد او نه یې ښه ژوند تېر کړ.
۷۰ کلن حاجي منان کوچی ۱۴مه پېړۍ د کوچیانو لپاره د ناورین پېړۍ یادوي وايي، دغه پېړۍ کې یې رمې، خره، اوښان او د ژوند هر څه له لاسه وتلي.
حاجي منان د کوچيانو محصولات د افغانستان لپاره يو ستر اقتصادي فرصت بولي او په وینا یې تېره پیړۍ کې حکومتونو له دغه فرصته ګټه پورته نه کړه.
۲۵ کلن بورجان کوچی هم د تېرې پيړۍ له ناخوالو سرټکوي وايي، د کوچیانو ژوند ښه والي لپاره د عصري مالدارۍ پراختیا، د غوښو د تولید، اب یاري، د لبنیاتو، وړیو، کشمېري او د غالیو د صنعت وده هغه څه دي چې د کوچیانو اقتصاد ورسره پیاوړی کېږي، خو په وینا یې هېچا دغه برخه کې ورسره مرسته نه ده کړې.
بورجان وايي، د مالدارۍ تعلیم، د تګ راتګ لارې په ماینو پوښېدل، تر ډېره د څارويو نه واکسينېدل، د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی، ټرانسپورټي اسانتیاوې نه برابرېدل د شهیدانو او معلولینو پیسو ته نه لاسرسی، د کوچیانو ژوند تریخ کړی وو.
بورجان زیاته کړه: "څړځایونه مو غصب شوي، له روغتیايي ستونزو کړیږو، بې تعلیمه پاتې شو او څلورمه عمده ستونزه مو د تذکرو نه لرل دي."
۳۰ کلن نورجمال کوچی بیا دې وروستیو کلونو کې ځايي شوی او اوس د غزني د پوهنې په ریاست کې مامور دی وايي، که تر یوې انداې کوچیان دغه پېړۍ کې ځايي شول، تعلیمونه یې وکړل، دولتي دندې یې ترلاسه کړې، خو ټوله کې یې بیا سخت اقتصادي زیانونه ولیدل.
د ده په خبره، د کوچیانو مېنې او څړ ځایونه یا خو غصب شول او یا هلته کوچیان نه ور پرېښوودل کېږي.
نورجمال وايي، کوچیانو پوره پېړۍ د افغان حکومت د پلانونو او فرمانونو د منظورۍ په تمه تېره کړه چې پر مټ يې د کوچيانو ستونزې هوارې شي، خو لا هم نه دي هوارې شوي.
نوموړی زیاتوي، په وار-وار یې خپلې ستونزې د وخت له چارواکو، په ولسي جرګه کې د کوچیانو له استازو او ولسمشرانو سره هم شریکې کړي دي، خو تر اوسه هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.
نورجمال وايي:" پر حکومت مو غږ دی چې د کوچیانو مالدارۍ ته وده ورکړي، ځمکې دې ورکړي، د کوچیانو کدرونه دې جذب کړي، په ملي پیوستون پروګرام دې ونډه ورکړي او ددوی حقونو ته دې پاملرنه وکړي چې په تیره پېړۍ کې ورته هېڅ پام نه دی شوی."
دوی وايي، که څه هم د ۱۴مې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې په افغانستان کې زیاتې مرستې شوي، خو کوچیان ورڅخه بې برخې وو.
کوچیان وايي، د تېرې پيړۍ په وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وار وار ورسره ژمنې وکړې چې له اساسي قانون سره سم به د کوچیانو د مېشتېدنې او زده کړو په ګډون د دوی ټولې ستونزې په اساسي توګه حل کړي، خو لا هم هېڅ ګام نه دی پورته شوې.
د کلیو او پراختیا وزارت هم څه موده وړاندې ویلي و چې د کوچیانو ستونزو ته په کتو افغان حکومت د کوچیانو د ژوند ښه کولو لپاره لستوڼي بډ وهلي، د هغوی د ژوند او اقتصاد د ښه کولو لپاره یې تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې ورته۳۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
په ولسي جرګه کې د کوچیانو وکیل لونګ کوچی هم وايي، هڅه کوي څو راتلونکي کې کوچیانو ته حق تر لاسه کړي.
- د کوچیو مېرمنو ژوند
په نړۍ کې افغانستان د ښځو لپاره يو له بدو هېوادونو بلل کېږي، خو د کوچيو مېرمنو ژوند بيا د افغانستان د نورو ښځو پرتله له ډېرو سختیو او کړاوونو ډک دی.
په کم عمرۍ کې ودېدل، له روغتيايي او تعليمي اسانتياوو لېرې پاتې کېدل، درانه کارونه کول د زېږون پر وخت د کوچۍ مور او ماشوم مړینه، سړځګۍ او ګرمۍ تېرول او نورې سختۍ ګالل هغه څه دي چې دغه مېرمنې ورسره مخ وې.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې راتلونکی کې د کوچیاني مېرمنو د ژوند ښه کولو او ستونزو له منځه وړلو مسئله په ولسي جرګه کې د کوچیانو له استازې فرزانې کوچۍ سره شریکه کړي، خو نوموړې خبرو ته تیاره نه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د کوچیانو ماشومانو ژوند او حال هم په تېره پېړۍ کې کوچیاني مېرمنو ته ورته ګڼل کېږي.
که څه هم کوچیان تېره ۱۴سمه پېړۍ د خپل ژوند، اقتصاد او مالدارۍ لپاره د ناورین پيړۍ ګڼي، خو تمه لري چې راتلونکی یې ښه شي.