ایراني رسنیو د یوه ایراني تحقیق کوونکي خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، په مدیترانې سمندرګي کې د تېرې اوونۍ په حمله کې په قوي احتمال اسرائیل لاس لري.
دغه پېښه تېره چهارشنبه شوې او کله چې تېره جمعه له اسرائیلي چارواکو په دې اړه د تبصرې غوښتنه وشوه، هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.
د ایران رسنیو تېره جمعه راپور ورکړ چې د «ایران شهر کُرد» په نوم دغه کښتۍ له یوې چاودونکې وسیلې سره لګېدلې چې د اور لګېدو سبب شوې ده. په دې پېښه کې چا ته د سر او مال د زیان اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی.
د رویټرز خبري اژانس په حواله، د ایران د سمندري ځواکونو دوو سرچینو ویلي لومړنۍ موندنې ښيي چې دغه کښتۍ قصداً له نامعلوم ځایه په چاودونکې وسیلې لګېدلې ده.
د ایران نیمه رسمي خبري اژانس نور نیوز پرون شنبه (د کب ۲۳مه) د ایران د یوې تحقیقاتي ډلې د یوه غړي چې نوم یې نه دی یاد شوی خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي:" جغرافيايي موقعیت او د حملې بڼې ته په پام سره یو قوي احتمال دا دی چې دغه تروریستي عملیات صهیونیستي رژیم یعنې اسرائل ترسره کړي دي."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون شنبه (د کب ۲۳مه) وویل، دوی د دې سبوتاژوونکې حملې خبر تاییدوي او د نړیوالو قوانینو خلاف یې بولي.
د ایران دولتي رسنیو د سعید خطیبزاده خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي: د دې سبوتاژوونکي عمل د ترسره کوونکو د پېژندنې لپاره اقدامات روان دي.
د ایران د کښتۍ چلونې کمپنۍ د جمعې په ورځ ویلي چې د دې حملې د عاملانو د پېژندنې لپاره به قانوني اقدام وکړي.
دا پېښه داسې وخت کېږي چې دوه اوونۍ مخکې په عمان خلیج کې د اسرائیل پر یوه کښتۍ چاودنه شوې وه.
که څه هم د هغې پېښې علت نه و روښانه شوی، خو د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي وو چې چاودنې د کښتۍ د بدنې دواړې خواوې سورۍ کړې دي.
اسرائیل په هغه چاودنه کې ایران په لاس لرلو تورن کړی و، خو د ایران حکومت هغه ادعا رد کړې وه.