د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

د افغانستان کورنیو چارو وزارت: نشه‌يي موادو سره د مبارزې قانون کې تعدیلات راځي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت

د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معين وايي، کله چې دا دوه وزارتونه سره يوځای شوي، نو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پر قانون هم له سره غور شوی او د يو لړ تعديلاتو لپاره عدليې وزارت ته استول شوی دی.

تقريباً په تېرو ۱۰ کالو کې دا درېيم ځل دی چې د افغانستان له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په قانون کې تعديلات راځي او اخري ځل په ۱۳۹۶ شمسي کال کې تعديلات په‌کې راغلل.

اوس د کورنيو چارو وزارت وايي، دا چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت له کورنیو چارو وزارت سره یوځای شوی، نو دا اړتیا ليدل کېږي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت په قانون، پالېسيو او ستراتېژۍ کې هم یو لړ بدلونونه راشي.

د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق ازادي راډيو ته وويل، دا بدلونونه په افغانستان کې د نشه‌يي موادو وضعیت او اړتياوو ته په کتو سره راوړل کېږي.

محمد هاشم اورتاق
محمد هاشم اورتاق

ښاغلی اورتاق زیاتوي: "د هغو بدلونونو له مخې چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې او کورنيو چارو وزارت د يوځای کېدو له امله راغلل، دا اړتیا ليدل کېږي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په قانون کې هم يو لړ بدلونونه راشي، له همدې امله پر دې قانون له سره کتنه وشوه، يو لړ بدلونونه په‌کې راغلل او د قانوني پروسې لپاره عدليې وزارت ته واستول شو. که څه هم دا قانون په ۱۳۹۶ شمسي کال کې تعديل شوی و، خو وروستيو بدلونونو ته په کتو سره باید په دې قانون کې نور بدلونونه هم راشي."

هغه تعديلات چې په ۱۳۹۶ شمسي کال کې په دې قانون کې راوړل شول، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عالي کمېسيون او ۱۲ وزارتونو څخه‌يې ساحه تر ۲۵ وزارتونو او يوه رياست پورې پراخه شوه.

د دې قانون له مخې ولسمشر یا د هغه مرستیال به د دې کمېسيون او غونډو مشري کوي، خو په تېرو درېيو کلونو کې يوازې دې کمېسيون يوه غونډه د ولسمشر او بله غونډه د کورنيو چارو د وزير په مشرۍ کړې ده، پاته غونډې يې داسې جوړې شوي چې يوازې د وزارتونو استازو برخه په‌کې درلوده او مشري به‌يې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معين کوله.

که څه هم د کورنيو چارو وزارت په دې قانون کې د تازه تعديلاتو په اړه څه نه‌وايي، خو د مشرانو جرګې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کمېسيون غړی هاشم الکوزی وايي چې په دې قانون کې چې هر ډول بدلون راځي باید له اړتيا سره سم وي او د اوسني قانون ټولې نيمګړتياوې پوره کړي.

محمد هاشم الکوزی
محمد هاشم الکوزی

ښاغلی الکوزی وايي: "هغه ستونزه چې پخوا موجوده وه دا وه چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت يو ملکي وزارت و او اوس چې دا مسؤلیت د کورنيو چارو وزارت ته سپارل شوی، د دې ورارت د کار يوه برخه نظامي ده، ځکه نو په دې قانون کې بدلون ته اړتيا ده. په نوي قانون کې بايد د نشه‌يي موادو د اصلي کاروباريانو پر ضد جدي دريځ غوره شي، ځکه په تېر وخت کې ځينې بې‌ګناه خلک هم مجرمین بلل شوي وو، موږ هيله لرو چې په نوي قانون کې به تور او سپين سره جلا شي."

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې قانون اووه فصله او ۷۶ مادې لري چې ډېری احکام‌يې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په وزارت پورې اړه لري، دا هغه وزارت و چې د ۱۳۹۸ شمسي کال په وروستیو کې د ولسمشر د حکم په اساس له کورنيو چارو وزارت سره یوځای شو.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG