د ننګرهار د خښتو بټیو کې زرګونه ماشومان په سختو او درنو کارونو بوخت دي چې د زده کړو په ګډون له خپلو نورو حقه حقوقو بې برخي شوي دي.
د دغو ماشومانو کورنۍ وایي، له بټيو پوروړي دي او که اولادونه یې ورسره کار ونه کړي، نو په یوازې ځان نه شي کولای چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
لس کلن علي خان له خپل پلار سره د سره رود ولسوالۍ د خښتو بټيو کې کار کوي وایي، شپږ میاشتې وړاندې یې په درېیم ټولګي کې خپلې زده کړې ځکه پرېښودې چې پلار یې نه شو کولای د کورنۍ مالي اړتیاوې په یوازې ځان پوره کړي.
دی غواړي چې د نړۍ د نورو کوچنیانو په څېر عادي ژوند ولري او ښوونځي ته لاړ شي، خو د کورنۍ د اقتصادي ستونزو بار یې پر تنکیو اوږو راغلی.
علي خان وايي: "ښوونځی مې لوست، خو ترې رابهر شوم، پلار سره مې مرسته پیل کړه، مجبوري مو ده، په ورځ کې زر- یو نیم زر خښته باسو، خو په ډېرې سختۍ."
نهه کلن ضیاءالحق یو بل ماشوم هم دې بټۍ کې کار کوي، دی غواړي که لاسنیوی یې وشي او د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې حل شي، نو وبه کولای شي چې زده کړې وکړي څو راتلونکي کې له دې برخلیکه وژغورل شي.
نوموړی زیاتوي: "د خښتو بټۍ ته په تګ مو هم ملا درد کوي او په راتګ هم، که زموږ د کور توکي او پورونه مو پرې شي، دا کار نه کوو، زړه مې درد کوي، کاشکې زه هم ښوونځي کې وای."
دا یوازې علي خان او ضیاءالحق نه دی چې په کوچني ځان او کم عمر کې کار کولو ته اړ شوي، بلکې د دوی په څېر زرګونه ماشومان شته چې کار کولو ته اړ او له خپلو حقونو ناخبره دي.
د علي خان او ضاءالحق پلار محمد غوث وایي، کورنۍ يې شااوخوا ۱۲ غړي لري، نو که ماشومان یې ورسره په کار کولو لاس یو نه کړي، نه شي کولای کورنۍ اړتیاوې پوره کړي: "داسې ستونزو سره مخ یوو،نږدې ښوونځی شته خو ماشومان مې ځکه نه شي ورتلای چې زه یوازې یم، لس -دولس سره کور مې دی، ما مې بچو ته وویل چې بچو ستاسې له مکتبه چې دا واړه ورونه مو سوال ته کیني، دا ضرور دي."
د ننګرهار د خښتو د بټيو مالکان وایي، له دوی سره شااوخوا لس زره کورنۍ کار کوي چې هر کور کې له څلورو تر لسو ماشومان په کار بوخت دي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د خښتو د بټيو د ټولنې مرستیال زرنبي وایي، دغه کورنۍ د دوی د کورنیو د غړو په څېر دي او وخت په وخت یې په مسؤلینو د دوی د ژوند اسانتیاو په اړه غږ کړی، خو تراوسه ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
زر نبي زیاتوي، لږ تر لږه باید ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي چې که یوې خوا دوی کار کوي ترڅنګ یې زده کړې هم وکړي: "موږ سره په ولسوالۍ کې غونډه وشوه چې ماشومانو ته مکتبونه او ځایونه جوړوو، ان شفاخانې درته جوړوو، خو یوه ژمنه یې هم نه ده عملي شوې، د دې ژمنو هم تقریباً دوه درې کاله وشو."
د بشر حقونو مسؤلین هم مني چې د خښتو بټيو کې د شته کار کوونکو ماشومانو ژوند تریخ شوی او په خبره یې چې راتلونکي ته یې ژوره اندېښنه لري.
ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواکې ادارې مشر شمس حبیب وایي، دوی له ولایتي ادارې سره هم دغه ستونزې شریکې کړي او زیاتوي چې که له دوی څه ونه شول، نو مرکزي دولت ته به یې وړاندې کړي: "که دلته مو غږ ته ځواب ورنه کړ، دا ستونزې به نېغ په نېغه له مرکزسره شریک کړو، دغه مواد به ټولوو او مرکز ته به یې رسوو او له مرکزه به یې څارو."
هاخوا د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو مسؤلین وایي، دوی هم اندېښمن دي، خو زیاتوي چې له ځينو ادارو سره یې تړونونه لاسلیک کړي چې باید ماشومان له خپلو حقونو برخمن شي.
د دغه ریاست رئیس عبدالحکیم شېرزاد وایي، له دولتي ادارو او ځينو همکارو موسسو سره یې په ګډه یوه څېړنه پیل کړې چې له بشپړېدو وروسته به ورته پوره رسیده ګي وکړي: "څنکه چې دغه تحلیل خلاص شو، نو اړوندې دولتي ادارې، جمعه همکار موسسات او د خښتو د بټيو د مالکانو او د کارګرانو اتحادیې به سره کینو او هغو ژمنو ته چې موږ کړي، ټولو ته به یې رسیده ګي کوو."
خو د خښتو په بټیو کې بوخت ماشومان او د دوی کورنۍ په دې باور دي چې له دوی سره شوې ژمنې یوازې د ژمنو تر بریده دي او کلونه کېږي چې د عمل څرک یې نه لیدل کېږي.
بې کاري، بې وزلي او ناامني هغه موارد دي چې له امله یې د فقر کچه لوړه شوې او په کلیو او ښارونو کې کم عمره ماشومان د زده کړو پرځای درنو او سختو کارونو ته اړ کړي دي.