خبرونه
د امریکا د پوځ لوی درستیز له طالبانو سره ولیدل

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي له طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي کچه ټيټه کړي او په افغانستان کې په چټکۍ سره د سیاسي حل پر لور وخوځيږي. دا خبره د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په ۱۷مه نېټه وکړه.
د راپور له مخې جنرال مارک میلي د سې شنبې په ورځ په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې په اړه ولیدل او د چارشنبې په ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره د خبرو لپاره کابل ته لاړ.
د رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې جنرال میلي په جون میاشت کې هم له طالبانو سره لیدلي وو خو د هغې غونډې په اړه علني اعلان نه وو شوی.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم له طالبانو سره لیدلي.
د میلي او طالبانو د وروستۍ غونډې په اړه د امریکا د پوځ په اعلامیه کې راغلي:
لوی درستیز په چټکۍ سره د تاوتریخوالي پر کمښت خبرې وکړې او وې ویل چې په افغانستان کې د سیاسي حل پر لور باید پرمختګ چټک شي چې دا اقدام به د سیمېز ثبات په ګټه تمام شي او د امریکا ملي ګټې به خوندي کړي.
سیمې ته د سفر پر مهال مارک میلي له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ولیدل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د جنورۍ میاشتې په نیمايي کې به په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر له 4500 څخه 2500 ته کم کړي.
په همدې حال کې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مذاکرچي پلاویو د جنورۍ میاشتې تر پنځمې په خبرو کې وقفه اعلان کړې او تر هغه وروسته به د اجنډا پر سر خبرو ته دوام ورکړي.
دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې کمښت نه تر سترګو کیږي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره میاشت وویل چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د طالبانو د حملو له کبله د تاوتریخوالي کچه د نه منلو وړ زیاته ده.
افغان حکومت تل پر اوربند ټینګار کړی خو طالبانو ویلي چې اوربند به د خبرو د اجنډا د برخې په توګه یوه موضوع وي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په تیرا کې د وسله والو په برید کې یوولس پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه برید کې ۱۱ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، یوې ډلې وسله والو چې شمېر یې شاوخوا سل تنه وو نن سهار وختي مهال، د تیرا په حیدرکنډو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله واوښته.
د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي وسله وال ډېر فعال دي.
د مشال خبریال وايي چې له پېښې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګېدلی دی او اوس مهال په تیرا کې د پاکستان د پوځ هیلیکوپټرې د وسله والو پرضد عملیات کوي.
راپورونه وايي، پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري کړې

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه هیواد جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالي د مارغه بازار سیمه بمباري کړې ده.
برمل ولسوالي د جنوبي وزیرستان ګاونډۍ ده.
تراوسه پورې د دې برید په نتیجه کې، چې تېره شپه شوی، د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
د طالبانو حکومت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وینزویلايي سیاستواله د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې شوه

د وینزویلا سیاستوالې ماریا کورینا ماچادو د جمعې په ورځ د نوبل د سولې جایزه وګټله.
په اوسلو کې د نوبل د سولې د جایزې کمېټې نن په یوه خبرپاڼه کې د وینزویل ا د اپوزیسیون د مشرې او د دیموکراسۍ د فعالې سیاستوالې نوم د ګټونکې په توګه اعلان کړ.
د نوبل د سولې د جایزې د ناروې د کمېټې مشر یورګن واتنه فریدنس په اوسلو کې وویل، ماریا کورینا ماچادو ته دا جایزه ورکړل شوې ځکه چې هغې د وینزویلا د خلکو د ډیموکراتیکو حقونو د هڅونې لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې او له دیکتاتورۍ څخه د عادلانه او سولهییز بدلون لپاره یې هڅې کړي دي.
د هند د باندنیو چارو وزیر اعلان وکړ، په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په نوي دیلي کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په کابل کې به د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي.
هند د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، خپل دیپلوماتان وایستل او وروسته یې یو تخنیکي ټیم کابل ته واستاوه.
جې شنکر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، :« خوشاله دی چې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي.
د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون هند ته په پنځه ورځني سفر لاړ.
دا له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، هند ته د دوی د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې حپل ۳۰ وسله وال مخالفان یې وژلي

د پاکستان پوځ وايي چې د دوی امنیتي ځواکونو د هغه برید له عاملانو څخه ۳۰ جنګیالي وژلي دي چې د اکتوبر په اوومه نېټه یې ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستان پر پوځي کاروان برید کړی و.
د پاکستان د پوځ پر کاروان په برید کې د دوو صاحب منصبانو په شمول یوولس پوځیان وژل شوي وو.
پاکستاني طالبانو (TTP)، د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی و. دا ډله د حکومت د نسکورولو او د سخت اسلامي نظام د رامنځته کولو هڅه کوي.
پوځ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل:
د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په اورکزیو کې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال، له سختو نښتو وروسته، ټول دېرش وسله وال چې د دوی پر ځواکونو په برید کې ښکېل وو، وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ ادعا مستقلو سرچینو تایید یا رد کړې نه ده.
د پاکستان دفاع وزیر وايي، هیواد یې د افغان کډوالو د مېلمه پالنې بیه پرې کوي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هیواد یې ۶۰ کاله د ۶۰ میلیونه افغان کډوالو کوربه و ، خو اوس د دې مېلمه پالنې بیه پرې کوي.
خواجه اصف، چې اشاره یې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونو ته وه، پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) د پخواني صدراعظم عمران خان پر حکومت انتقاد وکړ چې د ده په وینا د ټي ټي پي زرګونه جنګیالي یې پاکستان ته پرېښودل او له هغوی سره یې خبرې پیل کړې.
ده د ټي ټي پي بریدونه د نه زغملو وړ وبلل او زیاته یې کړه چې هغه وخت رارسېدلی چې ټول افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا ردوي.
روسیې پر کیف ( لوی برید) سره د یوشمېر سیمو برښنا پرې کړې

اوکرایني چارواکي وایي چې روسیې تېره شپه پر پلازمېنه کیف " لوی برید" کړی دی.
فرانس پریس لیکلي چې کیف کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي او د ښار د څو ناحیو برښنا پرې شوې ده.
د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، روسي ځواکونو پر " حساسو زیربناوو" بریدونه کړي او له خلکو غوښتل شوي چې ځانونه خوندي کړي.
د اوکراین د انرژۍ وزیرې سویتلانا ګرینچوک ویلي، د برید هدف د انرژۍ شبکه وه او په وینا یې د دغې برخې کارکوونکي به هڅه وکړي چې د انرژۍ د ډیرې پرچاوۍ مخه ونیسي.
روسیې د اوکراین پر زاپوریژيا هم تیره شپه برید کړی چې هلته یو ۷ کلن ماشوم په کې وژل شوی دی.
روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین د انرژۍ او ریل پټلۍ پر تاسیساتو بریدونه ډېر کړي دي.
د اسراییل حکومت د غزې د موافقې لومړی پړاو تایید کړ، حماس جګړه ( پای ته رسېدلې) وبلله

د اسراییل کابینې د غزې د اوربند تړون تصویب کړ.
د اسراییلو د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو دفتر نن سهار تایید کړه چې د هغه حکومت د حماس لخوا "د یرغمل شویو د خوشې کولو تړون چوکاټ" تصویب کړی دی.
اسراییلو مخکې ویلي وو چې ټولو خواوو د منځني ختیځ د سولې پلان لومړی پړاو لاسلیک کړی او "د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کول به په غزه کې دوه کلنه جګړه پای ته ورسوي."
د منځني ختیځ د سولې پلان، چې تیره میاشت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا وړاندیز شوی و، ۲۰ مادې لري.
د مصر په ګډون یو شمیر هیوادونو منځګړیتوب وکړ ترڅو حماس او اسراییل پر دې پلان سره موافق شي.
په پای کې، پرون، د پلان لومړی پړاو، چې د غزې اوربند یې یوه برخه ده، د ټولو خواوو لخوا په قاهره کې لاسلیک شو.
بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د منځني ختیځ سفر پیلوي.
تمه کیږي چې غزې ته سفر به د ولسمشر ټرمپ د سفر یوه برخه وي.
د اسراییلو د حکومت لخوا د غزې د اوربند پلان تصویب پدې معنی دی چې اسراییل به سمدلاسه په غزه کې خپل بریدونه ودروي او حماس به ټول هغه یرغمل شوي کسان خوشې کړي چې دوی نیولي دي.
حماس، چې د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا یوه ترهګره ډله ګڼل کیږي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه په اسراییلو باندې په بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د فلسطین د روغتیا وزارت د احصایو له مخې، اسراییل بیا په غزه باندې د بریدونو له پيله تراوسه له ۶۷۰۰۰ څخه ډیر کسان وژلي دي.
بل لورته پرون پنجشنبه د حماس یوه لوړپوړي غړي خلیل الحیه وویل، دوی د غزې جګړه پای ته رسولې اعلانوي او په وینا یې دوی له منځګړو او متحده ایالتونو تضمینونه ترلاسه کړي دي.
د ښځو د حقونو افغان فعالان به د مادرید د غونډې په دوهمه ورځ هم د قربانیانو کیسې واوري

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په نوم فعالان نن د دوهمې ورځې لپاره هم د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې راټول شوي دي.
په دې غونډه کې د بشري حقونو کارپوهان، وکیلان، د ښځو د حقونو مدافعان او د مدني ټولنې فعالان ګډون لري.
د غونډې تنظیموونکي وايي چې د غونډې ګډونوال به نن بیا هم پر افغانستان د واکمنو طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو کیسې او د څارنوالانو څرګندونې واوري.
د پلان له مخې سبا د غونډې په دریمه او وروستۍ ورځ به د طالبانو چارواکو ته نیم ساعت فرصت ورکړل شي څو پر دوی د لګول شویو تورونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي. که څه هم قضايي پلاوی وايي، د طالبانو له لوري یې تردې دمه کوم رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د د تنظیموونکو په وینا دې غونډې هدف په ځانګړې توګه افغان ښځو او نجونو ته د دې فرصت برابرول دي څو د زده کړو، کار او په ټولنه کې د دوی پر ګډون د بندیز او د طالبانو د نورو پراخو محدودیتونو په اړه شاهدي ورکړي.
د نوې ډیلي او کابل دوه اړخیز اړیکي او سیمه ایز مسایل به په هند کې د متقي د خبرو مهمه برخه وي

د هند د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره د هندي چارواکو خبرې به له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسایلو په اړه متمرکزې وي.
دا خبره د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال نن پر خپله ایکس پاڼه د ښاغلي متقي د رسېدو له خبر سره یوځای ورکړ.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد بېګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یوه غږیز پیغام کې وویل، متقي د هند په رسمي بلنه نوې ډيلي ته روان شوی او تمه ده چې له خپل هندي سیال ایس جې شنکر او نورو چارواکو سره به پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي او د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.
دا په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هند ته د طالبانو د ترټولو جګپوړي ډيپلومات لومړنی سفر دی. د هندي رسنیو د راپور له مخې دا سفر پنځه ورځنی دی.