د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

'جي ۲۰' ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس ضد واکسین عادلانه وېش کې مرسته کوي


د سعودي عربستان په کوربه‌توب جي شل غونډه په انلاین ډول وشوه.
د سعودي عربستان په کوربه‌توب جي شل غونډه په انلاین ډول وشوه.

د جي شل (G20) یا د نړۍ د شلو لویو اقتصادونو د مشرانو دوه ورځنۍ سرمشریزه تېره شپه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

په دې سرمشریزه کې چې د سعودي عربستان په کوربه‌توب په انلاین بڼه ترسره شوه د (G20) مشرانو ژمنه وکړه چې د کرونا واکسین ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې به هېڅ‌راز هڅه ونه‌سپموي.

ناسته د تېرو کلونو په نسبت ځکه متفاوته وه چې په انلاین بڼه روانه وه او د جي شل هېوادونو مشران ورته له خپلو خپلو هېوادونو غږېدل.

د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو زیانونو، زیانمنو سره مرستې او د کرونا د واکسین د عادلانه وېش ټینګار د جي شل د سږنۍ سرمشریزې تودې موضوع‌ګانې وې.

سلمان بن عبدالعزیز
سلمان بن عبدالعزیز

د سعودي عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز وویل چې جي شل هېوادونو له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ډېرې هڅې وکړې.

دی زیاتوي: "موږ وتوانېدو د همکارۍ روحیه چې تل د جي ۲۰ هېوادونو د بریا بنسټ جوړوي راژوندۍ کړو. تر بل هر وخت زیات دې همکارۍ ته اړتیا وه څو د وبا له عواقبو سره مبارزه وکړو او د نړۍ د اوسېدونکو لپاره هوسا راتلونکې جوړه کړو. موږ سږ کال ډېر څه ترلاسه کړل. خپل تعهدات مو د خلکو د ژوند، کاروبار او تر ټولو زیانمنونکو د ساتنې په هدف د هغو ننګونو په وړاندې په درېدو سرته ورسول چې د کرونا ویروس له امله راپورته شوي وو."

د جي شل هېوادونو د سرمشریزې په اعلامیه کې راغلي چې دغو هېوادونو د کرونا واکسین د جوړولو لپاره ټولې د اړتیا وړ مالي سرچینې بسیج کړي او په ټوله نړۍ کې د واکسین د عادلانه وېش لپاره هېڅ هڅه نه‌سپموي.

که له یوې خوا د نړۍ شتمن هېوادونه د کرونا د واکسین د جوړولو هوډ لري له بلې خوا شنونکي ګواښ کوي چې بې‌وزلي هېوادونه ښايي د کرونا د واکسین د پېرلو لپاره د میلیاردونو ډالرو د ورکړې توان ونه‌لري.

د فایزر درمل جوړولو امریکايي شرکت له لوري د کرونا ویروس جوړ شوی واکسین
د فایزر درمل جوړولو امریکايي شرکت له لوري د کرونا ویروس جوړ شوی واکسین

د جي شل سرمشریزې ته د اروپا ځینو مشرانو له هغې ډلې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم وغږېدل.

اغلې مېرکل وویل چې له کرونا سره باید نړیوال په ګډه مبارزه وکړي او ارزي چې په دې لاره کې هڅې دوه برابره شي.

که څه هم د جي شل ډلې د سرمشریزې په پای اعلامیه کې نه‌دي ویل شوي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره څومره پیسې لګوي، خو له دې ډلې دا تمه کېږي چې د کرونا واکسین ته د ټولو د لاسرسي په هدف د څلور نیم میلیارده ډالرو خلا ډکه کړي.

په نږدې یوه کال کې چې کرونا وبا خپره شوې د نړۍ څه باندې ۵۸ میلیونه وګړي په دې ویروس اخته دي او له ډلې یې نږدې یو میلیون او ۴۰۰ زره انسانان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG