اذربایجان وايي چې د ارمنستان دننهیې هغه سیمې په نښه کړي چې له هغه ځایه پر ملکي سیمو ډزې کېدې.
ارمنستان دا خبره رد کړې ده، خو دا لومړی ځل دی چې اذربایجان دا مني چې د ارمنستان د خاورې دننه سیمهیې ویشتلې ده.
تر دې مخکې دغو دوو هېوادو د نګورنو قرهباغ په متنازع سیمه کې دننه جګړې کولې.
د اذربایجان دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې د ارمنستان په کلبجر سیمه کې چې ټول پهکې پوځي تأسیسات دي د چهارشنبې په سهار د بالستیک توغندیدو دستګاه په توغندیو وویشته.
د دغو دوو هېوادو ترمنځ د سپټمبر په ۲۷مه په نګورنو قرهباغ کې سخته جګړه پيل شوه. دواړه هېوادونه دا سیمه د خپلې خاورې برخه ګڼي.
د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند شوشان استپانیان وویل چې دوی د اذربایجان خاوره نهده لاندې کړې.
مسکو چې د شنبې په ورځ وتوانېد چې وروسته تر ۱۲ ساعته خبرو اذربایجان او ارمنستان دې ته رامات کړي چې بشردوستانه اوربند وکړي. یو ځل یې بیا د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه کړې ده او ټینګار کوي چې دا لانجه باید له ډیپلوماتیکې لارې حل شي.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پېسکوف پرون په دې اړه وویل: "موږ یوازې دومره کولای شو چې د نګورنو قرهباغ په سیمه کې له اوربند څخه پر سرغړونه اندېښنه ښکاره کړو. فکر کوو چې پوځي هلې ځلې باید ژر تر ژره ودرېږي. موږ باید سیاسي حل لارې ته مخه کړو. زموږ پوځي اداره د دې اطلاعاتو څېړنه کوي چې اذربایجان د ارمنستان خاوره ویشتلې ده."
د ارمنستان خاورې ته د جګړې داخلېدل د دې لپاره د اهمیت وړ ده چې روسیه د دې هېواد امنیت ته ژمنه ده.
روسیه او ارمنستان له بلاروس، قرغزستان، قزاقستان او تاجکستان سره په یوه امنیتي تړون کې شریک دي.