خیرخواه: د ښځو د حقونو او بیان د ازادۍ مخالف نه یوو
د طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی خیرالله خیرخواه چې ددې ډلې د واکمنۍ پر مهال د هرات والي و وايي، طالبان د ښځو د حقونو او بیان د ازادۍ خلاف نه دي بلکې څرنګوالی یې باید جوت وي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې هیڅ ښځه نه شته. له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال راتب نوري خبري کړي.