د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۷

د نړۍ د لوی تفریحي شرکت مشر: له کوره کار مثبته نتیجه نه‌لري


ریډ هیسټینګس
ریډ هیسټینګس

د نړۍ د یوه لوی تفریحي شرکت، نېټفلېکس مشر وایي، له کوره کار مثبتې نتیجې نه‌لري او پر کومو موضوعاتو چې بحث ته اړتیا وي له کوره خبرې پرې سخته کېږي.

خو ریډ هیسټینګس دا خبره هم وکړه چې د ده ۸،۶۰۰ کارکوونکي به بیا هم تر هغو دفتر ته لاړ نه‌شي چې د کرونا ویروس واکسین‌یې نه‌وي شوی.

د نېتفلېکس شرکت په ۱۹۹۷ کې په کالیفورنیا کې تأسیس شو. دا شرکت خپلو ګډون کوونکو ته بېلابېل فلمونه د پیسو په بدل کې د انټرنټ له لارې ورښکاره کوي.

ارشیف
ارشیف

په ۲۰۱۳ کال کې د دې شرکت هڅې پراخې شوې او د خپلو فلمونو جوړېدو ته‌یې ملا وتړله.

اوس د دې ترڅنګ چې نور فلمونه خپلو ګډون کوونکو ته ورښکاره کوي خپل سریالونه، ډاکومنټرۍ او فلمونه هم تولیدوي.

په نړۍ کې شااوخوا ۲۰۰ میلیونه کسان له نېټفلېکس څخه ګټه اخلي.

د دې شرکت مشر هیسټینګس وړاندوینه کوي چې اکثر خلک به تر کرونا وبا وروسته هم په اوونۍ کې یوه ورځ له کوره کار کوي.

هیسټینګس وال سټریت ژورنال ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، له کوره‌یې په کار کې مثبت ټکی نه‌دی لیدلی، خو د کار لپاره د خلکو قربانیو ډېر اغېزمن کړی دی.

د ټکنالوژۍ یو شمېر کمپنیو ویلي دي چې د کرونا وبا تر تېرېدو وروسته ښایي دوی له خپلو کارکوونکو وغواړي چې له کورونو کار ته دوام ورکړي. مثلاً ټویټر د مې په میاشت کې دا خبره وکړه چې د تل لپاره‌یې کارکوونکي ښایي له کوره کار وکړي.

د ټویټر او فسبوک لوګو
د ټویټر او فسبوک لوګو

فېس‌بوک او ګوګل بیا ویلي دي چې لږترلږه د کال تر اخره د دوی کارکوونکي کولای شي چې له کوره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG