ټاکل شوې چې نن (د سپټمبر ۲مه) د ونیس د فلم نړیوال جشن یا فیستیوال پیل شي.
دا اول وار دی چې په نړۍ کې د کرونا د ویروس تر خپرېدو وروسته د فلمونو یو نړیوال فیستیوال پیلېږي.
سږکال د ونیس د فلم په فیستیوال کې ۱۸ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي او لهمنځه بهیې د نړیوالو کتونکو یو پلاوی تر ټولو غوره فلمونه وټاکي.
د فلمونو دا فیستیوال د ایټالیا په ونیس ښار کې جوړېږي.
هر کال به له ټولې نړۍ پېژندل شوي فلم جوړوونکي، هنرمندان او سیلانیان د ونیس فلم فیستیوال ته ورتلل. سږ کال د دې لپاره چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوی وشي، په ونیس کې خاص ترتیبات په پام کې نیول شوي دي.
ټول هغه کسان چې د فیستیوال لپاره ورځي باید ماسکونه ولري، د فلم د کتلو په وخت کې به خلک تر یو متر په زیاته فاصله کې ناست وي او د خلکو د تبې یا د بدن د حرارت درجه به هم کتل کېږي.
په ډېرو اروپايي هېوادونو کې د بندیزونو له نرمېدو سره د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوې دي، له دې کبله به د ونیس په ښار کې خلک ټول مجبور وي چې ماسک واغوندي.
هغه کسان به چې د شنګن له زون څخه له بهرنیو هېوادونو فیستیوال ته ورځي د کرونا ویروس دوه ټسټونه کوي، یو ايټالیا ته تر ورتګ مخکې او یو د ونیس ښار ته تر رسېدو وروسته څو چارواکي ډاډمن شي چې د کرونا خطر نهزیاتوي.
سږکال په پسرلی کې د کنس فلم فیستیوال د کرونا ویروس له کبله انلاین یا د انټرنټ له لارې ترسره شو.
د اسکار د فلم د جایزې مراسم هم د ۲۰۲۱ کال د اپرېل میاشتې ته وځنډول شول.
خو د ونیس فلم فیستیوال جوړوونکو ویلي چې دوی د فیستیوال نېټه نهبدلوي او نهیې هم د انټرنټ له لارې کوي، بلکې د دې لپاره چې د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې خلک هيلهمند شي، دا فیستیوال تر بندیزونو لاندې خو په خپل پخواني ډول ترسره کوي.
تېر کال په دې فیستیوال کې تر ټولو لوړه جایزه، د سرو زرو زمری د جوکر په نوم فلم وګټله او کتونکو اته دقیقې په ولاړو چکچکې ورته وکړې.
سږ کال د ریجیناکنګ فلم یوه شپه په میامې کې، د الکس ګبني مستند فلم لیونی او د ګوادانینو سلواتور د خوبونو موچي مستند فلم چې د ایټالوي ډیزاینر سلواتور فرګامو په ژوند راڅرخي ډېر خوښ شوي دي.