د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۳

چاریکار کې د سیلابونو له امله ویجاړۍ

د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې د تېرې سې شنبې د شپې ناوخته سیلابونه راووتل.

دغه سیلابونه د زمري د میاشتې ۴مه د شپې ناوخته هغه مهال راوتي چې خلک په خواږه خوب ویده وو جې د ښار اوسېدونکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

د پروان د روغتون رئیس ډاکتر قاسیم سنګین ازادي راډیو ته وویل: "۶۸ مړي او ۹۰ تنه ټپیان لرو، د قربانیانو شمېرې هره لحظه بدلون مومي، ځکه زیانمن د لېږدولو په حال کې دي، په سیمه کې امبولانسونه حضور لري، ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي."

د دې سیلابونو له امله د دې ښار نهمه او یوولسمه ناحیې ډېر زیانمن شوي دي.

ولسمشر غني طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ته امر کړی څو سمدستي زیانمنو سره د مرستو لپاره ور ودانګي.

د دغو سیلابونو له امله د کابل او شمالي ولایتونو ته تللې لاره هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG