د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

افغانستان

مسافرین: د کابل-ګردېز پر لویه لار امنیتي پېښې بیا زیاتې شوي

د لوګر مرکز پل علم
د لوګر مرکز پل علم

د کابل ګردېز په لویه لاره تلونکي مسافر وایي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د لوګر ولایت په اړونده سیمو کې ناامنیو زور اخیستی او نږدې هره ورځ د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتې کېږي، چې ډیری وخت په کې په لاره تلونکو مسافرو ته هم زیان اوړي.

د خوست اوسېدونکی لاهور جان لکڼوال، چې اوس مهال په کابل کې اوسېږي وایي، د کابل او ګردېز تر منځ د لوګر په اړونده سیمو کې د لویې لارې پر سر د نښتو، چاودنو او ناامنیو له امله ډېر وخت خپل کور ته د تګ زړه نشي ښه کولی.

یوازې د جنګ د ښکېلو غاړو تر منځ جګړې نه، بلکې د وسله والو طالبانو له لوري چېک پاینټونه او د کمېن نیول بله هغه اندېښنه ده، چې د رسمي چارو لپاره مرکز او ولایاتو ته تلونکي نظامي او دولتي کارکونکي یې هم اندېښمن کړي دي.

د لوګر د مرکز او کابل تر منځ دا لاره کابو ۶۵ کیلو متره اوږدوالۍ لري، چې ګڼ شمېر مسافر ورته د پل صراط نوم هم اخلي.

په دې لاره د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر ولایتونو خلک مرکز کابل او نورو سیمو ته سفر کوي.

خو د لوګر سیمه ییز چارواکي د لارې د امن کولو لپاره د تازه هڅو د پیل او په لنډ وخت کې د لارې د امن کیدو خبر ورکوي.

د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ ازادي راډیو ته وویل: "د لوګر کابل د لویې لارې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره په موخه هلې ځلې شوي، ولایتي اداره هڅه کوي او تمه ده چې ډېر لنډ وخت کې به د دې لارې امنیتي وضعیت ښه شي."

د کابل ګردېز د لویې لارې د ناامنۍ په اړه مسافر په داسې مهال اندېښنه څرګندوي، چې تېره ورځ یکشنبه د لوګر ولایت د مرکز اړوند د علي خان کلا په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د مرمۍ له لګېدو وروسته د تېلو یوه شخصي ټانکر اور واخېست چې ورسره سم لاره هم د څو ساعتونو لپاره وتړل شوه.

کابو یوه نیمه اوونۍ وړاندې د جون په ۱۴مه د دې ولایت د مرکز اړوند د خضر په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۲ مسافر ټپیان شول.

دغه مسافر وایي، ځینې وخت په لاره کې د بمونو ځای پرځای کول، د کمینونو نیول او د کم وخت لپاره چریکي بریدونه هغه څه دي، چې له امله یې هره ورځ لاره د څو ساعتونو لپاره د خلکو پر مخ تړل کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په بدخشان کې د سروزرو د کان په یوه پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

په بدخشان ولایت کې د سروزرو د یو کان د چت د راغورځیدو په پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

دا پېښه د پنجشبې په ورځ د یفتل ولسوالي په ګلستان کلي کې شوې ده.

د بدخشان د امنې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، "امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او هڅه کوي د سیمې د خلکو په مرسته ټپیان د مرکز فیض اباد روغتون ته انتقال کړي".

د کامګار په خبره، په بدخشان کې د کانونو د غورځیدو د مرګونو پېښو تکرار د کانونو غیرمسلکي کېندنه او د ځاني امنیت د تجهیزاتو نه شتون دی.

د طالبانو د مشر د فرمان پر بنسټ د هرات له زندانه یو شمیر زندانیان خوشي شوي

د طالبانو لوی مشر د هرات په زندان کې یو شمیر زندانیانو ته د سزاګانو د بښنې اعلان کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر د هرات ولایت د زندانونو د عمومي مدیریت مشر سید احمد مجمر په حواله لیکلي،" ۱۶۵زندانیان چې ۳۸ ښځې او درې ماشومان په شامل دي د امیرالمومنین په امر د هرات له زندانه ازاد شوي دي".

د مجمر په خبره، د ۶۹ نورو زندانیانو په سزاوو کې د امیرالمومنین په امر تخفیف ورکړل شوی دی.

د باختر خبري اژانس په خبر کې د دغو ازاد شوي زندانیانو د هویت او دا چې په کوم جرم زنداني شوي وو، څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو مشر له دې وړاندې هم په فرمانونو کې یو شمیر زندانیان ازاد کړي وو.

یوناما: د طالبانو له خوا د بیګم راډیو نیول شوي کارکوونکي دي خوشي شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت یوناما د بیګم راډیو د دوو کارکوونکو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر د یو بیان په خپرولو سره د دغو کارکوونکو د خوشي کیدو غوښتنه کړې او ویلي دي، دوی د بیان د ازادۍ له حق څخه د کار اخیستو په تور نیول شوي دي.

د یومانا په ټکو، ازادې رسنۍ د یوې ټولنې د ودې لپاره مهمې دي.

له دې سره همحاله، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د پنجشنبې په ماښام پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر ویلي،" د بیګم راډیو کارکوونکي دې بې له قید او شرطه ازاد شي".

هغه ویلي، د طالبانو له خوا د خبریالانو خپل سري نیول دي ودرول شي.

بیګم راډیو د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، "د طالبانو استخباراتو په کابل کې د بیګم راډیو پر دفتر چاپه وهلې او د دې راډيو دوه تنه نارینه کارکوونکې يې له ځانه سره وړي دي".

خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلترو وزارت بیا وايي، د بیګم راډیو خپرونې يې ځکه بندې کړي چې د دوی له پالیسۍ سره په ټکر کې وې.

د طالبانو مخابراتو وزارت: سیستم مو نه دی هک شوی؛ معلومات ښايي له متفرقه کمپیوټرونو ترلاسه شوي وي

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ځينو رسنیو کې د دوي دځينو ادارو د معلوماتو هک کیدلو په اړه نن په یوه اعلامیه کې ویلی چې ممکن دا معلومات په متفرقه ډول د انفرادي کمپیوټرونو څخه چې له امنیتي تدابیرو برخمن نه دي د لاسرسي وړ ګرځېدلي وي.

د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په اعلامیه کې راغلی چې هیڅ سیسټم هک شوی نه دی.

یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه، چې په کې ویل شوي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي اسناد اکثره عامه یا د تیرو کلونو دي.

طالبان ادعا کوي چې ټول حکومتي سیستمونه خوندي او د سایبري بریدونو په وړاندې معاف دي.

دغه اسناد چې د طالبانو د حکومت د بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو معلومات پکې دي د طالب لیکس په نوم په یوه نوې وېب‌ پاڼه کې خپاره شوی دي.

اوچا سږ کال له یو میلیون افغانانو سره د نغدو پیسو مرسته وشي

د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، روان دوه زره پنځه ویشتم کال به په افغانستان کې له یو میلیون کسانو سره د نقدو پیسو مرسته وشي.

دې ادارې په خپله ایکسپاڼه کې پرون ولیکل چې په افغانستان کې په سلو کې نهه اتیا کورنۍ غوره ګڼي چې نقدي مرسته ترلاسه کړي.

بل لور ته د ملګرو ملتو د خوړو او کرهڼې سازمان (ایف اې او) پرون وویل چې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د ادارې په کومک به تر لس زره ډيرو کورنیو ته پیسې ورکړي او د څارویو د ساتنې او روزنې بستې به وروسپاري.

د دې مرستو ژمنې په داسې وخت کې شوې دي چې یو شمیر مرستندویو بنسټونو اندیښنې څرګندې کړې دي چې د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډیو سره به په افغانستان کې د ژمي په ترڅ کې د میلیونو کسانو بد بشري وضعیت لاپسې خراب شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت د بیا ارزونې لپاره د ۹۰ ورځو په مخه د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې.

امریکا له ازبکستان څخه د افغان ملي اردو ۷ څرخکې یووړې

د ازبکستان د ځینو رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان د جمهوري نظام اووه بلک هاک هیلکوپتر امریکا ته انتقال شوې.

د (کان اوز) په نوم انلاین رسنۍ پرون راپور ورکړ چې د امریکا دفاع وزارت دا هیلکوپتر خپل هیواد ته وړې دي.

د راپور له مخې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په پنځلسمه چې کله طالبان کابل ته داخل شول د افغانستان د جمهوري نظام تر پنځه سوه ډیر غړي په هغو هیلکوپترو او الوتکو کې چې متحدو ایالتونو د افغانستان پوځ ته ورکړې وې، ازبکستان ته ولاړل.

(کان اوز) رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت پر اساس وایي چې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو پرمهال دوه ویشت الوتکې او څلرویشت هیلکوپترې ازبکستان ته انتقال شوې.

طالبانو تر دې مخکې له ازبکستان څخه څو ځله د دې الوتکو د بیرته ورسپارلو غوښتنه کړې ده، خو په ازبکستان کې د متحدو ایالتونو سفیر جاناتان هنیک د وږي په میاشت کې ویلي و چې له ازبکستان سره د توافق له مخې به دا الوتکې بیرته افغانستان ته ونه سپارل شي.

په زوره د افغان کډوالو ایستل دې ودریږي، د جاپان د سفیر غوښتنه

په افغانستان کې د جاپان سفیر، تاکایوشي کورومایا، له کوربه هېوادونو غوښتنه کړې چې افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو ونه‌باسي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت نن چهارشنبه، د دلوې ۱۷مه، په ایکس/ پخواني ټویټر کې لیکلي چې کورومایا دغه څرګندونې پرون د دې وزارت له سرپرست، مولوي عبدالکبیر، سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

کورومایا له کوربه هېوادونو غوښتي چې افغان کډوالو ته اجازه ورکړي، څو هغوی په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په دې وروستیو کې پاکستان او ایران زرګونه افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو ایستلي دي.

راپورونه ښيي چې د پاکستان حکومت د اسلام‌اباد او راولپنډۍ په ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ لا شدیده کړې ده.

له بلې خوا، د ایران حکومت اعلان کړی چې د روان میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا دوه میلیونه بې‌اسناد افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د مولوي عبدالکبیر له خولې ویلي چې بېرته ستنېدونکي او بې‌ځایه شوي افغانان د سرپناه او بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

طالبانو په کندز او فاریاب کې دوه ښځې او درې نارینه په عام محضر کې په درو وهلي

د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبه، د دلوې ۱۷مه، په دوو جلا اعلامیو کې ویلي چې د کندز او فاریاب ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یې دوه ښځې او درې نارینه په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د محکمې د معلوماتو له مخې، یوه ښځه او دوه نارینه نن د فاریاب ولایت د بلڅراغ په ولسوالۍ کې د "کور څخه تېښتې او د بل چا تېښتې ته د اسانتیا برابرولو" په تور، هر یو ۳۹ دورو وهل شوي او پر دې سربېره په یو کال بند محکوم شوي دي.

په یوه بله اعلامیه کې، چې نن د طالبانو سترې محکمې د ایکس/ پخواني ټویټر له لارې خپره کړې، ویل شوي چې پرون، د دلوې ۱۶مه، یوه ښځه او یو نارینه په کندز کې د هغه څه په تور چې دې اعلامیې "اخلاقي فساد" بللی، هر یو ۳۹ دورو وهل شوي او په دوه کاله بند هم محکوم شوي دي.

طالبانو په افغانستان کې د بیاځلي واکمنۍ د پیل راهیسې پر تورنو کسانو د فزیکي سزاګانو عملي کول پیل کړي، چې د بشري حقونو نړیوالو فعالانو پرې نیوکې کړي.

د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته د دا ډول بدني سزاګانو دوام د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو، له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

دغه سازمانونه له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاګانې سمدستي ودروي او د بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي.

د اسماعیلیه شیعه ګانو مذهبي مشر کریم آغاخان د ۸۸ کلونو په عمر په حق ورسېد

کریم آغاخان
کریم آغاخان

د آغاخان بنسټ او د اسماعیلیه شیعه مسلمانانو مذهبي ټولنې پرون (د سلواغې ۱۶مه) په یو بیان کې اعلان وکړ چې شهزاده کریم الحسیني څلورم آغاخان او د اسماعیلیانو ۴۹ میراثي امام په داسې حال کې چې کورنۍ یې ورسره وه، په پرتګال کې په حق ورسېد.

د بیان له مخې د کریم آغاخان د ځایناستي نوم به د هغه له وصیت سره سم د کورنۍ او مذهبي مشرانو په مخکې وروسته اعلان شي. د دې اعلان نېټه نه ده ښودل شوې. د اسماعیلیه ویبسایټ د معلوماتو له مخې د آغاخان ځایناستی به د نوموړي د کورنۍ یا نژدې خپلوانو له نارینه غړو څخه غوره شي.

آغا خان په شل کلنۍ کې هغه مهال چې د هاروارډ پوهنتون محصل و، د اسماعیلیانو د مذهبي مشر په توګه غوره شو.

هغه د افغانستان، تاجکستان او بنګلدېش په ګډون په څه باندې ۳۰ وروسته پاتې هېوادونو کې د میلیونونه ډالرو په لګښت ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او کورونه جوړ کړي او میلیونونه پلویان لري. د آغاخان خیریه بنسټ چې په افغانستان کې هم د مرستې ګڼې پروژې تمویلوي، د رغنیزو پروژو لپاره یو میلیارد ډالره کلنۍ بودیجه لري.

د ملګروملتونو امنیت شورا سراج الدین حقاني ته سعودي عربستان ته د سفر اجازه ورکړه

سراج الدین حقاني په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته هم سفر کړی و، چېرې یې د دې هېواد له ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره کتلي وو.
سراج الدین حقاني په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته هم سفر کړی و، چېرې یې د دې هېواد له ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره کتلي وو.

د ملګروملتونو امنیت شورا وايي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته یې سعودي عربستان ته د سفر اجازه ورکړې ده.

ملګروملتونو، چې ښاغلی حقاني یې د بندیزونو په لیست کې دی ، پر خپله ویب‌پاڼه په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې امنیت شورا د جنورۍ په ۲۲مه هغه طرحه تایید کړه چې نوموړي ته د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې له ۲۳مې څخه د فبرورۍ تر درېیمې نېټې پورې د سفر معافیت ورکوي.

په بیان کې راغلي دي چې د حقاني د سفر هدف د عمرې حج ترسره کول دي.

د بیان له مخې، د م. م. امنیت شورا له دې مخکې د جنورۍ په لسمه د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب ته هم د سعودي عربستان، او د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۶مه، په جلا پرېکړه‌لیک کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړې وه.

ثاقب او متقي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یو د قاضي‌القضات او بل د پوهنې د وزیر په توګه کار کاوه، د ۲۰۰۱ کال په جنورۍ میاشت کې، او سراج الدین حقاني د ۲۰۰۷ کال په جنورۍ میاشت کې، د ملګروملتونو د بندیزونو په لیست کې شامل شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG