د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۸

امریکا: ځینو سیمو کې د لګول شویو بندیزونو د نرمولو پر دوهم پړاو غور کېږي


له پلان سره سم، په نیویارک کې د بندیزونو د نرمولو دوهم پړاو باید د جون په ۲۲مه پيل شي.
له پلان سره سم، په نیویارک کې د بندیزونو د نرمولو دوهم پړاو باید د جون په ۲۲مه پيل شي.

سره له دې چې د امریکا په یو شمېر سویلي ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي، د دې هېواد په شمال ختیځ ایالت نیویارک ایالت د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګول شوو بندیزونو د نرمولو پر دوهم پړاو غور کېږي.

د نیویارک والي به نن، د جون په ۱۹مه، په دې اړه چې دوهم پړاو پړاو څه وخت پیلولای شي، پرېکړه وکړي.

نیویارک د امریکا د هر بل ایالت په پرتله، د کرونا ویروس وبا سخت ځپلی دی.

له پلان سره سم، په نیویارک کې د بندیزونو د نرمولو دوهم پړاو باید د جون په ۲۲مه پيل شي.

خو د نیویارک والي اندرو کومو ویلي چې د دوهم پړاو تر پیل مخکې به د کرونا ویروس له یو شمېر کورنیو او نړیوالو څارونکو سره خبرې وکړي.

چارواکي د بندیزونو د نرمولو په صورت کې د کرونا ویروس د بلې څپې له امکانه وېره لري.

د نیویارک والي اندرو کومو ویلي چې د بندیزونو د دوهم پړاو د پيل په اړه له احتیاطه کار اخلي ځکه اندېښنه لري چې که بندیزونه نرم شي، ډېر خلک او سیلانیان به تګ -راتګ پيل کړي او د کرونا ویروس له کبله پېښ شوی بحران به یو واربیا اوج ته ورسېږي.

د نیویارک والي اندرو کومو
د نیویارک والي اندرو کومو

په نیویارک کې له څه باندې درې میاشتو راهیسې کلک بندیزونه لګېدلي دي.

خو که چېرې د بندیزونو د نرمولو دوهم پړاو پيل شي، په نیویارک کې به رسټورانټونه، مغازې او نور سوداګریز کارونه به له ځیني محدودیتونو سره پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په متحدو ایالاتوکې پرون جون ۱۸مه، دریمه ورځ وه چې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله د مړو شمېر په یوه ورځ کې تر ۱۰۰۰ تنو کم و.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون په حواله، ۱۱۸ زره کسان په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله په کوېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او مړه شوي دي.

په امریکا کې تر دوه اعشاریه یو میلیون زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د متحدو ایالاتو په ځيني ایالتونو لکه اریزونا، کالیفورنیا او فلوریډا کې چې بندیزونه مخکې له وخته نرم شوي وو، ډاکتران او نور روغتیایی کارکونکي وايي چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې یو وار بیا د زیاتېدو په حال کې دي.

د مې په میاشت کې په امریکا کې د عمومي رخصتۍ په ورځو کې ډېر خلک دې ایالتونو ته د چکر لپاره ورغلي وو.

په دې ایالتونوکې چارواکو پر خلکو غږ کړی چې په عمومي ځایونو کې ماسک واغوندي او د ډاکترانو نورې سپارښتنې پلې کړي.

ډاکتران مکرراً خلکو ته سپارښتنه کوي چې لاسونه دي په صابون مینځي، ماسک دي اغوندي او له نوروخلکو دي ځانونه لرې ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې ډاکتر انتوني فاوچي پرون په امریکا کې د روغتیا ملي انستېتیوت ته په خبرو کې وویل چې دی فکر نه کوي چې یو وار بیا به د دې اړتیا وي چې امریکايان په خپلو کورونو کې بند او قرنطین شي.

خو څرګنده یې کړه چې په هغو سیمو کې چې د کرونا ویروس نوې پېښې زیاتې شوې باید د ویروس د کنټرول لپاره هڅې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG