د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۵

هشت صبح: ایا امریکا طالبان په حقه یادوي یا حکومت د ډېرو امتیازاتو لټه کې دی؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په هېواد کې د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو د امریکا، افغان حکومت او طالبانو څرګندونو په اړه لیکلي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي یو ځل بیا د تېرې اوونۍ لویو خونړیو پېښو ته په اشاره لیکلي چې خلک باید د وروستیو پېښو اصلي عاملین وپېژني.

نوموړی زیاتوي دولت لا هم د وروستيو بریدونو ترسره کوونکي طالبان یادوي، طالبان بیا د کابل او ننګرهار د وروستیو بریدونو په اړه پر هر اړخیزو څېړنو ټېنګار کوي، داعش ډلې هېڅ کوم نظر نه‌دی وړاندي کړی او امریکا بیا د وروستي بریدونو لاس په داعش ډلې پاکوي، نو خلک باید پوه شي چې اصلي کیسه او سناریو څه ده؟

ایا دا چې امریکا د طالبانو ډله په حقه یادوي او یا حکومت د ډېرو امتیازاتو اخیستو په لټه کې دی؟

سرمقاله لیکونکي دا خبره چې د امریکا له‌خوا د کابل او ننګرهار پېښو پړه په داعش ډلې اچول شوې، د اندېښنې وړ بللې او لیکلي یې دي که رښتیا هم دا بریدونه داعش ډلې ترسره کړي وي، نو افغانستان له طالبانو سره له سولې وروسته هم د جګړې له خطر سره مخ دی.

د هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي د درېیو سناریوګانو وړاندوینه کړې، لومړی دا چې امریکا غواړي له طالبانو سره له توافق وروسته دا ډله له هر ډول ترهګریز پېښو ترسره کوونکو قطار څخه وباسي، دوهمه دا چې حکومت د سولې راتلونکو مذاکراتو کې د طالبانو او امریکا له‌خوا اصلي لوری وګڼل شي، پر طالبانو فشار راولي او درېیمه سناریو به دا وي چې رښتیا داعش ډله پياوړې شوې او د حکومت هغه څرګندونې دروغ دي چې ګواکې دا ډله‌یې ځپلې ده.

  • هېواد

په ورته وخت کې بیا د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي، د افغان حکومت په پلوي کرښې تورې کړې دي.

سرمقاله لیکونکي په هېواد کې د ټولو خونړيو بریدونو ترسره کوونکي او د سولې پروسې په وړاند خنډ رامنځته کوونکي طالبان یاد کړي.

د هېواد ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي لیکلي چې د طالبانو وروستي وحشت ولسمشر غني اړ کړ چې امنیتي ځواکونو ته امر وکړي ترڅو د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو په وړاندې تعرضي حالت خپل کړي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا افغان حکومت باور لري چې د کابل، ننګرهار، لغمان او په وروستیو کې د ګردېز ښار پوځي محکمې او مستوفیت ته څېرمه طالبانو موټربم بریدونه ترسره کول په دې ټینګار کوي چې دا ډله سولې ته لېوالتیا نه‌لري، نو ځکه ولسمشر غني په کابل کې د ځانګړو عملیاتو د کمانډو په قول اردو کې د وینا پر مهال له ټولو امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول کمانډو وغوښتل چې طالبانو ته یو ځل بیا خپل قوت وروښیي.

سرمقاله لیکونکي پر دې هم ټینګار کړی چې امریکا او د افغان حکومت نور متحدین هم باید د طالبانو پر دغه ترهګریز حالت او د هغوی له‌خوا د سولې لپاره د هېڅ یوې پرېکړې نه‌منلو ته پام وکړي او پر دې ډلو او د دې ډلو تر شا ولاړو هېوادونو فشارونه راوړي چې په افغانستان کې سولې ته غاړه کېږدي، له دې پرته له طالب او ترهګرو ډلو د سولې هېڅ تمه نه‌شي کېدای!

XS
SM
MD
LG