د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر نن اسرائیل ته ورسېد چې د دغه هېواد د نوي حکومت له مشرانو سره په منځني ختیځ کې د ایران پر فعالیتونو خبرې وکړي.
د اسرائیل د نوي حکومت له رهبرانو سره به د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر بحثونه، په منځني ختیځ کې د ایران پر بېثباتوونکي چلند، په سوریه کې د ایران پر فعالیتونو او په لبنان کې له حزبالله ډلې سره د ایران د همکارۍ پر تحولاتو راڅرخي.
د مایک پومپیو د دغه سفر په اړه د نږدې ختیځ په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ شینکر تېره اوونۍ په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته معلومات ورکړي وو.
شینکر ويلي وو، مایک پومپیو دا سفر ځکه کوي چې په باور یې د امریکا متحده ایالات او اسرائیل له یو بل څخه د اورېدلو لپاره ډېر مسایل لري او په ګډه به خطرونو ته ځواب وايي، که دا خطرونه د کرونا له وبا څخه پېښ وي یا هم د ایران له ناوړه سیمهییز نفوذ څخه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي، د ایران په اړه په بحثونو کې به د ایران ټول فعالیتونه او هغه ګواښونه شامل وي چې د اسرائیل او د امریکا ګټو ته پېښ دي.
د نږدې ختیځ په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ شینکر وویل: "واشنګټن به د ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ میاشتې له طرحې سره سم په منځني ختیځ کې د سولې د یوه پلان تعقیب ته دوام ورکړي."
ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې هغه وخت د دغه پلان د اعلان پر مهال د نورو موضوعاتو ترڅنګ بیتالمقدس د اسرائیل د نهبېلېدونکې پلازمېنې په توګه اعلان کړی و.
که څه هم د اسرائیل صدراعظم د هغه پلان هرکلی کړی و، خو فلسطینیانو په شدت رد کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د مایک پومپیو په اجنډا کې له کوم فلسطیني چارواکي سره کتنه شامله نهده، ځکه چې د فلسطینیانو رهبرۍ له اوږدې مودې راهیسې له امریکايي چارواکو سره خبرې نهدي کړي.
د نږدې ختیځ په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شینکر د هغو راپورونو په اړه چې د اسرائیل دفاعي چارواکو له سوریې د ایران د ځینو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې کړې وې، له څه ویلو ډډه وکړه.
ښاغلي شینکر وویل، ایران په دوامدار ډول هڅه کوي د اسرائیل په سرحد کې خپل حضور ایجاد، دغهراز د اسرائیل د په نښه کولو لپاره عصري وسلې او شتمني انتقال او د سوریې له طریقه حزبالله ډلې ته تجهیزات ولېږدوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل ته دا یو ورځنی سفر په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د اسرائیل نوی ائتلافي حکومت سبا لوړه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو ترڅنګ له بني ګنځ سره هم چې د اسرائیل راتلونکی دفاع وزیر به وي، وګوري.
د اسرائیل د ائتلافي حکومت تشکیل تېره اوونۍ تصویب شو چې له نتانیاهو او ګنځیې په خپلو کې د شراکت غوښتنه وکړه چې ورسره په دغه هېواد کې د یوه کال سیاسي کړکېچ پای ته ورسېږي.