په عربي هېوادونو کې مهاجر مزدورکاران د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
ګڼو یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او غواړي خپلو کورونو ته ستانه شي.
یو شمېر هېوادونو د خپل وګړو ایستل پیل کړي، خو ګڼ کسان اوس هم په دغو هېوادونو کې بند پاتې دي.
د بحرین له ټاپوګانو نیولې د دوبۍ تر لوړو ودانیو، په عرب خلیج هېوادونو کې ګڼ مزدورکاران په کورونا ویروس اخته شوي هم دي. په دې ویروس اخته کسان پر یوه ځای ګډ قرنطین ته اړ ایستل کېږي ځيني کسان له دندې لیرې شوي یا هم پرته له مزده رخصت شوي دي.
د اسوشيټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې متحده عربي اماراتو حتی د مزدورکارانو هېوادونو ته تهدید کړی چې که خپل وګړي بېرته ونهغواړي په راتلونکي کې ورباندې د سهميې وضع کېدو احتمال شته.
په متحده عربي اماراتو کې د کډوالو د حقونو فعال خلیل بنیری وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله خلک سفر نهشي کولای او خلک هلته بند پاتې دي.
دی وايي، اوسمهال ۴۰ زرو پاکستاني وګړو د دې هېواد سفارت او قونسلګریو ته غوښتنلیکونه لېږلي چې غواړي خپل هېواد ته ستانه شي.
خلیل بونیري له ازادي راډيو سره په خبرو کې داسې وویل: "زه خواست کومه چې په یو طریقه دې زموږ دا مسافر له دې ځایه لاړ شي. ځکه دلته دوی ته ډېر تکلیف دی. دلته که یو بوتل اوبه اخلي په یو درهم دی چې ۴۳ پاکستانۍ روپۍ کېږي. دوی د اوسېدو او خوراک څښاک له ستونزو سره مخامخ دي."
د ښاغلي بونیري په وینا، په متحده عربي اماراتو کې شااوخوا اووه نیم لکه پاکستاني پښتانه ژوند کوي.
پرته له معاشه په پردیو هېوادونو کې بند پاتې کېدل یوه لویه ستونزه ده چې په عربو هېوادونو کې د جنوبي اسیا میلیونونه کډوال ورسره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په بحرین، کوېټ، عُمان، قطر، سعودي عربستان، اردن، لبنان او متحده عربي اماراتو کې شااوخوا ۳۵ میلیونه مزدورکاران ژوند کوي. په عرب خلیج هېوادونو کې تر ځايي اوسېدونکو بهرنیان ډېر دي او د ځینو هېوادونو د نفوس شااوخوا ۸۰ فیصده برخه جوړوي.
عرب خلیج هېوادونو د ځايي اوسېدونکو او تابعیت لرونکو لپاره د کرونا ویروس معاینات زیات کړي دي.
د بېلګې په توګه متحده عربي امارات وايي د ابوظبي په صنعتي ښار کې هره ورځ د شااوخوا ۱۰ زرو کارکوونکو معاینات کېږي.
ډېری کډوال په کم مزد د ودانیو جوړولو په برخه کې کار کوي، په سخته ګرمي کې په دې صحرايي سیمه کې لویې لارې، لوړې ودانۍ، هوټلونه او د مرمرو مغازې جوړوي. نور يې پاککاري کوونکي، ګارزونان یا موټر چلوونکي دي. کډوالې ښځې ډېری وختونه د خدمې یا کوچنیانو ساتلو کار موندلای شي.
د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، په بحرین او قطر کې سلګونه کارکوونکي وروسته له هغه قرنطین شول چې یو شمېر کسان په کرونا ویروس اخته شول.
راپور وايي سعودي عربستان هم د کارکوونکو په کورونو کې د دې ویروس د خپرېدو خطر ولید. سنګاپور هم له دې ستونزې سره مخامخ دی.
د اسوشیټډ پرس راپور وايي چې د متحده عربي اماراتو حکومت دې اژانس ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قرنطین پر مهال به هم مزدورکارانو ته د هغوی مزد ورکوي.
پاکستان له عرب خلیج هېوادونو څخه د خپلو وګړو د ایستلو لپاره یو شمېر پروازونه پیل کړي، خو هندوستان نهغواړي خپل وګړي وباسي.