د پاکستان مرکزي حکومت د سند ایالت د محکمې هغه پرېکړه وننګوله چې د یوه امریکایي خبریال په وژنې محکوم کس تهیې له اعدامه برائت ورکړی دی.
په پاکستان کې د وال سټریت ژورنال د خبریال په وژنه محکوم کس احمد عمر سعید شېخ له ۲۰۰۲ کال راهیسې په زندان کې دی.
پخوا د ترهګرۍ ضد یوې محکمې سعید شېخ د امریکایي خبریال د وژنې په جرم په اعدام محکوم کړی و، خو تېره پنجشنبه د سند ایالت سترې محکمې د هغه سزا له اعدامه ۷ کاله بند ته واړوله.
د شېخ مدافع وکیل خواجه نوید ویلي، محکمې د ده مؤکل یوازې د امریکایي خبریال په تښتونه مجرم پېژندلی، نو ځکهیې د اعدام سزا ترې لیرې کړه.
محکمې په قتل کې ښکېلو درې نورو تورنو کسانو ته برائت ورکړ، دا درې کسان د ترهګرۍ ضد محکمې په عمري بند محکوم کړي وو.
د سند ایالت د محکمې دې پرېکړې د امریکا او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو غبرګون پارولی دی.
واشنګټن د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي، دا کار د ترهګرۍ د قربانیانو بېاحترامي ده.
د نړیوالو رسنیو پر ازادۍ د څار سازمان ویلي، د محکمې دې پرېکړه کې عدالت تر پښو لاندې شوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د اسلاماباد حکومت به د سند ایالت له محکمې وغواړي چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
ښاغلي قریشي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا د محکمې اختیار دی چې د دوی غوښتنه مني او که نه؟
د امریکایي خبریال په وژنې محکوم احمد عمر سعید شېخ په لندن کې زېږېدلی دی.
نوموړی په ۲۰۰۲ کال کې وروسته له هغه ونیول شو چې د پاکستان په کراچۍ کې د وال ستریټ ژورنال خبریال دنیېل پرل د سخت دریځو اسلامپاله ډلو په اړه د یوې څېړنې پر مهال وتښتول او بیا یې سر غوڅ شو.
د دغه خبریال چې د جنوبي اسیا لپاره د وال ستریټ ژورنال د دفتر مشر هم و، د وژنې وېډیو په کراچۍ کې د امریکا قونسلګرۍ ته ورکړل شوې وه.