افغانستان
غني: پر دفاعي ځواکونو هېڅراز معاملې ته حاضر نهیوو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي موږ له پیاوړي دریځه مذاکراتو ته ځو او پر امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅراز معاملې ته حاضر نهیوو.
ښاغلي غني دا خبرې د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې د مشرتابه هیئت یو شمېر غړو سره په لیدنه کې کړې دي.
ارګ وايي د ولسي جرګې د لومړي مرستیال امیر خان یار په شمول د دې جرګې یو شمېر استازو له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د سولې په پروسه کې د افغانانو د حقونو په ساتلو او په دې بهیر کې د ټولو اقشارو پر ګډون ټینګار وکړ.
د ارګ د خبرپاڼې په وینا ولسمشر غني د ولسي جرګې غړو ته ډاډ ورکړ چې د ولسي جرګې او لویې جرګې له تأیید پرته هېڅ هوکړه د عملي کېدو وړ نهده.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر غني له خولې وايي چې د مشورو سیستم به په دوامداره توګه ترسره شي او زیاته کړې یې ده چې "سوله زموږ د خلکو حیاتي غوښتنه ده، مګر موږ حکومتوالي او اصلاحات نهشو هېرولی."
د ولسمشر غني په وینا افغانستان دایمي دوست او دښمن نهلري، بلکې دایمي ګټې لري چې په وینا یې ګټې یې دوامداره او تدبیر غواړي.
ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې افغانستان کلونه وروسته په تاوتریخوالي کې د کمښت اوونۍ تجربه کوي او ټاکل شوې چې نږدې راتلونکي کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې تر لاسلیک وروسته، د افغان حکومت او طالبانو په ګډون د سولې بینالافغاني خبرې پیل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان وايي، د سږ کال تر پایه به هرات ښار ته د ټاپي نللیکه ورسیږي

د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت وایي چې د ټاپي پایپلاین به د روان ۲۰۲۵ کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي.
د دغه وزارت ویندوی همایون افغان پرون (پنجشنبې) رسنیو ته وویل هرات ته د نللیکې له رسیدو وروسته به په دغه ښار کې د ګازو د وېش بهیر هم پیل شي.
د هغه په وینا، د پایپلاین مسیر تر هرات پورې ۱۵۳ کیلومتره دی، چې له هغه څخه ۱۴ کیلومتره یې تر اوسه بشپړ شوی.
د ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو پایپلاین ټول اوږدوالی ۱٬۸۱۴ کیلومتره دی، او ټاکل شوې ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.
دا نللیکه به له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېره شي. په افغانستان کې به د دغه پایپ لاین اوږدوالی ۸۱۶ کیلومتره وي.
د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د باندنیو چارو وزارت وویل چې د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا په اړه ټیلفوني خبرې کړي دي.
ظاهر قدیر په نایروبي کې محکمې ته حاضر شو

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال رئیس ظاهر قدیر، چې څه موده وړاندې د امریکا په غوښتنه د کینیا حکومت ونیوه، پرون (پنجشنبې) د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې محکمې ته حاضر شو، څو د امریکا له خوا د ده د استرداد (بېرته سپارلو) غوښتنه وڅېړل شي.
پر قدیر د مخدرو موادو د قاچاق او ناقانونه وسلو د لرلو تورونه لګول شوي دي.
قدیر، چې نژدې یوه میاشت مخکې په کینیا کې نیول شوی، دغه تورونه رد کړي او امریکا ته د ده د استرداد غوښتنه یې سیاسي بللې ده.
هغه محکمې ته ویلي، د خپل سیاسي دریځ له کبله نیول شوی او امریکا ته سپارل کېږي.
د کینیا چارواکو تایید کړې چې د قدیر نیونه د امریکا د یوې محکمې په غوښتنه شوې، چې د مارچ په ۲۵ نېټه یې د هغه د نیونې حکم صادر کړی و. د نایروبي محکمې د ده د توقیف موده غځولې تر څو د استرداد د غوښتنې په اړه پرېکړه وشي.
د ظاهر قدیر وکیل، ندیګوا نجیرو، محکمې ته ویلي چې د امریکا غوښتنه یوازې د نیونې پر حکم او د تورونو پر لنډیز ولاړه ده، نه پر مستندو شواهدو.
توپان په ننګرهار کې خلکو ته تاوانونه واړول

د جلالاباد ښار په ختیځو برخو کې پرون (پنجشنبې) توپان لږ تر لږه ۲۵ تنه ټپیان کړل.
توپان د ښار په څو برخو کې کورونه، تجارتي ملکیتونه او زېربناوې زیانمن کړي دي.
طالب چارواکو ویلي، د دوو مخابراتي برجونو، د لمر پر برېښنا د چلیېدونکې سیستم، او یوې سیمهییزې راډیو په شمول یو شمېر مهمو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.
د ښار په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې د کورونو ښیښې، د کورونو دننه سامانونه، او د دوکانونو مالونه هم زیانمن شوي دي.
ټپیان د جلالاباد ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.
تر دې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د ننګرهار په شمول په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او تېزو بادونو وړاندوینه کړې وه.
د افغان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په تالقان ښار کې درې سیمه ایز خبریالان نیولي دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تخار ولایت کې د دریو سیمه ایزو خبریالانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د خبریالانو دې مدافع ټولنې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې د آریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي او آزاد خبریالان منیر هدف او اسدالله تیمور په تالقان ښار کې د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو له خوا نیول شوي دي.
د بیان له مخې تیمور او منیر د دوشنبې په شپه او ابراهیمي د سه شنبې په ورځ نیول شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او پر واکمنو طالبانو یې غږ کړی چې دا خبریالان سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د مې په دریمه، د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د بیان پر آزادۍ محدودیتونه د اندېښنې وړ وبلل.
مېرمن اوتونبایووا وویل، د طالبانو محدودیتونه د دې سبب شوي چې د رسنیو مسلکي کسان له ګواښونونو، بندي کېدو او ناوړه چلند سره مخامخ شي.
د جرمني حکومت دې هېواد ته د ډېری غیرقانوني کډوالو پر ننوتو بندیز لګوي

د جرمني نوی حکومت وايي چې ډېری غیرقانوني پناه غوښتونکو ته به اجازه ورنه کړي چې له سرحدونو څخه دې هېواد ته ننوځي. دا په داسې حال کې ده چې نوی صدراعظم فریدریښ میرڅ هڅه کوي دې هېواد ته د پناه غوښتونکو د بې نظمه ننوتلو او ورسره د افراطي ښي اړخو د نفوذ د زیاتېدو مخه ونیسي.
د کډوالو پرمخ د سرحدونو بندول د ښاغلي میرڅ د پالیسۍ مهمه برخه ده ځکه دی غواړي چې د جرمني لپاره د بدیل AfD په نوم د کډوالو مخالف سیال ګوند، پراخ نفوذ ترلاسه نه کړي. دې ګوند د فبروري په انتخاباتو کې دوهم ځای وګاټه او محبوبیت یې په نظرپوښتنو کې په زیاتېدو دی.
جرمني په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو د بحران په اوج کې شاوخوا یو میلیون کډوال ومنل چې ډېری د سوریې او افغانستان وګړي وو.
د روغتیا نړیوال سازمان؛ په افغانستان کې د شري پېښې په زیاتېدو دي

د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي چې په افغانستان کې د شري یا سرخکان د ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي.
دې سازمان پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې واکسین د شري د مخنیوي لپاره یوازینۍ لاره بللې ده او له خلکو یې غوښتي دي چې د دې ناروغۍ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي.
په تېره اپریل میاشت کې WHO په یوه راپور کې وویل چې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې څه باندې ۴۲ سلنه ډېرې شوي دي. د دې راپور له مخې تر اپریل میاشتې پورې د دې ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ۱۹۳ ته رسېدلی دی.
په غزني کې د یوې کورنۍ درې غړي اوبو ډوب کړي دي

په غزني ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې د یوې کورنۍ درې غړي په اوبو کې د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د غزني امنیه قوماندانۍ ویلي دي چې لومړی یو ماشوم د لوبو پرمهال اوبو ته وغورځېد او وروسته یې مور او پلار د هغه د ژغورنې لپاره ځان اوبو ته واچاوه خو درې واړه مړه شول.
دا پېښه نن (د غويي ۱۸مه) د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې شوې ده.
تېرکال راپور ورکړل شوی و، چې له پنځوسو ډېر کسان چې ډېری ځوانان وو، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په اوبو کې د ډوبېدو په پېښو کې مړه شوي دي.
بې احتیاطي، له لامبو سره نابلدي او د ډوبو شویو کسانو د ژغورنې د امکاناتو نشتوالی د دې خونړیو پېښو مهم عوامل بلل کېږي.
ملګري ملتونه میندو ته د ماشومانو د روزنې کورسونه جوړوي

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسیف په افغانستان کې میندو ته د ماشومانو د ښې روزنې د تجربوي کورسونو خبر وکوري.
یونیسیف نن پر خپله ایکس پاڼه د دې کورسونو د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د نړیوال بانک په ملاتړ په دې پروګرام کې لس زره هغه میندې چې له شپږو کلونو کم عمره ماشومان لري روزل کېږي.
په افغانستان کې چې د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه دی، د ماشومانو د روزنې ځانګړي ښوونځي نه شته. یونیسیف وايي، په دې کورسونو کې میندې زده کوي چې څنګه خپلو ماشومانو ته پاملرنه او عاطفي او مسوولانه چلند وکړي.
د طالبانو حکومت: ترکمنستان له افغانستان سره د رېل پټلۍ، سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې پلانونه اعلان کړي دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ (د مې په ۷مه) د ترکمنستان د وزیرانو د کابینې مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید میریدوف سره د ټاپي پایپ لاین پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي چې دا غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه. د بیان له مخې میردوف په نژدې راتلونکي کې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د عملي همکارۍ د پراخولو پلانونه اعلان کړل. خو په بیان کې د دغو پلانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
ټاپي د ګازو د نللیکې سیمهییزه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.
د دې پروژې د کار د پیل تړون په ۲۰۱۶ م کال کې د ترکمنستان، د افغانستان د تېر جمهوري نظام، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو.
د طالبانو حکومت د هند او پاکستان ترمنځ پر ترینګلتیا اندېښنه وښوده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیا پر زیاتېدو اندېښنه وښوده ویې ویل چې دا وضعيت د سيمې په ګټه نه بولي.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.
سره له دې چې پاکستان د طالبانو کلیدي متحد انګېرل کېده، د دغه هیواد او طالبانو اړیکې په ځانګړي ډول وروسته له دې خړپړې شوې چې تېر کال پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه.
د دې خلاف بیا له هند سره د طالبانو اړیکې نژدې شوې دي. دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د هند او طالبانو اړیکې ډېرې ترینګلې وې.