د بېپولې خبریالانو ټولنې د پاکستان له فدرال چارواکو غوښتي چې د ټولنیزو رسنیو په برخه کې لګول شوي مقررات لغوه کړي.
دې ټولنې چې مرکز یې په پاریس کې دی، پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو لګول شوي محدودیت باندې نیوکه کړې ده.
د دغه بنسټ په خبره، د ټولنیزو رسنیو د تنظیم او محدودیت دا مقررات د خبریالانو د کارونو په وړاندې لوی ګواښ رامنځته کوي.
د بېپولې خبریالانو بنسټ چې مرکز یې په پاریس کې دی، خپل دریځ په پاکستان کې دننه او بهر د بیان ازادۍ له هغو ملاتړو سره همغږی کړی چې وایي "نوي مقررات پاکستاني چارواکو ته له څارنې پرته د رسنیو د ازادۍ د لهمنځه وړلو واک ورکوي."
د بېپولې خبریالانو د اسیا پاسیفیک څانګې مشر دانیل باستارد پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په دې نویو مقرراتو کې ګونګ کلمات لیکل شوي چې د رسنیو په وړاندې د پاکستاني چارواکو د خپل سره طبیعت ښکارندويي کوي.
ښاغلي باستارد ویلي، د ټولنیزو رسنیو تنظیم مهم دی، خو په خبرهیې له دې کاره باید د رسنیو د سانسور په توګه کار واخیستل شي.
د خبریالانو د ساتنې یوه مرکز چې په نیویارک کې مېشت دی، هم لګول شوي مقررات ګونګ بللي او ویلي دي چې په پاکستان کې د راپور ورکونې چارې له ستونزو سره مخ کوي.
د صدراعظم عمران خان حکومت د تېرې جنورۍ میاشتې په پای کې دا مقررات تصویب کړل او ورسره داسې اندېښنې راپورته شوې چې ګواکې دا حکومت د رسنیو د سانسور او مخالفینو د چوپ کولو په هڅه کې دی.
د پاکستان حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي.
د نویو مقرراتو له مخې، د پاکستان د مخابراتو وزارت یوه همغږې کوونکې ملي اداره رامنځته کوي چې پر ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو لیکنو او پوسټونو د حذف د غوښتنې واک به لري.
دوی به د هغو پوسټونو د حذف غوښتنه کوي چې حکومتیې تخریبي وبولي.
په دغې مقرره کې راغلي، حکومت به د مخربو لیکنو د حذفولو لپاره له رسنیو سره اړیکه نیسي او ضربالاجل به ورته ټاکي، که په دې ټاکل شوې موده کې رسنۍ خپله لیکنه حذف نهکړي، ۵۰۰ میلیونه پاکستاني روپۍ جریمه کېدای شي.