ډیپلومات:
د ډیپلوماټ مجلې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو په اوسني وضعیت باندې یوه مقاله خپره کړې ده.
په دې مقاله کې چې عنوان یې د افغانستان د جګړې انلاین ډګر اېښودل شوی؛ راغلي چې ټولنیزو رسنیو یا سوشیال میډيا د افغانستان حکومت او طالبانو لپاره د جګړې یوه بله لومړۍ کرښه په لاس ورکړې ده.
د ټولنیزو رسنیو له لارې د حکومت او طالبانو استفادې ته اشاره شوې چې هر یو لوری په خپله ګټه پکې تبلیغات کوي.
د ډیپلوماټ په لیکنه د افغانستان حکومت او طالبان غواړي د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو باور او ډاډ وګټي.
ډیپلوماټ لیکلي، لکه څنګه چې عملاً جګړه زور اخلي ورسره په ټولنیزو رسنیو کې هم شخړې زیاتیږي.
د افغانستان په ټولنیزو شبکو کې له بریدونو وروسته خلک او د جنګ ښکیلې خواوې سمدستي د مړو او ټپیانو په وینو ککړ عکسونه په فیسبوک، ټویټر، یوټیوب او نورو رسنیو باندې خپروي.
ډیپلوماټ مجلې په دې مقاله کې څو هغو پېښو ته اشاره کړې چې پکې د وژنو او تاوتریخوالي عکسونه او ويډیوګانې خپرې شوي.
دغې مجلې په سوشیال میډيا باندې د داسې عکسونو او ویډیوګانو خپراوی په دې معنی بللی چې له روان تاوتریخوالي د خلکو ویره لا زیاتوي.
د رپوټونو په اساس څه باندې شل میلیونه افغانان مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لري، اوه میلیونه یې انټرنیټ کاروي او څه باندې څلورنیم میلیونه یې د ټولنیزو رسنیو فعاله کاروونکي دي.
ډیلي مېل ورځپاڼې:
ډیلي مېل ورځپاڼې د ملګرو ملتونو سازمان د یوه رپوټ په اساس لیکلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال په بریدونو کې ۸۵ ملکیان وژل شوي او تر ۳۷۰ ډېر ټپيان شوي دي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما راپور ته اشاره کړې چې پکې راغلي، یواځې د انتخاباتو په ورځ ۲۸ ملکیان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان وو.
د مطلب په دوام کې راغلي، د تلفاتو له لوړ رقم سره سره امنیتی ځواکونو د ټاکنو ترسراوی یوه بریا بللې ځکه د هغوی په خبره طالبان پراخو بریدونو ته پرېنښودل شول.
طالبانو ګواښ کړی و چې انتخابات به ګډوډ کړي.
د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما د سه شنبې (اکټوبر ۱۵مې) په رپوټ کې دا هم راغلي چې طالبانو ډېر بریدونه د راکټونو، لاسي بمونو او هاوانانو په واسطه وکړل.
د رپوټ په اساس طالبانو د ښوونځیو په شمول د رایې اچوونې مرکزونو ته نږدې بشکه یي بمونه ځای پر ځای کړي و.
د افغانستان حکومت څه باندې ۷۰ زره پوځیان د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره موظف کړي و.
د چارواکو په خبره د میزان په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ یې د طالبانو لسګونه بریدونه شنډ کړل.