محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله بریا د 'جمهوریت' بریا یاده کړه او په دولت کې یې د بېلابېلو خواوو د ګډون ډاډ ورکړ.
ښاغلی غني وايي، له دې وروسته هېڅچا ته د رقیب په سترګه نهګوري، له ولس سره په ګډه دولت جوړوي او د ولس په هر درد کې به ځان شریک ګڼي.
ښاغلي غني په ټاکنو کې د ده د بریا تر اعلان وروسته پرون سې شنبه «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» ماښام په ارګ کې د خپلو پلویانو یوې غونډه ته وویل، پخوا بریا په تورو ګټل کېده، خو اوس په ټاکنو.
 افغان ولسمشر محمد اشرف غني.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني.
نوموړي وویل، په راتلونکو ورځو کې د خپل دولت اساسي کرښې له خلکو سره شریکوي، له طالبانو سره سوله او د بېوزلۍ ټغر ټولولیې د کارونو په سر کې دي او ټینګار یې وکړ چې ټیمیې د وېش پر ځای د ګډ تصمیم تګلاره غوره کوي.
ښاغلی غني زیاتوي: "هېڅچا ته دې ټیم بد او رد نهدي ویلي، موږ هېڅ پل نهدی الوزولی، ځکه ټول افغانستان زموږ ولس دی، نن انتخابات خلاص شوي دي، نن د ملي وحدت، اتفاق او همغږۍ ورځ ده، په ټولو غږ کوم چې د سیالۍ او حریفۍ شېبې تېرې شوې، نن ورځ د ګډون وخت دی."
ټاکنو کمېسیون له نږدې پنځه میاشتني انتظار وروسته پرون د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ رایو په ګټلو منتخب ولسمشر اعلان شو.
تر محمد اشرف غني وروسته ډېرې رایې عبدالله عبدالله او بیا ګلبدین حکمتیار وړې دي.
په ټاکنو کې د محمد اشرف غني نږدې سیال عبدالله عبدالله بیا د کمېسیون لهخوا علان شوې پایلې پر ولسواکۍ کودتا او ناقانونه بولي او د خپل ټیم د بریا اعلانیې وکړه.
ښاغلی عبدالله وايي: "کومه پایله چې دوی نن اعلان کړه، د ټاکنو د غلا پایله ده، دا پر ولسواکۍ کودتا او د خلکو له ارادې سره خیانت و، موږ دا نتیجه له بنسټ او ریښې ناقانونه بولو، د رڼو او بایومټریک شویو رایو له مخې د «ثبات او همپالنې» ټیم د ټاکنو ګټونکی دی او موږ خپله بریا اعلانوو، موږ ټولشموله حکومت جوړوو."
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو په ټاکنو کې د خلکو په ځانګړې توګه ښځو له ګډونه مننه وکړه.
ښاغلي غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې دوی دې هم د وسلې پر ځای د ټاکنو له لارې قدرت تمثیل کړي.
د ټاکنو کمېسیون لهخوا د پایلو اعلان په ظاهره د خلکو انتظار پای ته ورساوه، خو دې خبرې له خلکو سره د احتمالي ګډوډۍ او نانندریو وېره پیدا کړې چې عبدالله عبدالله هم ځان بریالی اعلان او د حکومت د جوړېدو خبرهیې کړې ده.
بل لور ته طالبانو په ټاکنو کې د محمد اشرف غني بریا د ولس په سترګو کې "خاورې شیندل" بللي دي.
دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د جعلي ټاکنو" په نتیجه کې د محمد اشرف غني بیا ټاکنه غیر قانوني او د سولې د روانې پروسې له محتوا سره په تضاد کې ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله:
د "ثبات او همپالنې" ټیم د دغو ټاکنو ګټونکی دی او موږ خپله بریا اعلانوو. موږ ټولشموله حکومت جوړوو.
 
 
